کور / راپور / دانش فرهنګي مرکز د هیواد تکړه ژورنالیست ډاکټر داوود جنبش ونمانځه

دانش فرهنګي مرکز د هیواد تکړه ژورنالیست ډاکټر داوود جنبش ونمانځه

په لغمان کې دانش فرهنګي مرکز د خپلو غونډو په لړۍ کې دا ځل د پیاوړي او ښه ژورنالیست، لیکوال او ژباړن ښاغلي داوود جنبش لپاره ویاړ غونډه جوړه کړې وه، چې لغمان تر څنګ د بېلابېلو ولایتونو فرهنګیانو، ژورنالیستانو، لیکوالو، شاعرانو او محصلانو په کې ګډون کړی و.
د مشرانو مېلمنو پر ځای مشر استاد ښاغلی حبيب الله رفيع او استاد محمد آصف صميم او د کوربه پر ځای ښاغلی انجنير نظيف الله الکوزی دريځ ته له ښاغلي داوود جنبش سره د ناستې لپاره راغوښتل شول.
لومړی د راغليو ګډونوالو هرکلی وشو، ورپسې خبریال ښاغلي عبدالمعید هاشمي پرانیستې وينا واوروله، او د لغمان والي ښاغلي عبدالجبار نعیمي غونډې ته د ولسمشر محمد اشرف غني د رالېږل شوي پیغام ترڅنګ خپلې خبرې وکړې.
په غونډه کې ښاغلو، نعمت الله کریاب، استاد حبیب الله رفیع، استاد محمد اصف صمیم، رفیع الله نیازي او انجینر ستانه میر زهیر د ښاغلي جنبش د ژورنالیستیکي او فرهنګي ژوند په اړه مقالې او ویناوې واورولې.
د دې ترڅنګ د هیواد مشهور او منلي ممثل او ډایکټر ښاغلي ممنون مقصوي د یوې تمثیلې ټوټې په ترڅ کې د لوی شاعر سید بهاوالدین مجروح شعر، د وطن مور وړاندې کړ.
دا د دانش فرهنګي مرکز نهمه نوبتي غونډه وه، چې تر دې وړاندې هغه یې دوې اونۍ مخکې د ښاغلي شهرت ننګیال د نوي چاپ شوي اثر ۱۲ ګرامه ماغزه د کرکتنې لپاره جوړه شوې وه.