کور / طنز / د سټوکنډو په ویاړ یو چک چک

د سټوکنډو په ویاړ یو چک چک

د سټوکنډو په جوړیدو سره ولسي خلک (سوارلۍ ) وايي : مونږ له دې وروسته باید په ټکسیو او کاسټر کې لاړ نه شو ؛ بلکې په عصري ټوډیو کې لاړ شو ځکه دا پاسته موټر مو ډېر ارمان دی . خو د عصري موټرو خاوندان وايي چې دوی همداسې ارمانجن ښه دي ، ځکه دوی چې موټر ته راخیږي او یا کوزیږي نو دروازې او ډګۍ دومره په زوره ولي ته به وايي چې بم راپسې وچاودید او موټر دوهمه ورځ کباړ شي .
خبره ډېره خبرابه ده ، سوارلۍ وايي که خبره یې ونه منل شي لاریونونه به وکړي ، ځکه ډېر وخت کیږي چې په سفر کې مو خوب نه دی کړی او لوکس موټر ددې لپاره هم ښه دي چې ښکلي خوبونه خو به پکې ووینو .
اوس د تکسیو او ټوډیو واله یوه بیړنۍ ناسته سره لري ، کیدای شي معامله سره وکړي او یا به له دوی نه یوه غاړه ورته تېریږي . په دې ناسته کې په دې هم خبرې کیږي چې د سوارلۍ واله به نشه یي توکي هم له ځان سره ګرځوي او دا به د موټروان حق وي ، چې یا یې پخپله وکاروي او یا په لار کې کوم پولیس مولیس پرې رضا کړي ، خو سوارلۍ به یې نه کاروي .
سوارلي وال وايي : حق مو دی چې په لوکسو موټرو کې لاړ شو ، ځکه ډېرې خوارۍ راباندې تېرې شوې . دا یوه د خوست او کابل لاره خو دې مونږ هم پکې وهو .
ځینې سوارلي وال بیا بې تفاوته دي او وايي چې په کوم موټر کې چې کرایه کمه وي او نسوار پکې پریږدي هغه ښه موټر دی ، دې خبرې ته د کاسټر موترو واله ډېرې چک چکې وکړې ، ځکه کاسټر تر ټولو کمه کرایه اخلي او د نسوارو سوړې هم ډېرې لري .