کور / تازه خبرونه / دستوري پښتو ادبي جرگې غونډه وشوه

دستوري پښتو ادبي جرگې غونډه وشوه

پېښور: دپېښودورسک سرک په ډاگ سيمه کې د جمعې په ورځ د نومبر دمياشتي په 6نيټه دستوري پښتو ادبي جرگې مياشتنۍ غونډه دنويدتراب په حجره کې ترسره شوه د غونډې مشري سيدياسرعلی شاه ياسروکړه او دمشرانوميلمنوپه توګه په کې نشاط گل اونامزدگل نامزد برخه واخسته. ددريځ چارې هارون رشيدکمال تر سره کړي. دغونډې په اوله برخه کې سيد ارمان باچا صيب خپله خاکه”پهلوان”تنقيد ته وړاندې کړه,چي د هراړخيزوخبرو څخه ورسته کره (معياري )وگرځوله شوه. په دويمه برخه کی ازاده مشاعره وشوه چي د ذکر شوو شاعرانو سره سره دې ښاغليو گډون وکړـ مصري خان ثاقب صيب,شاهد گل شاهد,اجمل خان اجمل,شمشير صابر,شاه جي ګل ګل,سمیع الله درويش,حضرت الله عنمبر,سليمان مهار,شير حسن شيراز,اسدالله رومان,ثناءالله عاکف,رسول سيدپرديسي,زاهدعلی زاهد,فياض گڼگيوال,بلال نسيم بلال,ثمين بشر,ممتازحسن دولتزى او ګڼ شمير مينوالو برخه واخيسته د ستوري پښتو ادبي جرگي بله غونډه به ان شاالله د دسمبر د مياشتي په 4 نيټه ترسره کيږی.