کور / د ډيورنډ کرښه / لوى افغانستان

لوى افغانستان

لوى افغانستان د سيند او آمو تر منځ دئ چي بنسټ يې د کندهار په نامۀ کښي ايښودل سوى دئ.تر ١٨٠٠ زييځ/عيسوي کال پوري نننى ټول پاکستان د افغانستان يوه برخه وه چي لوى افغانستان يادېدئ.

د لوى افغانستان د جوړولو لپاره تر اسلام مخکښي ساکانو، کوشانيانو او يپتليانو او تر اسلام وروسته سپاريانو/صفاريانو،غزنويانو،غوريانو،هوتکيانو او ابداليانو ستري هڅي کړيدي ځکه نو د هيندي او ايراني آريايانو آر(اصلي)ټاټوبى گڼل سوى دئ.

لوى افغانستان

د سترشيينشاه لوى احمد شا بابا په ٢٥ کلنه واکمني کښي لوى افغانستان له کندهاره ترماورالنهر،کاشغر،ختن،هرات،سيستان،کابل،بلخ،بدخشان،فراه،ميمنه،لغمان،غزني،پېښور،دېره اسماعيل خان،دېره غازي خان،ښکار پور،سيوۍ،سيند،بلوچيستان،پنجاب(له لاهور تر ډهلي پوري)،کاسمير،گنگا جمنا سيند،چچه هزاره،ملتان،سرهيند،آمو سيند،د هيند سمندر،خراسان،مشهد،کرمان او نيشاپور پوري غزېدلى ؤ، د دې ستري واکمنۍ ټولي پولي تېمور شاه او شازمان سدوزي وساتلې.شازمان غوښتل چي دا ستره ټولواکي تر بخارا،سوهيلي او لوېديځ هيند پوري وغزوي خو انگرېزان سخت ځيني بېرېدل چي ختيځه کمپنۍ يې له لاسه و نه وځي.

شاه محمود خپل ورور شازمان په سترگو ړوند کړ او د هيواد لويه ماليه چي يو ميليون روپۍ او ٥٠ زره غله ول د قاجاريانو په لاس ورغلل.په پنجاب کښي رنجيت سينگ خپلواکي اعلان کړله او د هغه ځاى ماليه و دۀ ته پاته سوله او د شلو کالو په اوږدو کښي يې پنجاب،ملتان،د اټک دواړه غاړي،کاسمير،سيند،غازي خان او اسماعيل خان دېره او پېښور ونيول.

مشهد او نيشاپور له افغانستان څخه جلا سول، د غوريانو ځيني سيمي له لاسه ووتلې او هرات هم د قاجاريانو تر يرغلونو لاندي سؤ.د لوى افغانستان تر هري ډبري لاندي يوه لويه افغاني ککرۍ ښخه ده چي درناوى يې د هر رښتيني افغان وطني او ايماني وظيفه ده.