کور / طنز / ساختماني پروژه

ساختماني پروژه

حاجي اکا چي د فساد له برکته مليونر سوی و تر دوهم واده وروسته پر يوې بلي ښځي مين سو، خو له شرمه يې چاته نه ويله.
يوې مېلمستيا ته وبلل سو، کوربه د يوه بل ميلمه سره چي انجنير وو د يوې يو مليوني ساختماني پروژې په اړه خبري کولې چي والي صاحب په شل زره ډالره شيريني اخستلو ورسره منلې وه.
يو وار د حاجي اکا ور پام سو؛
چيشي!؟؟؟
شل زره ډالره چيشي جي؟
لک ور کوم لک ! خو د پېروژې څکه انسان په ده خدای که راڅخه وکي چي پر دنيا مي يوه شپه وي.
د صدرۍ د چپې خوا په دننه بغل يې لاس چخ کئ امريکايي توپنچه يې راوکښل مخته يې د نصوارو د کډو سره چي غاړه يې په سپينو زرو کي نيول سوې وه او شنې دانې په ځړېدلې کښېښوول.
د انجنير خواته يې سترګي ور واړولې.

ين جېنر ساب!
دا اينکام نلري چي پېروژه به بل څوک راڅخه وړي خو ګوره، بيرېږه مه، تا هم خوشاله کومه.

د امريکايي توپنچې ليدلو او حاجي اکا له خولې د زګانو غورځيدلو د انجنير او کوربه دواړو وار او پار ور خطا کړی وو، رنګونه يې الوتي وه، حيران وه چي څه ووايي خو انجنير د حاجي اکا د خبري په معنا پوهيدلئ و، ورته وې خندل، حاجي اکا ستا بلا دي واخلي، تر تا قربان ده مګر… حاجي اکا په خبره كي ور ولويدئ، پر را وغورځيدئ؛
اګرمګر جي په ولا وبيلا که ومنم چي جنډرال وروستم جي لا پر سر ودرېږي.
په بيلا جي مي قسم وي که يا د ځان پروا لرم يا دبل، دا ستا وارو چي شل سره څيري کم څوک راته کتلای لا نسي، پام به که يې راسره !

دا وار انجنير ته هم درد ورغئ او پر را ببر سو؛
ته اوس بل چاته د خبرو وار ورکوې که يې نه ورکوې، يو وار خو ماته غوږ ونيسه، موږ ستا د پېروژې خبره نه کوو، موږ د يوې ساختماني پروژې خبره کوو.
تا نېخه له کومي خوا را وهلې ده چي لك لک دي پورته و کښته کوې.
يواري خو ځان پوه کړه چي پروژه څه معنا!
په يوه ټاکلې موده کي په ټاکلي لګښت د ټاکلو کارکوونکو په مټ له مخکي طرح سوي کار ته پروژه وايي.

حاجي اکا د نصوارو کډو را پورته کئ، د سپينو زرو سرپوښ يې ترې را وکښئ او يوه کپه نصوار يې خولې ته واچول. توپنچه يې بيرته په بغل چخ کړل او کوربه ته يې ول ښه نو زه درڅخه ځم.
پټو يې تر کُنج ونيوئ، د شا د خوا يې پر راسته اوږه را کش کئ او کوږ کوږ له کوټې ووتئ.