کور / اقتصادي / د تاپې (TAPI) پروژې اقتصادي ارزښت

د تاپې (TAPI) پروژې اقتصادي ارزښت

تاپي (TAPI) د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ترمنځ د نل لیکې په وسیله د طبیعي ګازو د لیږد ستره اقتصادي پروژه ده چې د ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو نل لیکه غځول کيږي. دا پروژه چې په ۱۹۹۰ میلادي کال کې طرحه شوې وه د امنيتي ستونزو له كبله پر خپل وخت پلې نه شوه. تر ډېره ویل کيږي چې دا پروژه د ګاونډیانو په تيره بیا د ایران د لاسوهنې، ناامنۍ، د طالبانو د واکمنۍ، د بهرنیو کمپنیو لکه فرانسوي، چیني او روسي تر منځ د سیالیو له کبله له عملي کيدو پاتې وه. د دې پروژې وروستی هوکړه لیک په ۲۰۱۰ کال کې د ترکمنستان مرکز عشق آباد کې د څلورو هیوادونو د لوړپوړو چارواکو ترمنځ لاسلیک شو، د ګازو د نل لیکې د جوړیدو عملي کار به د ۲۰۱۵ میلادي کال په دسمبر کې پیل او ویل کیږي چې تر ۲۰۱۸ میلادي کاله پورې به بشپړ شي.
د ګازو نل لیکه ۱۸۰۰ کیلومټره اوږدوالی لري چی د ترکمنستان له دولت آباد څخه پیل او د دې هیواد په خاوره کې د ۱۴۷ کیلومتره واټن وهلو وروسته د ۷۳۰ کیلومتره به اوږدوالي د افغانستان لويدیځو ولایاتو یعنی هرات، فراه، هلمند او کندهار نه وروسته پاکستان ته وغځيږی او همدارنګه د پاکستان په خاوره کې د ۸۰۰ کيلومترو په اوږدوالي سره د کوېټې له لارې پنجاب ايالت او له هغه ځایه بیا د هندوستان هيواد په فاضليکا سيمه کې پاى ته ورسيږي. د نل لیکې قطر ۵۶ انچو په اندازه دی چې د دیرشو کلونو لپاره هر کال د 33 بیلیونه متر مکعبه ګازو د لیږد وړتیا لري.
د دې سترې اقتصادي پروژي ټول مالي لګښت (۱۰) میلیارده ډالره اټکل شوی چې ۸۵ سلنه لګښت به یې د ترکمنستان هیواد له خوا او پاتې ۱۵ سلنه به په مشترکه او مساویانه توګه د دریو هیوادونو افغانستان، پاکستان او هند هیوادونو له خوا ورکول شي. پاتې دې نه وي چې د دې سترې پروژې په تمویل کې آسیایي پراختیايی بانک مهم رول لوبه وي.
دا پروژه د منځنی او جنوبي آسیا ترمنځ ستره اقتصادي پروژه ده او پلي کول به يې هر شریک هیواد ته ځانګړې اقتصادي ګټې ولري. لومړی به د افغانستان لپاره د دې پروژې په ګټو او ارزښتونو رڼا واچوو.
اوس مهال افغانستان نه یواځې داچې له ګڼو امنیتي او سیاسي ستونزو سره مخ ده بلکې ترڅنګ یې له ګڼ شمیر نورو اقتصادي ستونزو لکه بیکاري، د پانګې اچوني د کچې کمښت، بهرنیو هیوادونو ته د شخصي پانګې تیښته، د تولید کمښت، په اقتصادی دوران کښی د نوساناتو ډیروالی، مالی بحران، د افغانیو د ارزښت کموالی، د وارداتو لوړوالی اوداسې نورو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان ده ، نو په داسی سترو پروژو کې داخلیدل او پانګه اچونه او د منطقې په سطحه له خپل ستراتيژی موقعیت نه ګټه پورته کول، کولای شي د لنډمهال لپاره د یادو شوو ستونزو په حل کې او د ګران هیواد د اقتصاد په پرمختګ کې ګټور واقع شي. ترڅنګ یې څرنګه چی افغانستان یو ستراتیژیک موقعیت لري او کولی شي منځنی آسیا له جنوبي آسیا سره وصل کړي نو په ډاکه ویلای شو چې افغانستان د دې پروژې اصلی محور دی او پرته له افغانستان نه د دې سترې او حیاتي پروژې پلی کیدل ناشونې دي.
دا پروژه به د افغانستان د پاره له څو اړخو ګټوره وي:
لومړی داچې د لسو کلونو لپاره به افغانستان د کال ۲۰۰ میلیونه ډالره د ترانزیت یا حق العبور فیس ترلاسه کړي، همداشان د ټاپي پروژې په پیليدو سره به ډېری ځوانان نورو هيوادونو ته له ناقانونه تګ څخه راوګرځول شي او په خپل هيواد كې به خپله فزیکي قوه په كار واچوي، چی دا پخپله د بیکاري ستونزې په حل کې تر یو اندازې موثر واقع کيدای شي او ویل کیږي چی ۱۲۰۰۰۰ افغانان په مستقیمه توګه په دې پروژه کې په کار وګمارل شي.
بله لویه ګټه یې دا ده، که چيرې په نل لیکه کې ځای وي، نو افغانسان د قرارداد له مخې کولای شي په خپل هيواد کې د ننه تولید شوی اضافي ګاز هم پاکستان او هندوستان هيوادونو ته وليږدوي. ترڅنګ یې افغانستان به د دیرشو کلو دپاره خپل ګازی انرژی تقاضا چی له برښنا څخه وروسته مهمه انرژی ده په کته بیه له دې لارې پوره کړي، چې په لمړۍ لسیزه کې به(۰،۵) په دویمه کې(۱) او په دریمه لسیزه کې (۱،۵) میلیارده متر مکعب گاز ولري ، همداشان دا پروژه به د سیمې د هیوادونو له پاره د همکاری د پله بڼه ولري.
او بالاخره د دې پروژه پلي کیدل به د سیمې په کچه د امنیت او ثبات په ټینګښت او د سولې په راوستو کې ډیره مرسته وکړي.
په همدې ډول دا پروژه به ترکمنستان ته هم لویه ګټه ورسوي. ترکمنستان اوس مهال د نړی په سطحه د طبیعی ګازو د زیرمو د درلودو له اړخه څلورم هیواد دی، چی د دې پروژې له لارې کولی شي ، خپل طبیعی ګاز افغانستان، پاکستان او هندوستان ته صادر کړي او په لويه پیمانه عاید ترلاسه کړي، همدا شان ترکمنستان کولی شي خپل اقتصادي اوسوداګرۍ ارتباطات د پروژه له شاملو هیوادونو او د نړی نورو هیوادنو سره پراخ او په نړیوال سوداګریز مارکیټونو کې ځانګړۍ ځای خپل کړي.
د هند او پاکستان له پاره به د ټاپي پروژې ګټه څه وي؟ لکه څرنګه چې د دې دواړو هیوادنو او په خاصه توګه د هند نفوس مخ په لوړیدو دی او له دې کبله له ډیرو پراخو ستونزو سره لاس او ګریوان ، چې له جملې څخه یې د طبیعو ګازو نشتون او کمښت ده، نو د ګازو د تقاضا د پوره کولو او د خپلو اقتصادي فعالیتونو پرمخ لوړو لپاره اړین ګڼي ترڅو د داسې پروژو په هڅه کې اووسي چی د هراړخ نه ورته ګټوره او ارزانه تمامه شي. پاکستان او هندوستان له ډیرې مودې راهیسې سیاسي او اقتصادي ستونزې لري او یوبل ته د شک پر سترګه ګوري، نو د دې پروژی په پلي کيدو به د دوی ترمنځ دا شته ستونزې تر یو حده حل شي، نو ویلی شو چې د تاپي پروژه د پاکستان او د هندوستان هیوادونو د ګازو او نورو ستونزو د حل کیلي هم کیدای شي.
په آخر کې په ټولي توګه ویلی شو چی د ټاپی څو ملیتي او مغلقې پروژۍ په تطبیق او بریالیتوب سره به د دخیلو هیوادنو ډیری هیلې او سترې اقتصادي ګټې پوره شي او د منطقې په سطحه به د اقتصادي او سیاسي روابطو په ټینګښت کې یو نوی او له ارزښت ډک انقلاب وي.