کور / شعر / د خاموشۍ چیغي

د خاموشۍ چیغي

غورځنګونه حماسې زما په زړه کي
لا سړې نه دي لمبې زما په زړه کي

دا چي دود د محفل سترګي اوښکي نه کړې
اوس سکروټي سولې سرې زما په زړه کي

موږ د تېر وخت د تمثیل په حال کي نه یو
نن ته؛ نوي دي کیسې زما په زړه کي

د خیالونو تر تراشلو که ناکام یم
لا ژوندۍ دي تلوسې زما په زړه کي

چي به کله له ګیتاره شونډي واخلي
ناویلي ترانې زما په زړه کي

د یارانو نامردۍ مي هیري کړي
خاموشي د هدیرې زما په زړه کي

پرموږ باندي ستاد میني احسان دومره
چي ستاپل، قدم او پښې زما په زړه کي

داهنداره ده بس ستاسترګوته ایښې
نوري نسته آینې زما په زړه کي