کور / شعر / د سولي جنت

د سولي جنت

Abdul wahab sarteer عبدالوهاب سرتير

موږ سره پوهیږو ، که موږ پریږدي څوک
وروڼه یو ، جوړیږو ،که موږ پریږدی څوک
نیسو یوه ورځ سره پـــــه غــــیږو کی
بیرته پــــخلا کیږو ، که موږ پریږدی څوک؟
ډانګ باندې اوبـــــه چــــــا بیلی کړیدی ….؟
خــپلو کی یوکیږو ، که موږ پریږدی څوک
تیر یو دهر چا له لاسنیوی نه مـــــــــو ږ
خـــپله روانـــیږو ، که مـــوږ پریږدی څوک
خاوری مـــو سره زر ، کاڼی لا لو نه دی
ټول پرې ابادیږو ، که مـــوږ پریږدی څوک
څومره او له چا سره څوک جنګ وکـړی ؟؟
سخت پر دې زوریږو ، که موږ پریږدی څوک
دا وطن یو وخت جنت دسولې وو………؟
بېرته ورستنېږو ، کـــه موږ پریږدی څوک
یو ملت وو، یو ، ملت به پاتې شـــــــــو
يو تر بل ځـــــا ریږو ، که موږ پرېږدی څوک
زه سر تیر باور پر روڼ سحر لـــــــــــــــرم
ژر بیرته رڼېږو ، که موږ پریږدی څـــــو ک