کور / کره کتنه / داجرائيه رياست وياند که دافغانستان لپاره د ايران خاص نماينده

داجرائيه رياست وياند که دافغانستان لپاره د ايران خاص نماينده

که رښتيا درته ووايم له خپلې لمنې مو اور اخيستى، په ګټلو انتخاباتو کې مود نوروهيوادونو ايجنټان په اقتدار کې شامل کړل، شامل څه چې نيم يا له نيم نه زيات حکومت مو هم ورکړ. نتيجه يي ټول ګورو، مجيب رحمان غوندې خلک زمونږ چارواکي شول. دومره په بې شرمۍ او بې حيايۍ سره هرات دخراسان او دايران د تمدن حصه بولي. دغه محترم له بي بي سره په خبرو کې دافغانستان افتخارات د انګريزي استعمار يوه دسيسه بولي، پدې معنى چې د پښتنو لپاره په افغانستان کې هر څه انګريزانو کړي دي. د افغانستان او پښتنو له تاريخ نه په ډير نامردانه ډول انکار کوي. تاسو کولى شئ دغه ټولې خبره په يوټيوب کې د “افغانستان به کدام سو ميرود” تر عنوان لاندې ووينئ او بيا قضاوت وکړئ. اوس خبره دانده چې دغه محترم پخوا څه ويلي دي،خبره داده چې دغه محترم همدااوس زمونږ يو لوړرتبه چارواکى دى او په پخوانى پوچه فلسفه لا هم ولاړ دى. تاسوفکر وکړئ چې يو سړى په افغانستان کې په دومره غټه چوکۍ ناست وي، د نيم حکومت د مشر وياند وي، د مياشتې پوره دولس زره ډالره معاش خوري، دغه غريب هيواد عزت او حيثيت ورکړى وي، ددې غريب هيواد په پيسو او سرمايې د خوګ غوندې غټ سوي وي او بيا هم دهمدې غريب هيواد په خواره ګيډه تيره چاړه ورمنډې… زه فکر کوم چې دومره لويدلې او بې غيرته کارد هر چا په وس پوره نه دي.
دغه محترم په دومره لوړه چوکۍ کارکوي، او د پښتو په يو لفظ هم نه پوهيږي. هيڅوک پدې ټول افغانستان کې اعتراض هم ورباندې نه کوي. هيچا ورته فاشست ونه ويل. که دغسې يو پښتون واى چې په درې ژبه نه پوهيداى، که هر څومره وطندوست واى، نو تاسو به ليدلي وو چې څومره غټ اعتراضونه به ورباندې شوي وۀ. کله کله مې شک پيداشي چې افغانستان دديموکراسۍ لپاره نه دى، که ديموکراسي داسې وي چې زمونږ وطن ټوټې ټوټې کړي او د مجيب خان غوندې خلک راباندې حاکمان کړي نو کم از کم زه خولدې ديموکراسۍ نه تير يم .
ښه اوس ډاکټر صيب عبدالله وايي چې دې د ټول افغانستان نماينده دى او د ټول افغانستان خلکو دۀ ته راېې ورکړي دي. وروره که تۀ د ټول افغانستان نماينده يې ، نو بيا مجيب جان د کوم هيواد نماينده دى، لږ خو ځان ورنه خبر کړه کنه. په کومو سترګو به سبا بيا دې خلکو ته ورځې او ووټ به ورنه غواړې. ستا وياند د افغانستان غوڅ اکثريت ته په سپکه سترګه ګوري، او تۀ سبا بيا له همدې اکثريت څخه رايه غواړې او خپل ځان ددوې مشر ګڼې.
خبرې ډيرې او سريې يو، ورونوزړه مې درد کوي او بيا به ووايم چې له خپلې لمنې مو اور اخيستى دى. ددنيا متفکر ته مو رايه ورکړه، اوس به ضرور ددنيا د خندا کيږو کنه. څوک به مو په ايران خرڅوي، څوک په پاکستان او څوک په روس او داسې نور…