کور / تازه خبرونه / د کابل کندهار له لویې لارې څخه نږدې اولس مسافر تښتولي دي.

د کابل کندهار له لویې لارې څخه نږدې اولس مسافر تښتولي دي.

 د کابل کندهار له لویې لارې څخه نږدې اولس مسافر تښتولي دي.

په کندهار کې د ټرانسپورټي شرکتونو چارواکي وایي ناپیژاندو وسله والو نن سهار د پنځ

۵بجو په شاوخوا کې د کابل کندهار په لویه لاره د کلات ښار سره نږدې له بسونو تر اوولسو مسافر راښکته کړي او یو نامعلوم ځای ته یې وړي دي.

په زابل کې امنیتي سرچینو لراوبر ته د دغه ولایت د نوراک په سیمه کې د ناپیژاندو وسله والو له خوا د مسافرو د تښتولو پیښه تائید کړې خو دا یې نه دي ویلي چې څو کسه مسافر د کومې ډلې له خوا برمته شوي دي.

د زابل د ولایتي شور رئیس عطاجان حق بیان هم لراوبر ته د مسافرو برمته کول تائید کړي دي خو ښاغلي حق بیان د برمته شوو مسافرو شمیر شل تنه ښودلی دی.

دا د کابل کندهار په لویه لار د زابل په مربوطاتو کې د مسافرو تښتولو لومړنئ پیښه نه ده تر دې دمخه هم وسله والو د همدې ولایت په مربوطاتو کې ۳۱ هزاره مسافر خاک افغان ولسوالۍ ته تښتولي وو.

 صدیق الله پوپل لراوبر ډاټ کام