کور / تازه خبرونه / د خېبرپښتونخوا حکومت پر يو شمير ورځپاڼو د څار امرکړى

د خېبرپښتونخوا حکومت پر يو شمير ورځپاڼو د څار امرکړى

پېښور:دال پاکستان نيوز سوسايټي او سوسايټي پاکستان نيوز ايجنسۍ ځينوغړيو دپېښور د پښتو ورځپاڼې( وحدت) د مشرپيرسفيد شاه او شريف فاروق پرمشرۍ غونډه وکړه ، چې په کې له( وحدت ) ورځپاڼې څخه هارون شاه،دسوسايټي پاکستان نيوز ايجنسۍ مرستيال طاهر فاروق له (جهاد) ورځپاڼې څخه ، سوسايټي پاکستان نيوز ايجنسي اجراييه غړي تنويرصديقي له (آج) ورځپاڼې څخه،زاهد حفيظ له (اخبارشهر)څخه ،حفيظ الفت له (سرحد) ورځپاڼې څخه ،باري ملک له (فرنټيرټايم) ورځپاڼې څخه ،شمس الضحى له (وطن ) ورځپاڼې څخه ،سيدقيصررضوي له (الفلاح ) ورځپاڼې څخه ،جدت مسعود خان له (رياست) ورځپاڼې څخه ،عبد الودود له (اسلام ) ورځپاڼې څخه ،يحيى سدوزى (ليډرپاکستان) ورځپاڼې څخه ،الحاج جاويد اپريدى له (پيام خېبر) ورځپاڼې څخه ،لياقت يوسفزى له (سرخاب) څخه ،اشفاق مفتي له (الحاق )ورځپاڼې څخه او ثنا الله له (فرنټيرسټار)ورځپاڼې څخه برخه واخيسته په غونډه کې د خېبرپښتونخوا دايالتي حکومت د اطلاعاتودوزارت دامنيتي کوميټې له خوا پرځينو پريکړو نيوکه ،او غور وشو په دې پريکړو کې د نوموړي وزارت امنيتي کوميټې د١٥٧ ورځپاڼو رسميت (ډيکلريشن) منسوخ کړى ٣١ ورځپاڼې يې درسينوله ليست (ميډياليست ) څخه ويستلي دي ،پر٣٣ ورځپاڼو يې د څارامر کړى دى دغونډې برخه والو غوښتنه وکړه چې داډول پريکړې خپلواک ژوناليزم پر مرۍ لاس کېښودل دي، دا به د سيمه ايزو ورځپانو پراختيا ټکنۍ کړي او دورځپاڼو گڼ کارکوونکي به له کاره گوښه شي دوى داهم څرگنده کړه چې په دې اړه به د خېبر پښتونخوا له ستروزيرپرويزخټک سره گوري او خپل وړانديځونه او اندېښنې به ورته وايي