کور / تازه خبرونه / کندهار: متوليان د برېښنا د خدمتونو مرکز د نيولو هڅه کوي

کندهار: متوليان د برېښنا د خدمتونو مرکز د نيولو هڅه کوي

په کندهار کي د لراوبر يوه باوري سرچينه وايي” دخرقې شریفي متولیان غواړي د برېښنا د ښاري خدمتونو مرکز (اول نمبر جنکشن ) ودانۍ ونیسي او د زيارت د دفتر کار ځني واخلي، ”

په دې اړه مو د کندهار ولايت مقام يو چارواکی وپوښتئ ويې ويل چي تر وخت مخکي ده چي رسمي نظر ورکړي خو په دې اړه يې پلټني پيل کړيدي او چاته به اجازه ورنکړي چي د عامه خدمتونو د تاسيساتو د غصب يا شخصي ګټي اخستني کوښښ يې وکړي.

يوه مدني فعال چي د متوليانو د ګواښ له امله يې نه غوښتل نوم يې ياد سي لراوبر ته وويل، خرقه شريفه نه ده تيار انحصاري سوداګريز مرکز يې ځني جوړ کړی دی، متوليان فکر کوي چي خرقه مطهره او چار چاپېر يې ددوی شخصي ملکيت دی.
د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د پاکي خرقې د نامه څخه په سوء استفاده له خلکو او دولت څخه کله په زور او کله په چالاکي باج اخلي.

لراوبر ته داسي اسناد رسيدلي دي چي شاوخوا لس کاله مخکي د هغه وخت والي اسدالله خالد لخوا د استول سوي رسمي مكتوب له مخي دا ثابتوي چي د کلونو راهيسي دا ودانۍ او ورسره څېرمي سيمه چي بيا د پارک د پاره ځانګړې سوه د اوبو او برېښنا رياست ملکيت دی. خو متوليانو دا وار د ارشاد حج او اوقافو وزير ته ويلې دي چي ګواکي دا مځکه د خرقې شريفي ملکيت دی. د ياد وزارت وزير هم بيله اسنادو او شواهدو كتلو د کندهار پر والي د برېښنا د ښاري خدمتونو د ودانۍ د ژر تر ژره خالي کېدو امر ورکړی دی.

کوښښ مو وکړ چي په دې اړه پخپله د خرقې مطهرې د متوليانو نظر هم واخلو خو بريالي نه سوو.

بله خوا د برېښنا رياست مرستيال امان الله ايوب فاروقي لراوبر ته وويل دا يوازنۍ مرکزي څانګه ده چي د موقعيت په لحاظ د ښار د لومړۍ، دوهمي، دريمي او څلورمي ناحيې اوسيدونکي په اساني لاس رسئ ورته لري او په تړل کېدو يې ښاريان د برېښنا په چارو کي د معلوماتو او خدمتونو د اړتيا پر مهال د ستونزو سره مخامخ کيږي.
ښاغلی فاروقي وايي د کندهار ولايت مقام ته يې په دې هکله معلومات ورکړي دي.