کور / سياسي / د هلمند جګړه او پټ لاسونه

د هلمند جګړه او پټ لاسونه

هلمند په هیواد کي دخپلي جغرافیې اوستراتیژیک موقعیت له پلوه له ډیرو مهمو سیمو څخه شمیرل کیږي اوهغه ولایت دی چي دټول هیواد لسمه برخه تشکیلوي ، داولایت دکلونو کلونو راپه دېخوا دجګړې تود ډګر پاته سوی اولاهم پکښې دوام لري.
دیادې جګړې اصلي لامل څه دی اوڅوک دهلمند په روانه جګړه کي خپلي ګټي لټوي؟ ، ددغه جګړې تمویلونکي څوک دي؟ کوم بهرني اوداخلي عوامل موجود دي چي دهلمند جګړه نوره هم زور اخلي اودپای ته رسیدو څرک یې نه لیدل کیږي دااوځیني نور څه به تاسو ته دیو هلمندي په توګه اوددغه سرزمین دیوه بچي په حیث په زغزده بیان اوواضیح کړم .
لومړی غواړم دیادي جګړې داخلي عوامل تاسو درنو هیوادوالو ته په ګوته کړم :
۱: داچي هلمند خپله یوه پراخه سیمه په برک کي لري اودهیواد ستره اوحساسه برخه تشکیلوي ، نوپه همدې اساس دځمکو دغصب اودنشه یې توکو ، دکښت ، تولید ، قاچاق لویه مافیاتل کوښښ کوي چي دولتداري ضعیفه ، دولتي حاکمیت کمزوری اوناامنۍ ته زمینه برابره کړي ترڅو دوی وکولای سي پرته له کوم ډاره خپل فعالیتونه پرمخ بوځي.
۲: پخواني قوماندانان ، ډلي اوټپلي ، جنګي جنایتکاران ، غاصبین اویو شمیر نوردهغوی دګډي مافیا شریکان چي وړاندي پرسردقدرت وه او څولسیزي پردې بې چاره ولس استبدادي حاکمان پاته سوي او په بیلابیلو نومونو یې خلک ځورلي له همدې ناامنۍ اوبې ثباتۍ څخه په ګټي اخیستني زیات کوښښ کوي څو له حسابه پاتي اودقانون منګلوته ونه سپارل سي .
۳: همدغه جنایتکاران اوقاتلین وه چي په لوی لاس یې دنظام له هستې دموسی کلا اونوزاد ولسوالیوسقوط ته زمینه برابره کړه ، داچي دوی اوس دنوي حکومت په راتلو له واکه لیري سوي اوخپل ځان نه پکښې ویني دامتیازدبیاترلاسه کولو په هدف دولس له سپېڅلو احساساتو اومجبوریتونو ګټه اخلي اوځان داسي ښیې چي په رښتیا دوی دولس دګټو ساتونکي دي خو په اصل کي داسي نه ده ، زه په ډاګه ویلای سم چي دوی دي چي دهلمند په بدبختۍ ، دولس په ځورولو اودربدره کولو کي خپله خوشبختي لټوي .
۴: دغه لویه مافیایي کړۍ دهلمند په سنګین ، موسی کلا ،نوزاد اوواشیر ولسوالیوکي دکوکنارو له کښتونو، تولیداوقاچاق څخه زیاتي پیسې په لاس راوړي او دمخدره موادو دلویې مافیاسره په ګډه یې بهرنیو هیوادونو ته هم لیږدوي.
۵: دیادوکړیو له خوا دمخدره توکو په دومره لوړه سطحه تولید اوترافیک ددې باعث ګرځیدلی چي دهلمند جګړې ته په کورنۍ کچه لاهم پراختیا ورکول سي ، دهمدې مخدره توکو څخه په پوره ډول وسله وال طالبانو ته سهم ورکول کیږي اودهغوی دتمویل ستري سرچیني دي .
۶: دولایت پخواني چارواکي او اوسني مافیایې لوبغاړي چي دټول هلمند اوپه خاصه توګه دشمالي هلمند ځان اصلي وراث ګڼي همیشه یې کوښښ دا وي چي د ولایتي ادارې سره د مخالفت او ستونزو جوړولو له لاري امتیاز تر لاسه کړي ، په ادارو کي د خپلو خپلوانو د مقررولو کوښښ کوي . د دې تر څنګ د پخواني ولسمشر کرزي په اشارو د حالت او نظام د کمزوري ښودلو کوښښونه کوي . له دې ټولو منفي تبلغاتو څخه یې مطلب دادی چي مرکزي دولت دا ذهنیت ورکړي تر څو هلمندولایت بیرته دوي ته په لاس ورکړي او دوي دا امتیاز د هلمندیانو په نامه تر لاسه کړي . دا ښه خبره ده چي په هلمند کي هلمندي کدرونه مقرر سي خو اهل او وړ کسان . د هلمند دغه پخواني چارواکي چي خلګ یې له نوم څخه اوس کرکه لري غواړي بیا امیران او حاکمان سي . مرکزي دولت ته زموږ وړاندیز دادی چي دغه خلګ دلته نور هیڅ ډول نفوذ نلري ، دوی چي کله له کابله راغله د هلمند د ژغورلو لپاره یې په ټولو ۳۰۰ کسان اماده نکړل نو چیري دی د دوی نفوذ او محبوبیت .
دوهم دهلمند دجګړې بهرني عوامل :
۱: داچي دهلمند دکجکي بند په سیمه ایزه اونړیواله کچه ستر ارزښت لري که چیري ورغول سي موږ کولای سو چي دهلمند ترڅنګ نورو ولایتونو ته هم بریښنا ورکړو په همدې وجه همسایه هیوادونه په ځانګړې توګه پاکستان ،ایران او چین په مستقیم اوغیرمستقیم ډول کوښښ کوي چي دهلمند په ناامنه کولو اودجګړې په پراختیا کي خپل رول ولوبوي اوهغه ډلي اوټپلی حمایه کړي چي عملا په جګړې بوخت دی اودنظام پرضد یې وسله راخیستې ده .
۲: لکه څنګه چي وړاندي موپه داخلي عواملوکي ورته اشاره وکړه ، ګاونډي هیوادونه دخپل لاس پوڅو اوغلامانو په وسیله نهایې کوښښ کوي په هلمند کي دعلم اوپوهي دروازې وتړي ، ښوونځۍ اوعلمي مراکزمو له منځه یو سي اوپه دې سره هغه لویه کتله چي ځوانان جوړوي همداسي بیده اودعلم اوپوهي څخه یې لیري وساتي دبیلګي په توګه دهلمند شمالي ولسوالۍ دکلونو کلونو راهیسي دښووني اوروزني اوګڼونوروټولنیزو خدمتونو څخه بې برخي دي ، زموږددې بې علمۍ څخه په استفادې یې راته وسله په لاس راکړې ، ورور په ورور وژني اوپه لویه کي دهلمند دناامنۍ باعث ګرځیدلی اوجګړه ورځ تربلي غځیږي .
۲: دهلمند سیند پرېمانه اوبه چي دامهال په زیاته کچه دایران خاوري ته ننوځي که چیري زموږ دولت یې دخپلو پلانونو اوپروګرامونو دتطبق کولو سره سم په بشپړه توګه مهاراودخپلو شاړو ځمکو دخړوبولو لپاره راګرځوي دایران دولت دهرډول ممکني وسیلې څخه په ګټي اخیستني دیادي لویې اوعظیمي پروژې مخه نیسي اوپه دې سره غواړي دهلمند امنیت خراب اورواني جګړې ته زورورکړي .
۳: دکرزي دحکومت په دوره کي سره ددې چي دنړیوالي ټولني له لوري دافغانستان سره زیاتي مرستي وسوې ولي له بده مرغه کوم څه چي دافغانانو غوښتنه وه هغسي ونه سول ، ډیر سترفرصتونه مودلاسه ورکړل همدغه دکجکي دبرېښنا بند درغولو ، دهلمند دبست تصدۍ فابریکي دجوړولو اویولړنورو مهمو پروژو په برخه کي دهلمند یانو په ځلونو ځلونو غوښتنو ته هیچا اوپه هیڅ حالت کي پاملرنه ونه کړل ، کله چي دپخواني ولسمشرکرزي واکمني پای ته ورسیده اوولسمشراشرف غني واک ته ورسید دهلمند یانو سره یې په بیلابیلو برخو،حکومتدارۍ ،امنیت اوګڼو نوروچاروکي دکارکولو ژمني وکړې، هلمند ته یې دمیرزاخان رحیمي په نوم والي راولیږه زه اوسنی والي له نژدې نه پیژنم ،خو ترکومه بریده چي پوهیږم نوموړی یوجامع ،باتدبره ،بې طرفه اووړشخصیت دی چي هلمند ته یې دوالي په صفت رالیږلی نوموړي دخپل کاردپیل په لومړیو ورځوکي هلمندیانو ته ډاډ ورکړچي دی به دهیچا زور اوقدرت ته تسلیم نه سي ،هدف یې ددې ولایت اوسیدونکو ته په صداقت ،ایماندارۍ اودهیواد دنافذه قوانینو سره سم کارکول دي ، هلمندوالي ددې ولایت له قومي مشرانو اوخلکو سره په بیلابیلو ناستوکي ویلي پلان لري چي په اقتصادي ، امنیتي ، کرهڼي ، بریښنا ، حکومتدارۍ اوګڼو نورو برخوکي اغیزمند اوګټور پروګرامونه دهلمند والو لپاره په لاره واچوي دبېلګي په توګه :
۱: دزمنیداور دکانال ایستل
۲: دکجکي دبرق پارچاوه جګول اورغول ترڅو دبرښنا دتولید کچه ۳۲ میګاواټه نورهم لوړه سي
۳: دبغراوو پرډرابونو باندي دبرق دتولید ماشینونه نصبول ترڅو په دې سره ۱۵ میګاواټه برښنا په لاس راسي چي ۱۰ میګاواټه به دفابریکو او۵ میګاواټه به دلښکرګاه ښارته ورکول سي ، دپختې اوغوړیو دفابریکو جوړول ، دریحانو تصفیه خانې اودکوکنارو دکښت دمخنیوي په منظوردبزګرو دمحصولاتو لپاره دمارکییټ پیداکول ، دیونیم ملیون جریبه شاړي ځمکي په قانوني توګه خلکو ته توزیع کول داهغه پلانونه دي په تطبق کی یې ایران اوپاکستان ډیر حساس دي که چیري پورتني پلانونه عملي سي طبعي خبره ده چي هم به دهلمندي وګړو اقتصاد لوړ، کاري چاپیریال رامنځته اوپه عیني وخت کی به خود په خوده دجګړې داوږدېدامخه ونیول سي چي داهرڅه دامنیت په تامین اودسولي راتلو ته لارهواروي .
۴: همداراز مرکزي حکومت پلان لري چي دترکمنیستان څخه دګازو دپایپلین پروژه له هلمنده هم تیره کړي داچي داپروژه ډیرستراقتصادي ارزښت لري اودیادو پروژو پلی کیدل خپله په وارداتي لحاظ هغه اړتیا چي موږ یې له یاد سو ګاونډیو هیوادونو لرو راپوره کولای سي ،نوپرته له شکه چي دغه هیوادونه دهلمند دامنیت په ګډوډېدو ، خراب اقتصاد اوټوله کي ددې ولایت په تباهۍ کي ستررول لري ، دپخوانیو ډلو ټپلو اوځانته دوفاداروحلقوپه وسیله ګڼ تخریبي پروګرامونه په لاره اچوي .
پورتني داخلي اوبهرني عوامل دهلمند داوسنۍ جګړې اساسي ریښې دي چي نه غواړي په هلمند کي دجګړې اورمړ اوزموږ خلک په ارامۍ کي ژوند وکړي ، پخواني دکرزي دحکومت غداران اودولس قاتلین اوس هم په شکل داشکالو هڅه کوي چي هلمند دبیا لپاره ددوی کرغېړنو لاسوته ولویږي ، دوی بیا واکداران سي اوپه دې ډول خپل تیرجنایتونه پټ کړي ، تراوسه لاهم دامافیایې ډلي په پوره ډول نه دي بې واکه سوي ، چوکۍ اوموقفونه په دا ۱۴ کاله ورته مورثیې ، جهادي اوسمتي توګه پرته له لیاقت اوشایسته ګي ورکول سوي ، دهلمند شریف اولس نور ددوی له اعمالو اوانسان ضد کړنوڅخه په تنګ راغلی ،موږ یې ترهرڅه وړاندي ددغو بې وجدانه کړیو عادلانه محاکمه غواړو، دهیواد دولسمشراولوړرتبه مسولینو څخه دیو هلمندي بچي په توګه غوښتنه کوم چي نوردي هلمند اوهلمندیان ددې قومي ، جهادي اوولسي ټیکه دارانو له ظلمه اوبربریت څخه خلاص کړي ، دهلمند اوسنۍ اداره چي اوس په مخ په جوړېدو ده هم دیادوجنګي مجرمانواو غدارانو دلاسووهنو څخه خالي نه ده ، په یونه یوډول ورته توطیې اوخنډونه جوړوي اودمګړی چي هلمند په لمبوکي سوځي یوواځیني لامل یې همدغه کسان دي چي دهلمند اوهلمند والو په سرنوشت لوبې کوي غمونه به یې خوار هلمندیان ګالي اوامتیازات به یې دغه جنایتکاران اوپردیپال اخلي.
اجمل همدرد