کور / تازه خبرونه / جرمني: د ارواښاد محمد افضل خان لالا د فاتحې مراسم تر سره شول

جرمني: د ارواښاد محمد افضل خان لالا د فاتحې مراسم تر سره شول

د پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوند روان کال دروان ۲۰۱۵ ع کال دنوامبر په ۱۵ مه نېټه د المان دهورت په ښارکې د پښتون قامي وحدت ستر لارښود ، د پښتنو روحاني ، سیاسي او ولسي مشر ارواښاد محمد افضل خان (خان لالا) د فاتحې مراسم تر سره کړل ، چې د المان د لیرې او نیزدې ښارونو سره بیره، دګن شمیرټولنو او ګوندونو استازو ، په اروپایي هیوادونو کې میشتو پښتنو/افغانانواو په بن کې د افغانستان جنرال کونسل هم پکې ګډون کړی ؤو.

image
د فاتحې مراسم د ښاغلي سید هاشم پاچا صیب له خوا د قران کریم دڅو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شول.
نصیرستوري د ارواښادمحمدافضل خان لالا لنډ ژوند لیک ولوست.
ښاغلیو عزیز سرشار، محمد شیرین ګردیوال،الحاج اقبال لالا او حاجي فضل الرحمن شیر د ارواښاد خان لالا په سیاسي، ټولنیز او ولسي ژوند او د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند سره په اړیکو لنډې، لنډې خبرې وکړې او د ارواښاد خان لالا د نظرئې د خورولو د پښتنو د سیاسي شعور او احساس په را بیدارلو ئې هر اړخیزې څرګندونې وکړې.

ورپسې ښاغلي سید هاشم پاچا صیب د اسلام د سپیڅلې دین په رڼا کې د خان لالا په سیاسې او ټولنیز ژوند رڼا واچوله او داروښاد خان لالا سپیڅلې اروا ته د دعا په کولو سره د فاتحې مراسم پاې ته ورسیدل

محمد افضل خان (خان لالا) دباچاخان د پښتنو د ملي ازادۍ بخښونکی غورځنګ پیرو(لاروی)، د پښتون/ افغان قامي وحدت د سیاسي مفکورې او نظرئې ستر لارښود او د پښتون قوم یو مخلص، خوږمن لیډر ،لیکوال ، اديب او په خپله خبره ، ژمنه ( وعده)، ملګرتیا ،انډیوالۍ او دوستۍ ولاړ مشر ؤ،چې
په ۱۹۲۶ ع کال د ‌ډسمبر په میاشت کې د سوات په درشخیله کې زیږیدلی وو
. د ښوونځي او طالبعلمۍ د زمانی راایسی په سیاست کې فعال ؤ. د سوات بار کونسل بنسټ ایښودونکې صدر (مشر) ، دعوامي نیشنل ګوندد پښتونخوا سوبې صدر(مشر) پاتې شوی او دای این پي دمرکزی جرګی غړی ؤ.
خان لالا د پښتنو قامي وحدت په هکله واضح دریځ لرلو،چې: « تر څوپوری پښتون خپل قامي وحدت نه وی حاصل کړی،تر هغې د پښتون قام ستونزې (مشکلات) او محرومی نه شی ختمیدي ، د یو قام دغړی په حیث دوۍ احترام نه شي ګټلی،اود سوکالۍ اوعزت ژوند نه شی موندلی»
د پښتون قام دا ګډه هستي د ۲۰۱۵ ع کال د نوامبر د میاشتې په لومړی نېټه (۱۳۹۴ لمریز کال د لړم په لسمه نېټه ) ديوه نۍ (اتوار/ یکشنبې ) په ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۸۸ کلونو په عمر د اسلام اباد په سي ایم ایچ روغتون کې لدې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګي پټې کړي..