کور / تازه خبرونه / کندهار زابل او هلمند دولايتي شورا لپاره انتخابات وسول

کندهار زابل او هلمند دولايتي شورا لپاره انتخابات وسول

صدیق الله پوپل کندهار

دغه ټاکني ديکشنبې په ورځ د زابل ولايت په مقام کي ترسره سوې ، چي پکښي د ولايتي شورا لپاره رئيس، معاون او منشي وټاکل سول .

د زابل والي محمد انور اسحاقزی وايي ، پدغو ټاکنو کي حاجي عطاجان حقبيان د رئيس، حاجي عبدالرحمن هوتک د معاون او اسدالله کاکړ د منشي په توګه وټاکل سول .
دده په خبره په ټاکنو کي د دغو کسانو پر وړاندي کانديدان نه ؤ او دوی په اکثريت رايو سره يادو چوکيو ته غوره سول .
د زابل والي وايي ، ولايتي شورا له ولايتي ادارې سره په هره برخه کي پوره همکاري کوي او پدغه برخه يې له نوموړو څخه د لا زياتي همکارۍ غوښتنه وکړه .
د زابل د ولايتي شورا نوي ټاکل سوي رئيس عطاجان حقبيان د شورا له غړو مننه وکړه ، چي بيرته يې هغه ته رايه ورکړه .
نوموړي وويل ، هڅه به وکړي ، چي د دولت او ملت تر منځ اړيکي پياوړي او د خلکو ستونزي راکمي کړي .د زابل ولايتي شورا ټول نهه تنه غړي لري ، چي په نننيو ټاکنو کي اتو تنو برخه درلوده او يو تن غېر حاضر ؤ
کندهار
دولايتي شورا ددوهم کال درياست ، مرستيالۍ او منشتوب چوکيو لپاره ديکشنبې په ورځ ټاکني تر سره سوې ، چي پرمهال يې حاجي سيدجان خاکرېزوال درئيس ، حاجي عبدالقيوم دمرستيال او خالده احمدي دمنشي په توګه رايې وګټلې .
ټاکنو کي دشورا د 19 غړو څخه يواځي جانان ګلزي ګډون نه ؤ کړی .دغه ټاکني ، چي دټاکنو دخپلواک کمېسيون دجوړ سوي طرزالعمل له مخي په ولايتي شورا کي ترسره سوې ، د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي ، د ملي امنيت رئيس تورنجنرال قدرمحمد قدر ، قومي مشرانو ، مدني فعالانو او د ملګرو ملتونو استازو يې له نژدې څارنه کول .
د عقرب يالړم مياشتي 24 نېټه په ټول هيواد کي دولايتي شورا ګانو درئيس مرستيال او منشي دټاکلو پر سر د ټاکنو ورځ وه .
کندهار کي هم دنوموړو چوکيو له پاره ټاکني تر سره سوې، چي مخکنی رئيس حاجي سيدجان خاکرېزوال درئيس ، حاجي عبدالقيوم دمرستيال او خالدې احمدي دمنشي په توګه رايي وګټلې .دنوموړو کانديدانو سره عطاوالله عطا رياست ، نعمت الله وفا معاونيت او سيد احمد سيلاب منشيتوب ته ځانونه نومولي وو .
دهلمندولایتي شورا اداری هیت ټاکنی ترسره شوي  ولایتي شورا ریاست ته الحاج محمد کریم اتل ، معاونیت ته حاجی عبدالمجید اخندزاده ، حاجی عبادالله علیزی اوبریالی نظری منشتوب ته عطاء الله «افغان » او حیات الله «مایار » نوماندان وه . دانتخاباتوڅخه ورسته الحاج محمدکریم « اتل » د ( ۱۳) رایو په ترلاسه کولوسره دولایتي شورا ریس ، حاجی عبدالمجید اخندزاده د( ۹) رایو په ترلاسه کولو سره دولایتي شورا مرستیال او عطاء الله افغان د ( ۷ ) رایوپه ترلاسه کولو سره دیوکال لپاره دولایتي شورا منشی وټاکل شو .