کور / علمي / د مدارسو نظام او نصاب، ستونزې او حل لارې

د مدارسو نظام او نصاب، ستونزې او حل لارې

څېړنيز بحث

سريزه
د دې لپاره چې په ښوونيز او روزنيز ډګر کې پرتو ستونزو ته ګټورې حل لارې وموندل شي، څو تنه علماء کرام او پوهان د يو شمېر موضوعاتو په اړه په آنلاين ډول بحثونه کوي، موږ هڅه کوو چې دغه موضوعات له درنو وروڼو سره شريک کړو؛ څو يې ګټه عامه او نتيجه ورکوونکې شي.
د بحث ګډونوال په لاندې ډول دي:
مولوي وکيل احمد متوکل- د بهرنيو چارو پخوانی وزير او د ښوونيز ډګر پياوړی فعال.
دکتور حيات الله عتيد- د بشري ودې د پياوړتيا نړيوال ټرينر، جده سعودي عربستان.
مفتي حبيب الله قاسمي- څېړونکی او د قاسميه مدرسې مهتمم، اکوړه خټک پېښور.
مفتي نورالله عزام- د افغان مدرسې مدير، کابل.
دکتور سراج الحق وهاج- څېړونکی او تکړه ليکوال، مدينه منوره.
مفتي عبدالرؤف فراهي- د افغان بنسټ د ښوونيزو چارو مدير، کابل
مولوي عبدالهادي حماد- تکړه ليکوال او د حماديه مدرسې مهتمم، کندهار.
حامد افغان- مشهور ليکوال او څېړونکی، تبوک، سعودي عربستان.
مفتي عبدالحق حقاني- د افغان بنسټ د علمي څېړنو د څانګې مدير، کابل
مفتي محمد حسين سعيد- له دارالعلوم زاهدان او ديوبند څخه فارغ او د مدينې اسلامي پوهنتون زده کوونکی.
مولوي سيد احمد- د دارالعلوم تاج آباد مهتمم، پېښور.
مولوي هدايت الله صافی- د افغان مدرسې استاد، کابل.
مولوي عبدالحق حماد- د افغان بنسټ د تاليف او ترجمې د څانګې مسؤل، کابل.

د مدرسې او مکتب ترمنځ واټن
د سيمې تعليمي نظام وروسته له هغه خراب شو چې په اوولسمه پېړۍ کې انګريزانو د تجارت په نامه هندوستان ته مخه کړه او په اتلسمه پېړۍ کې يې د يو منظم پلان له مخې د مسلمانانو تعليمي نظام له منځه يووړ، هغه يې په عصري او ديني اړخونو ووېشی او د دواړو قشرونو ترمنځ يې د نفرت تخمونه وشيندل.
خو د هغه وخت مخلصو مسلمانانو څه ناڅه د دې سترې فتنې مخه ډب کړه او تر ډېره حده يې د انګريزانو پلانونه شنډ کړل، په لومړي ځل د انګريزانو د دغه شوم پلان د مخنيوي په وړاندې له ديوبند، بيا سهارنپور او بيا لکهنو څخه ګامونه پورته شول؛ خو متاسفانه علماء کرام بشپړ په دې ونه توانېدل چې يو واحد تعليمي نظام رامنځته کړي او دغه لوی خليج چې د مکتب او مدرسې په نوم را منځته شوی له منځه يوسي.
په پخوا زمانه کې مکتب د ليک لوست او مدرسه د هرډول علمومو د زده کړې ځای ته ويل کېدل؛ خو وروسته يو په نګه عصري او بل په ديني بڼه واوښت او هر طرف يوازې يو لوری نيولی و او بل اړخ ته يې په ښه سترګه نه کتل.
د دې خليج بدې پايلې له هيچا څخه پټې نه دي، په تېرو څلوېښتو کلونو کې چې د هېواد په کچه د مسلمانانو په وړاندې د کورنيو خلکو له لورې کوم ظلمونه او تيري وشول چې تر اوسه يې بدمرغۍ ګالو، د دې ستر لامل همدا واټن او خليج و چې د مکتب او مدرسې ترمنځ موجود و.
که څه هم په وروستيو کې دا واټن او خليج تر ډېره حده را کم شوی؛ خو دا چې بايد په دې ډګر کې نور کار هم وشي لاندې څو ټکو ته بايد پام وشي:
1.      د دغه خليج او واټن د ختمولو لپاره بايد لومړی علماء کرام ګامونه پورته کړي او خپل رسالت سرته ورسوي؛ ځکه چې علماء کرام د دې مسؤليت لري چې کله خدای مکړه ولس بې لارې کېږي دوی به يې سمې لارې ته راګرځوي.
2.      تر هرڅه وړاندې د فکرونو نژدېوالی مهم دی، د مکتب شاګرد بايد په دې باوري کړل شي چې يو مسلمان انجنير، ډاکټر يا د عصري علومو هر ماهر له خپل فن سره د ديني احکامو دومره زده کړې ته شديده اړتيا لري چې پر مټ يې خپل ژوند د اسلامي احکامو په رڼا کې تېر کړي، په ځانګړې توګه د اړوند فن ضروري مسائل.
3.      بل لورې ته د مدارسو شاګردانو ته بايد دا فکر ورکړل شي چې انسان په دنيا کې يوازې پر عبادت نه دی مکلف؛ بلکې د ژوند تېرولو اسباب تر لاسه کول او د هغو زده کړه هم د مسلمان له فرائضو څخه دي.
4.      په مدارسو کې بايد عصري علومو ته پاملرنه وشي، په ځانګړې توګه له مسلکي زده په ټيټو مرحلو کې.
5.      په ښوونځيو کې بايد د اسلامي آدابو او اخلاقو زده کړې ته جدي پاملرنه وشي او په هره مرحله کې د دين د ضروري احکام زده کړه ضروري وګڼل شي.
6.      علماء بايد پوهنتونونو او ښوونځيو  سره راشه درشه ولري، څو هغه بدګومانۍ چې د دښمنانو له لورې منځته راغلي دي او هغه لريوالی چې د دين له پلوه په دغو مراکزو کې موجود دی له منځه ولاړ شي.
7.      علماء بايد په فرهنګي ډګر کې داسې کتابونه وليکي چې د ښوونځيو او پوهنتونو  شاګردان پرې پوه شي او خپله ديني تنده پرې ماته کړي.
8.      اسلامي دعوت چې د علماوو ميراثي مسؤليت دی، بايد مقصودي وګڼل شي، يوازې د جمعو په رواجي ويناوو ځانونو ته برائت ورنه کړل شي؛ بلکې عوامو ته روزنيزې حلقي او درسونه ولري، څو هغوی له دين او علماوو څخه لرې پاتي نشي.
9.      دا اړينه نه ده چې مکاتب او مدرسې کاملا سره يو شي، که د مکتب او مدرسې پر نظامونو له سره کتنه وشي او چې په هر لورې کې کومې نيمګړتيا وي موجودي وي هغه له منځه يووړل شي، د دواړو ترمنځ به ټولې ستونزې هوارې شي.
د علماوو اتحاد
يو بل ډېر مهم اړخ چې د علماوو د رسالت په لار کې خنډونه جوړوي د هغوی ترمنځ اختلافات دي، په دې کې شک نشته چې د ټولنې د هر قشر اتفاق مهم او ګټور دی؛ خو د علماوو اتحاد بيا له دې  امله ډېر مهم دی چې د انسان د ژوند مهم اړخ يعنې د روح او فکر تربيه او روزنه ورسره تړلې ده.
د علماوو تر منځ اختلاف د مدارسو او منظمو ادارو د رامنځته کېدلو او پرمختګ په لاره کې تر ټولو اساسي خنډ دی.
اختلاف طبعي دی؛ خو که اختلاف د احقاق الحق لپاره وي رحمت دی او که د اسکات الخصم لپاره وي بيا زحمت او ناروا دی، متاسفانه چې د علماوو ترمنځ ډېری اختلافات له دوهم ډول څخه دي.
د علماء کرامو تر منځ اختلاف ډېر سرسري او جزوي دی، که يو له بل سره ناستې ولري ښايي ترمنځ يې هيڅ اختلاف نه وي.
د دغو سرسري اختلافاتو د له منځه وړلو لپاره ځينې لارې چارې په لاندې ډول دي:
1.      د دې لپاره چې دغې سترې موخې (اتفاق) ته ورسېږو علماء کرام بايد يو د بل مرسته او حوصله اوفزايي وکړي او د الله پيغام تر خلکو رسول او د دين خدمت کول خپل اساسي هدف وګرځوي.
2.      حسن تعامل: هر عالم بايد له بل عالم سره حسن تعامل او ښه راشه درشه ولري، که په ځينو مواردو کې په جزوي يا شخصي مسائلو کې ترمنځ يو څه اختلاف موجود وي حسن تعامل دې له هغو نه قرباني کوي.
3.      احترام متقابل: هر عالم بايد د بل عالم احترام وکړي، په ځانګړې توګه کشران علماء بايد د مشرانو علماوو احترام او درناوی وکړي او د هغوی مقابله دې نه کوي، که په ځينو مسائلو کې دی تر هغه ښه پوه وي په ډېر احترام دې هغه سره مسئله شريکه کړي او مخامخ دې رد نه پرې کوي.
4.      د ښه اختلاف لپاره زموږ اکابر زموږ لپاره نمونې دي، چې هغوی به اختلاف د څه لپاره او څه ډول کاوه؟ د هغوی مسلک بايد خپل کړل شي.
ښوونيز نظام يا تعليمي پاليسي
ښوونيز نظام په پنځو برخو وېشل کېږي:
۱- ښوونيز نصاب او د هغه بنسټونه، مرحلې او اهداف.
۲- استاذان.
۳- زده کوونکي، عمر
۴- چاپېريال.
۵- د نظام چلوونکي، د هغوی صلاحيت او صالحيت.
ښوونيز نصاب
د ښوونيزو ادارو نظام بېلابېل اړخونه لري چې يو يې ښوونيز نصاب دی.
د نصاب تعريف: له ټولو هغو ستراتيژيو، ښوونيزو پلانونو، تجربو، کړنو، درسي مفرداتو، درسي کتابونو درسي مرستندويو توکو د تدريس او نظارت له فعاليتونو چې د هغو په ذريعه د تعليمي ادارې د لارښوونو سره سم د مطلوبو موخو لپاره زده کوونکي پوه، سلوک او مهارت ترلاسه کوي، ښوونيز نصاب بلل کېږي.
1.      د ښوونيز نصاب عمده عناصر او برخې:
2.      ولې يې بايد زده کړي؟ (اهداف)
3.      څوک يې بايد زده کړي؟ (زده کوونکي)
4.      څه بايد زده کړي؟ (درسي مواد)
5.      څنګه يې زده کړي؟ (طريقه، ميتود او اصول التدريس)
6.      څومره وخت کې يې زده کړي؟ (تعليمي موده او مراحل يې)
7.      درسي مواد څنګه ترتيب شي؟ (د مضامينو افقي او عمودي توازن)
8.      څومره يې زده کړه؟ (ارزونه او ازموينه)
9.      چېرې يې زده کړي؟ (تعليمي اداره، ښوونيز چاپېريال او د نظام چلوونکي)
په ښوونيز نصاب کې د زده کړې موده او د تعليمي مراحلو وېش يې د زده کوونکو د عمر، اړتيا او وړتيا سره سم او په مقابل کې د ټولنې غوښتنې په پام کې نيول ډېر مهم او اساسي ټکي دي.
نژدې د ټولې نړۍ په سطحه د ښوونې او روزنې موده شپاړس کاله او څلولچر مرحلې لري:
۱- لومړنۍ زده کړې (۵ يا ۶ کاله)
۲- منځنۍ زده کړې (۳ کاله)
۳- ثانوي زده کړي (۳ کاله)
۴- لوړې زده کړې (۴ کاله)
لومړنۍ او منځنۍ (ابتدائيه، متوسطه) زده کړې چې اساسي او اجباري زده کړې يې هم بولي حد اقل اته کاله موده لري، د تعليم او تربيې د ميدان ټول پوهان او ماهرين بالاتفاق دا خبره کوي چې د لومړنۍ او منځنۍ دورې زده کړې تر ټولو مهمې دي؛ ځکه د زده کوونکو اساس او بنسټ جوړوي، که يې دا بنسټ کمزوی و نو تر پايه به همداسې کمزوی وی.
دا چې منځنۍ مرحله کې د زده کوونکي عمر تقريبا له ۱۲ څخه تر ۱۵ کاله پوري وي؛ نو دا مرحله د زده کوونکي د استعداد د انکشاف د کليدي وړتيا، پراختيا، د تخيلي مهارت پاوړتيا کرار کرار له انضمامي مفاهيمو څخه انتزاعي (غير عيني، غير ملموس، غيرمحسوس) مفاهيمو ته راکشکول چې بالاخره د تحليل او پرتلې کولو جوګه شي، مثلا که د ديموکراسۍ او اسلامي نظام ورته بيان کړې نو وکولای شي چې مقايسه او تحليل يې وکړي.
پاتې شوه ثانوي او لوړې زده کړې نو د ديني مدرسو نصاب تقريبا ورته دی ځکه چې په دې دوره کې له معمولي توپير سره عموما اته درجې لوستل کېږي، په دې موده کې زده کوونکی له منځنۍ مرحلې څخه را وتلی وي او خپله تحليل او پرتلنه کولای شي.

په ښوونيز ډګر کې د مدارسو نيمګړتياوې
لومړني درې مراحل ډېر مهم دي،  زموږ د مدارسو اساسي ستونزه په لومړۍ مرحله کې ده، موږ د اساسي تعليماتو لپاره په مدارسو کې منظم ترتيب نه لرو، د کمکي طالبانو زده کړې د لويانو طالبانو په پرتله کم اهميته او بې ارزښته دي چې دا يوه لويه ستونزه ده.
زموږ علماء له ادارې سره نابلده دي چې دغې نابلدتيا د منظمو ادارو په رامنځته کولو کې خنډونه جوړ کړي دي.
د مدرسو شاګردان له ځانګړو فنونو او کتابونو پرته د نورو موضوعاتو له مطالعې سره ډېره بلدتيا نه لري.
ليک لوست چې په اوس وخت کې د دين د خپراوي او پيغام رسولو يوه مهمه ذريعه ده، زموږ په مدرسو کې ورته چندان پاملرنه نه کېږي.
حل لارې
د مدارسو د نصاب په مراحلو کې بايد د نړيوالو مدارسو او نورو ښوونيزو ادارو له نظامونو ګټه واخيستل شي.
علماء بايد له اداري نظام سره بلدتيا پيدا کړي او د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره بايد د مدارسو مسؤلين خپل شاګردان په کرار کرار له اداري نظام سره بلد کړي.
له درسي موادو سره سره بايد په مدرسو کې د خارجي مطالعې منظم نظام جوړ کړل شي او طالبان وهڅول شي چې له پيله خارجي مطالعې سره بلدتيا پيدا کړي څو په راتلونکي کې پراخ نظر ولري.
په مدارسو کې بايد د ليک لوست زده کړې ته ځانګړې پاملرنه، او تر وروستۍ مرحلې پورې بايد ليکدود د اساسي مضمون په ډول تدريس کړل شي تر څو په زده کوونکو کې فرهنګي استعداد پيدا شي او په رسنيز ډګر کې له خپلو اساساتو څخه دفاع وکړای شي.
د عملي کولو لارې چارې
اوس چې هر لورې ته پر مستقلو نصابونو کار  پيل شوی، دا طبعي حرکت دی، ښه به دا وي چې دغه هڅې را يوځای او د يو نصاب د رامنځته کولو لپاره هلې ځلې وشي.
د مدارسو د نظام د سمون او يووالي لپاره ترټولو اساسي شی سوله ده، چېرې چې سوله وي هر کار په اسانه کېدلای شي او چې سوله نه وي د ژوند هره برخه متضرره او ټکنۍ وي.
خو د دې لپاره چې د دغه ستر هدف په لور يو څه ناڅه کار شوی وي، ځينې لارې چارې يې په لاندې ډول وړاندې کېږي:
1.      له فکري يووالي سره سره بايد دغه فکر ته د عمل جامه واغوستل شي، پر يو منهج توافق وشي او اختلافي ټکو ته يې د وخت په تېرېدو سره د هېواد په سطحه له علماوو سره تر توافق وروسته د حل لارې ولټول شي.
2.      د مدارسو د اتحاد لپاره يوه لاره  دا ده چې د څو تنه دردمنو علماوو يو هيئت د افغانستان ټولو ولايتونو ته سفر وکړي، هلته د مدارسو له مسؤلينو سره خبرې وکړي، د هغوی ذهن سازي وکړي او ورسره په هر ولايت کې بارسوخه او ځيرک تن معلوم کړي، بيا د هر ولايت له لورې همدا تن را وبلل شي او د ټولو ولايتونو په کچه يوه باصلاحيته شورا جوړه شي، ورپسې د ټولو غړو په مشوره يو متوازن او مشر عالم د شورا روحاني مشر وټاکل شي، ورسره يو تکړه تن د اتحاد د اجرايو کارونو لپاره ناظم وټاکل شي، او بيا د شورا د هر سمت غړو ترمنځ يو تن مشر وټاکل شي چې د اړتيا پر وخت غونډو ته را
 بلل کېږي او د همده له لارې اړوندو غړو ته هدايات ورکول کېږي.
3.      دا شورا به د ټولو مدارسو لپاره يو نصاب ټاکي او د مشکلاتو د حل لارې جارې ومومي يا له يو لورې پر مدارسو فشار راوړل شي او يا مجبوره شي او يووالي ته راشي
4.      هغه علماء چې په سيمه کې رسوخ لري بايد د اتحاد لپاره ترهر چا ډېرې هلې ځلې وکړي.
5.      اتحاد بايد تدريجي وي، په لومړي قدم کې بايد مشترکات سره يو شي او يو له بل سره تجربې شريکې شي، اړينه نه ده چې د يوې مدرسې ټول نظام په نوې بڼه بدل کړل شي؛ بلکې که په يوه پخوانۍ مدرسه کې د نوي سستم يو يا دوه صنفونه تشکيل شي هم به د پرمختګ په لور يو ګام وي چې دغه صنفونه به په کرار کرار زيات او ټول نظام ورسره بدل شي.
وړانديزونه
په پای کې د مدرسو د نظام او پرمختګ په اړه ځينې وړانديزونه:
1.      تر هرڅه وړاندې د فکرونو نژدېوالی مهم دی.
2.      له پخواني حجروي نظام څخه موږ ممنون يو؛ خو که هغه سستم په نوي بڼه او نوي نظام بدل شي ګټې به يې ډېرې وي.
3.      ترټولو وړاندې بايد په علمي او اصلاحي ډګر کې ځانونه جوړ کړل شي، علم او صالحيت د عالم لپاره اساسي ټکي دي، د همدې اساساتو پر مټ يو عالم کولای شي ښه شاګرد وروزي.
4.      په مدارسو کې بايد د محاضرو نظام رائج شي او کله ناکله د ځينو مسائلو د بيان له پاره له بهر څخه هم علماء را وستل شي.
5.      په مدارسو کې د علماوو تر منځ علمي مجالس، مناقشې او شوراګانې بايد جوړې کړل شي، دا کار په اداري او اصلاحي ډګر کې ډېر ګټور دی.
6.      په جزياتو کې د اختلاف پر ځای بايد مضبوطې ادارې جوړې کړو او په شاګردانو کې هغه عمق او علمي استعداد پيدا کړو چې پخوانيو اکابرو درلودل.
7.      د علماوو مسؤليت يوازې تر دې حده نه دی چې د ماشوم په غوږ کې اذان وکړي؛ بلکې د همدې ماشوم هرې مرحلې ته بايد منظم تربيوي پلان ولري.
8.      زموږ کمزوري او سست بدلونونه زموږ دښمنانو ته دا چانس په لاس ورکوي چې له موږ سره داسې تعامل وکړي چې د هغوی په ګټه او زموږ په تاوان تمام شي.
9.      مدارسو کې علمي عمق بايد له لاسه ور نه کړل شي او علم بايد د سند لپاره نه وي.
10.     له کوم وخت نه چې سپر ځواک له غير اسلامي هېوادونو څخه را اوزګار شوی دی، اسلامي هېوادونه او مسلمان ولسونه يې د هغوی له تعليمي او تربيوي سستم له لاري هګ کړي دي.
11.     په تعليم کې د بدلون، تطوير او پرمختګ په هکله د مصالحو  قاعده بايد هر وخت په پام کې ونيول شي او د راجح مصلحت په صورت کې بايد نوي بدلون ته ترجيح ورکړل شي.
12.     مدارس دې له عملي سياسته لرې وساتل شي او ټول تمرکز بايد پر علم او زده کړه وي او اړيکه بايد مخامخ له ولس سره وي؛ ځکه چې حکومتونه بدلېدونکي او ولسونه تلپاتې وي.
13.     مدارس، ښوونځي، څېړنيز مرکز او پوهنتونونه بايد د ټولنې په خدمت کې وي، د ټولنې له ضرورياتو سره سم عيار شي او له ټولنې څخه فاصله ونه لري.
14.     اختلافي مسائلو بايد ډېر ترکيز ونه شي او که داسې ونه کړو؛ نو که له دې ژوند سره دوه ژونده نور هم ولرو د حل لپاره به يې بس نشي او بالمقابل به اهم مسائل راڅخه پاتې يي.
15.     د فارغانو کاري مستقبل ته بايد پاملرنه وشي.
16.     د ځينو مضامينو دورات بايد پيل شي تر څو کوم طالب العلم په يو مضمون کې کمزوری وي هغه خپله کمزوي هلته له منځه يوسي.
17.     کومه تزکيه چې په مدارسو کې کېږي بايد له لاسه ور نه کړل شي البته د مدارسو شاګردان بايد له انزوايي حالت څخه را وايستل شي، برعکس په ښوونځيو او پوهنتونو کې انزاويي حالت نشته؛ خو هلته تزکية النفس ډېره کمه ده.
18.     په پای کې: که علماء کرام خپلو مسؤليتونو ته په رښتيا ځير شي او کلکه ملا وتړي الله به مو له لويو ادارو برخمن کړي.