کور / راپور / کونړ: د نورګل ولسوالۍ زده کونکي د سرپناه خاوندان شول

کونړ: د نورګل ولسوالۍ زده کونکي د سرپناه خاوندان شول

د زیړي بابا د کرنې مسلکي لیسې دوه پوړیره وداني ،چې (۱۶) تدریسي او (۸) اداري خوني لري د ډنمارک هېواد د (۱۷ ملیونو او ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت یې چارې بشپړې شوې او د یو لړ مراسیمو په ترڅ کې د کونړ والي الحاج وحیدالله کلیمزي و لایتي شورا ریس او نورو مشرانو په لاسو دپټۍ په پریکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه ، وروسته د کونړ والي او ورسره مل پلاوي په هغه غونډه کې ګډون وکړ، چې له همدې امله د نورګل ولسوالۍ دغونډو په تالار کې دقومي مشرانو او ځوانانو له خوا جوړه شوې وه ، غوڼدې ته د نورګل ولسوال سید زیورشاه پاچا په پرانیستونکې خبرې وکړې او د ولسونو ستونزې او غو ښتنې یې د مشرتابه پلاوي سره شریکې کړې ، دپوهنې رییس سید جمال الدین وویل په دې ولایت کې دښوونې او رزونې پرمختګ دولایتې ادارې د مشرتابه سالمه لار ښونه او د ولسونو مرسته او همکاري ده ،د ولایتي شورا ریس جمال الدین سيار او امنیه قوماندان هم د غونډې وینا وال وو ، د ولسونو یې وغو ښتل چې د نظام په ټینګه ملاتړ وکړي او په خپلو سیمو کې د هغو ورانکارو مخه ونیسي چې د نورو په لمسون مو اولادونه وژني او وطن ورانوي.

دغونډې په وروستۍ برخه کې دکونړ والي الحاج وحیدالله کلیمزي وینا وکړه نوموړي وویل : خوښ یم ،چې نن د یو داسې مرکز پرانیسته کوم ،چې د کونړ ځوانانو دظرفیت لوړونې او مسلکي توب په برخه کې به مهه ونډه ولري ښاغلي کلیمزي زیاته کړه د کونړ ولسونه دعلم او پوهې سره بې سارې مینه لري او همدا مینه ده چې په کونړ کې هيڅ یو ښوو نځې د زده کونکو پر مخ نه دې تړل شوې د ولسونو یې وغو ښتل چې دخپلو اولادونو دسالمې زورنې او پرمختګ لپاره د ښوونیز بهیر په ټینګه ملاتړ وکړي او ولسونو ته یې ډاډ ورکړ ،چې دښوونې او روزنې په برخه کې شته ستونزې به هوارې کړي