کور / تازه خبرونه / کندهار: يوه عسکر ۳ ځانمرګي بريګر ووژل

کندهار: يوه عسکر ۳ ځانمرګي بريګر ووژل

پنځه ځانمرګي بريدګر نن سهار د کندهار په ارغنداو ولسوالي کي ووژل سول، د رپورټونو له مخي يوه ځانمرګي بريدګر په سراچه موټر کي چاودنه رامنځته کړه او ورپسې دوهم كس وچاوديده په يوه بل کرولا موټر کي درې نورو په وسلو سمبال ځانرګو بريدګرو چي د ملي اردو دريشۍ يې اغوستي وې پر ولسوالۍ بريد پيل کړ چي د ملي اردو د ظابط سرحدي لخوا درې سره ووژل سول.

سرحدي
د ملي اردو ظابط سرحدي

image

لراوبر ته په رارسيدلو عكسونو كي وينو چي بريدگرو د ملي اردو لباس درلود او په سپکو  و درنو وسلو سمبال وه.

په دغه بريدونو کي درې ملکي كسان او درې د ملي اردو عسکر زخميان او يو د ملي اردو عسکر وژل سويدی او د چاودني ځای ته نژدې ملکي خلکو ته مالي زيان اوښتی دی.

بله خوا د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر لراوبر ته ليکلي دي چي تر موټر بم وروسته په دوو کرولا موټرو کي د راغليو بريدګرو له ډلي ۳ کسه وژل سوي او څو نور ژوندي نيول سويدي.

ددې بريد پړه تر اوسه کومي ډلي نه ده منلې.