کور / شعر / وخت دما زیګر ته یې

وخت دما زیګر ته یې

سالكڅړیکه زه پرهرتـه یې
درد مـې د ځیګر تـه یـې
زه ددعـــا تـــوری یــم
وخت دما زیګر ته یې
نه دې شم لیدی ځــکه
حس مې د نظر ته یـې
څاڅکي داوبو منشــــور
وړانګه کې دلمر ته یې
ژوند مې ځکه تنده شو
خیال د سمندر ته یــې
اوس به پرې تل پایــمه
روح مې د هنر تـه یې
زه عرض یم جـز یمـــه
کل یې او جـــوهر ته یې
حس مې یې په سترګوکې
حســــن د منـــظرتـه یــې