کور / تازه خبرونه / د کندهار خلکو د زابل پېښه په کلکو ټکو وغندله

د کندهار خلکو د زابل پېښه په کلکو ټکو وغندله

نن د کندهار خلکو د ولايتي شورا د غونډو په تالار کي د هغو ۷ تنو هيوادوالو شهادت په کلکو وغانده چي ١٢ ورځي وړاندي داعش د کندهار-کابل د لويي لاري پر سر برمته کړي ول او د رواني اوونۍ د يکشنبي په ورځ يې په ډېر بېرحمانه ډول په شهادت ورسول.

په ياده غونډه کي د ولايتي شورا د وکيلانو تر څنګ يو شمېر علماوو، د سولي شورا غړو او قومي مشرانو برخه درلوده. د غونډي برخه والو د هيواد او وطن د دښمانو دغه غيرانساني عمل وغانده او دا يې يو غيرانساني او غيراسلامي عمل وباله.

د ولايتي شورا رئيس سيدجان خاکرېزوال لومړی د یادو ۷ تنو کورنيو ته تسليت وړاندي کړ او قربانيانو ته يې د الله له درباره د عوض غوښتنه وکړه. خاکرېزوال دا يو غيرانساني عمل وباله او زياته يې کړه چي دا د هيواد د دښمنانو له خوا د قومونو تر منځ د بېلتون په هدف سوی، خو افغانان ټول يو ملت دي او هيڅکله به د داسي دسيسو ښکار نه سي.

د علماوو شورا رئيس عبيدالله فيضاني دا يو غيراسلامي عمل وباله او زياته يې کړه چي اسلام د ظلم او وحشت دين نه دی، بلکي د سولي، يووالي او امن او حقانيت دين دى. هغه وويل داعش چي ځان اسلامي ډله بولي غواړي په يوه او بل نامه زموږ د هيوادوالو تر منځ د نفاق تخم وشندي، خو د دوى دا ډول غيراسلامي او غيرانساني اعمال پر دې غيور ملت کومه انګېزه نه سي لرلای.