کور / خبرتیا او پيغامونه / د لوړو زده کړو د پخواني وزیر پوهاند محمود سوما د فاتحې خبرتيا

د لوړو زده کړو د پخواني وزیر پوهاند محمود سوما د فاتحې خبرتيا

خوشحال ســومــا ، يما ســوما زامن، دوکتور محمد علي هــومــا زوم، ننګيالی هــومــا، زمريالی هــومــا، ميرویس ســومــا، روښان ســومــا لمسيان، انجينر عزيزالله عزيز، یما مقبل نېږدې دوستان او د غرغښت د خير او ښېګڼي ټولني ټولو دوستانو ته خبر ورکوي چي د ارواښاد پوهـاند محمود ســومــا د نارينه وو فاتحه چي جنازه يې پخوا د افغانستان په خوست ولايت کي خاورو ته سپارل سوې ده، د نومبر مياشتې په اوومه نېټه د شنبې په ورځ د ماسپېښين له ۱۳ بجو تر ۱۵ بجو پورې د امستردام ښار په طايبه جمات کي اخيستل کيږي. روح يې ښاد او فردوس جنت دي يې په نصيب وي.
: پته
Kraaiennest 125
1104 CH Amsterdam
Moskee “ Taibah “

د اړتيا په صوزت کې په لاندې شمېره اړيکه ټينګه کړئ : 0613168624