کور / تازه خبرونه / کندهار پوهنتون يو وار بيا له افغانستانه دباندي وستايل سو

کندهار پوهنتون يو وار بيا له افغانستانه دباندي وستايل سو

Kandahar universityپه هندوستان کي د افغانستان د ۱۲لویو پوهنتونونو(کابل،کابل طبی،کابل پولتخنیک،کابل ښوونی او روزنی، هرات،بلخ، ننګرهار،کندهار، خوست، بامیان،تخاراو د افغانستان امریکایی پوهنتونونو) د علمي مرستیالانو، دلوړوزده کړو وزارت د کیفیت دتضمین د ریاست د منسوبینو او د انګلستان څخه د کیفیت د تضمین په برخه کي د متخصصینو په ګډه ناسته کي د کندهار پوهنتون تجارب او مودل د کیفیت د بهبود په برخه کي شريک کړل سول چي د ګډونوالو د تاوده هرکلي ترڅنګ د نوموړي مودل تطبيق د افغانستان په ټولو پوهنتونونو کي ګټور وباله او د کندهار پوهنتون دا نوښت د ټولو لخوا په ډيرو ښو ټکو سره وستایل سو.

The best afghan university kandaharد يادوني وړ ده چي کندهار پوهنتون تير کال هم په يادو چارو کي د افغانستان په کچه لومړی مقام ګټلی و.

د لراوبر اداره او همكاران د كندهار پوهنتون مشرتابه استادانو او ټولو محصلينو ته له دې امله مبارکي وايي او دغه وياړلي مقام ته د پوهنتون د علمي او اکاډميکي کچي د پورته کولو په لاره کي د ټولو هڅو او ستړياو ګاللو له امله د زړه له کومي مننه کوي.