کور / تازه خبرونه / کونړ: ١٥وسله وال مخالفين د سولې بهیر سره یو ځای شول

کونړ: ١٥وسله وال مخالفين د سولې بهیر سره یو ځای شول

د قوماندان خیرمحمد په مشرۍ د امارت مربوط دغه پنځلس کسیزه ډله ،چې د څوکۍ ولسوالۍ په مربو طاتو کې د دولت پرضد وسلوال فعالیتونه ترسره کول د دولت په حقانیت د پوهیدو وروسته د سولې شورا او ملي امنیت ادارې په ګډو هڅو دخپلو وسلو سره دسولې پروسې سره یو ځای شول ، چې د دوی یوځای کیدل به د یادې و لسوالې د امنیت په ټینګښت مهمه ونډه ولري .

د کونړ والي الحاج وحیدالله کلیمزي وویل خوښ یم چې دوی د دولت په حقانیت پوهه شول، دمخالفت څخه لاس و اخیستو او سولې بهیر سره یوځای شول، ښاغلي کلیمزي د دولت په نورو وسلوالو مخالفینو هم غږ وکړ چې د مخالفت څخه لاس واخلي او سولې بهیر سره یو ځای شي ، نوموړي زیاته کړه هغه مخالفین ،چې ځان ته افغانان وایې او دپردیو ګټو دخوندي ساتلو لپاره خپل افغانان مسلمانان ورونه وژني او دهېواد دپرمختګ مخه نیسي ،ترې غو ښتنه کو م چې نور دې د پر دیو په لمسون خپل وطن نه ورانوي ، د سولې بهیر سره دې یو ځای شي او دنورو وطن مینو افغانانو سره یو ځای دې د ګران هېواد افغانستان دپرمختګ او ابادۍ لپاره مټې را ونغاړي .