کور / روغتيا / خرما او پر روغتيا يې اغيزي

خرما او پر روغتيا يې اغيزي

خرما خورماعطامحمد مياخيل

خرما چې علمي نوم یې Phoenix dactylifera او په انګلیسي کې ورته Date وایي، ډېره لرغونې او پخوانۍ مېوه ده، چې نوم یې د مسلمانانو په سپېڅلي کتاب ( قرآن عظیم الشان ) کې ۴۲ ځله یاد شوی دی. د ونې لوړوالی یې تر ۲۵ مترو پورې رسېږي، د وزر په څېر سترې پاڼې لري، ګلان یې مستطیل ډوله، چې د ساقې په وروستۍ برخه او د پاڼو ترڅنګه را څرګندېږي . د دې مېوې د پیدایښت ځای په سمه توګه نه دی څرګند، خو ویل کېږي، چې د یادې مېوې ونه د لومړي ځل له پاره په بین النهرین او سعودي عربستان کې وکرل شوه . دغه راز څېړونکي وایي، چې د خرما ونه د ځمکې پېژندنې په دویمه دوره کې پیدا شويده.

خرما ډېر ګټور خواړه دي، چې ډېرې معدني مالګې لري، لکه : ګوګړ فاسفورس، کلسیم، مګنیزیم او په ډېره پیمانه اوسپنه، یوه اندازه د B، A او C ویټامینونه، قندونه، سلولوز، البومین او شحمیات هم لري . که له شیدو سره ګډ شي، نو انرژي لرونکي خواړه دي. شهوت ډېروي، پښتورګي او ملا پیاوړي کوي. اومه خرما اورۍ کلکوي او اسهال دروي. مګنیزیوم لري، نو د سرطان مخنیوی کوي. د پالوانانو او سپورټ مینانو له پاره ګټور خواړه دي . د اسلام ستر لارښود حضرت نبي کریم (ص) به خرما له سړو شیانو لکه بادرنګ، تره او …… نوره سره خوړله .
د خرما ونه بې شمېره خواص لري او کولای شو ووایو، چې د دې ونې له ټولو برخو څخه ګټه اخیستلی شو، یو عربي متل دی، چې وایي : د خرما ونې خواص د کال د ورځو په اندازه دي.
د خرما ونې له پاڼو څخه ټوکرۍ او له مېوې څخه یې شراب جوړېږي، لکه څنګه چې پوهېږو خرما یوازینۍ مېوه ده، چې په سارا کې شتون لري او د دې ونې طبیعت یې سارایي خلکو ته ورکړی دی، چې خپلې ټولې اړتیاوې ترې پوره کړي .
اعراب له ډېرې پخوا زمانې په دې باور وو، چې خرما د لمر انرژي زېرمه کوي او دا انرژي د خرما خوړلو په وسیله بدن ته لېږدول کېږي .
په هر ۱۰۰ ګرامه خرما کې لاندې مواد شتون لري :
۱ ـــ پروټین ……………….. ۲ ګرامه
۲ ـــ مګنیزیم ……….. ۰/۲۶۲ ملي ګرامه
۳ ـــ سودیم ………………… ۴/۱ ملي ګرامه
۴ ـــ پوتاشیم ……………… ۷۵۴ ملي ګرامه
۵ ـــ ویټامین B1 ……….. ۰/۰۵۲ ملي ګرامه
۶ ـــ ویټامین B2 ……… ۰/۰۶۶ ملي ګرامه
۷ ــــ ویټامین B3 ……… ۱/۲۷۴ ملي ګرامه
۸ ـــ فاسفورس ……….. ۶۳۸ ملي ګرامه
۹ ـــ ویټامین C ……….. ۰/۴ ملي ګرامه
۱۰ ـــ ویټامین E ……… ۰/۰۵ ملي ګرامه
۱۱ ـــ ویټامین K ……… ۲/۷ میکرو ګرامه
۱۲ ـــ مس ……………. ۰/۲۱ ملي ګرامه
۱۳ ـــ سلفر ………….. ۵۱/۶ ملي ګرامه
۱۴ ـــ کلورین ………… ۲۹۰ ملي ګرامه
۱۵ ـــ فولیک اسید …….. ۱۹ میکرو ګرامه
۱۶ ـــ اوسپنه ………….. ۱/۰۲ ملي ګرامه
۱۷ ـــ ویټامین B6 …….. ۰/۱۶۰ ملي ګرامه
۱۸ ـــ پولاد …………… ۱/۶۱ ملي ګرامه
۱۹ ـــ خواږه …………. ۷۰ ګرامه
۲۰ ــــ انرژي ………… ۲۷۰ کالوري .
د روغتیا پالانو ( ډاکټرانو ) له لید لوري خرما ډېرې ګټې لري، چې په لاندې توګه پرې رڼا اچول کېږي :
ـــ معدې ته قوت ورکوي او بدن غټوي .
ـــ وینه زیاتوي
ـــ د بدن د کمزورتیا د له منځه وړلو له پاره باید په شیدو کې وخوټول شي او بیا دې وخوړل شي .
ـــ ماغزه او زړه پیاوړی کوي .
ـــ خرما یو پوټکی لري، چې د بدن د غوړو په راکمولو او د پروټینو په پوره کولو کې اغېزمن رول لوبوي .
ـــ نویو څېړنو ښودلې، چې خرما غوسه او تاوتریخوالی لرې کوي او آرامتیا را منځته کوي.
ـــ خرما د ملا درد او د غړو نارامتیا له منځه وړي .
ـــ ویل کېږي، که چېرې په شیدو کې خرما وخوټول شي، نو سینه نرموي، د بډوډو درملنه کوي او د وېښتانو د تویېدو مخنیوی کوي .
ـــ په تازه شیدو کې د خرما مخلوط د جنسي ځواک په لوړولو او پیاوړي کولو کې اغېزمن رول لري .
ـــ په هغو سیمو کې، چې د دې مېوې مصرف زیات دی، دا مېوه کولای شي، چې د سرطان ناروغی مخنیوی وکړي .
ـــ خرما د معدې اضافي تېزاب له منځه وړي، نو له همدې امله ټولو ته ګټوره مېوه ده .