کور / تازه خبرونه / جمهور رئيس غني د کندهار له چارواکو سره د ويډیويي کنفرانس له لاري خبري وکړې

جمهور رئيس غني د کندهار له چارواکو سره د ويډیويي کنفرانس له لاري خبري وکړې

 

 

صدیق الله پوپل

 

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس جلالتمآب محمداشرف غني نن سهار د ويډيويي کنفرانس له لاري د ټولو ولايتونو واليانو ته هدايت وکړ چي ټول واليان مسووليت چي سبا د ولايتي شوراګانو د اداري هيئت په ټاکنو کي د هر ډول مداخلې مخنيوی وکړي.

 

ولسمشر غني داراز زياته کړه ټول امنيتي ارګانونه مسووليت لري چي د ولايتي شورا د اداري هيئت د ټاکنو لپاره د ډاډمني فضا لپاره لازم ګامونه پورته کړي.

 

د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي ولسمشر غني او د کندهار خلکو ته ډاډ ورکړ چي د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د طرزالعمل مطابق به په شفاف ډول ټاکني ترسره کيږي او هيڅوک به پرېنښودل سي چي د ولايتي شورا په ټاکنو کي مداخله وکړي.

 

ښاغلي شمسي ډاډ څرګند چي ولايت مقام د ولسمشر محمد اشرف غني له هدايت سره سم د ولايتي شورا د اداري هيئت د شفافو ټاکنو لپاره بشپړه امادګي لري.

 

د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي ډاډ ورکړ چي امنيتي ارګانونه پوره چمتووالی لري او ټاکني به د امن په فضا کي ترسره سي. ښاغلي شمسي زياته کړه چي رسنۍ، ولسي مشران او د مدني ټولني غړي به د ولايتي شورا د اداري هيئت ټاکني له نژدې وڅاري.