کور / تازه خبرونه / د حامد کرزي بنسټ دي جنوب لوېديځي حوزې ته پاملرنه وکي

د حامد کرزي بنسټ دي جنوب لوېديځي حوزې ته پاملرنه وکي

په کندهار کي يو شمېر ځوانانو د مخکني ولسمشر حامد کرزي له جوړ سوي بنسټ څخه وغوښتل، چي د لوړو زده کړو په برخه کي دي د جنوب ځوانانو ته خپل ونډه ورکول سي.
په دې غونډه کي د ښووني او روزني، لوړو زده کړو، ځوانانو ته د کار پيدا کېدو، سياسي، ملي يوالي او ځينو نورو برخو کي له مخکني ولسمشر حامد کرزي و غوښتل چي د نوي جوړ سوي بنسټ له لاري هم جنوب لوېديځي حوزې ځوانانو ته د لوړو زده کړو په برخه کي زمينه برابره كي.
دغه بنسټ څه موده مخکي په مرکز کابل کي پرانيستل سوو، چي موسس يې حامد کرزی دی.
ددې بنسټ د پرانيستلو پرمهال ځوانانو ته د لوړو زده کړو په برخه کي د زمېنې برابرول له اوليتونو څخه وه.