کور / سياسي / اسلام او تروريزم… ایا تروریزم یو اسلامي اصل دی؟

اسلام او تروريزم… ایا تروریزم یو اسلامي اصل دی؟

تر دې وړاندې چې اصلي موضوع ته راشو ښه به دا وې، چې د سوله اییز بشري ژوند له مفهوم او ارزښتونو نه لنډ بحث وشي.

سوله ایز ژوند د ښه ګاونډ یتوب، خپل منځو دوستانه اړیکو ساتل، متقابلې همکاري، د یو بل د حقونو پر ځای کول او درناوی، د خبرو اترو له لارې ستونزو ته حل لاره پیدا کول او داسې نور مفاهیم افاده کوي.

ځکه خو سوله اییز ژوند داسي تعریفوو:

سوله ایز ژوند د وګړو تر مېنځ له داسې متقابل درناوي څخه عبارت دی، چې د یو بل فطري اوطبعي، شرعي او قانوني آزادیو ته د درناوي له لارې د یو بل مال، عزت، شرف، ناموس، مذهب، مدني خپلواکي خونديتوب او همدارنګه له شریعت سره سم د قانون د واکمنۍ پر بنسټ ولاړوي.

دا چې د سوله ایز ژوندانه په اړه، اسلامي لارښوونې کومې او د اسلام سپیڅلی دین سوله ایز ژوندانه ته څومره ارزښت ورکړی؟ با ید په پوره ډاډ او باور سره ووایو، چې اسلا م مبارک دین، د سولې او انسانیت یو بشپړ دین دی، ځکه اسلام هم د سولې او پخلاینې مفهوم ورکوي.

اسلام کلمه د اسلم مصدر دی او د اسلام معنی شریعت یا هغه قانون ته تسلیمیدل او له زړه نه دهغه منل دي، چې د دې مبارک دین له ډالۍ شویو احکامو سره په ټکر کې نه وي.

همدا راز عرب ژبپوها ن د دې تر څنګ، سولې ته صلح او سلام هم وایې، چې اوس مهال ډېری عرب سیاستوال اوعربي رسنۍ سولې ته د سلام کلمه کاروي، چې د سولې، پخلا ینې، مذاکرې، خبرو اترو او ډیا لوګ مفهوم ترې اخلي.

په دې توګه د سلام کلمه په اسلامي ټولنو کې د اسلامي عقیدې، لار ښوونې او ټولنیز دود دستور له مخې په ورځني ژوند کې یو تربله ډیره کارول کیږي، چې مفهوم یې مقابل لوري ته دالله(ج) له خوا د رحمت، برکت، ډاډ منتیا او سلا متیا ډاډ ورکول کیږي؛

دا خپله ښیې، چې سلام اچونکی د مقابل مسلمان دوست او خیر غوښتونکی دی، نه غلیم او دښمن نو په دې تر تیب سره بل لوري ته سلام اچول سولې او دو ستا نه اړیکو ټینګښټ ته په آسانۍ سره لار پرانیزي.

که موږ دې ارزښتناک دود ته دقت وکړو، نو پوهېږو چې په اسلام مبارک دین کې دې سپېڅلې دود ته څومره پاملرنه شوي؛ رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایې:

*البادﺉ بالسلام برﺉ من الکبر* یعني لومړنی سلام اچوونکی هیڅ تکبر اوغرور نه لري، په ټولنه کې مغرور او متکبر شخص هیڅوک نه خوښوي او هرڅوک ور څخه بیزاره وي.

اسلام سپیڅلي دین ټولو انسانانو او په ځانګړي ډول خپلو پیروانو ته، د ټولنې پر جوړولو او سوکاله ژوند ټینګار کړي، ځکه چې انسان یو ټولنیز مخلوق دی او له اجتماع پرته ژوند نشي کولی، په یوازې ځان د خپلو اړتیاوو پوره کولو وس او توان هم نلري.

پر دې اساس دغه مبارک دین، د ټولنیز ژوند د تامین لپاره انسانانو ته امر کړی، چې یو تر بله د سمو او عادلانه قوانینو د پلي کیدو له لارې سوله ټینګه او بل انسان ته له ضرر رسولو څخه ډډه وکړي.

الله (ج) د انسانانو تر منځ د خپل منځو ستونزو د حل او شخړو د مخنیوي له پاره قوانین وضع او د همدې قوانینو د پلې کېدو له پاره یې پیغمبران رالیږلي، چې آخرنی استازی حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم یې، له پشپړو لارښوونو او الهي قوانـینو سره سم د سوله ايز ژوندانه لارښوونې له پاره راولیږه.

لکه څنګه چې ټولو ته مالومه ده، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له بعثت وروسته په ۶۲۳ میلادي کال، د الله(ج) له امر او لارښوونه، د هغه صلی الله علیه وسلم د اصحابو کرامو، د راز راز کړاوونو ګاللو او همدا شان له مدیني منورې څخه د انصارو د پرله پسي غوښتنو له کبله؛ مدیني منورې ته هجرت او هلته یې د سوله ایز ژوند کولو په موخه د اسلامي حکومت لومړنی بنسټ کیښود.

آنحضرت صلی الله علیه وسلم، د اړتیا پر اساس له کفارو سره یو پنځه ویشت ماده اییز تړون لاسلیک کړ، چې پنځه ویشت مادې یې درلودې.

په اسلام کې د سوله اییز ژوند ارزښت له دې ځایه مالومیږي، چې د دې تړون له نیمايي زیاتې یا څوارلس مادې د مسلمانانو په منځ کې د سوله ایز ژوند کولو په هکله وي او پاتې یوولس یې هم له غیرمسلمانو سره د سوله ایز ژوندانه په اړه.

د یا دولو وړده چې په هغه تړون کې له یهودو څخه بني قریظه، بني قینیقاع او بني نظی؛ درې قبیلې او په همدې ترتیب له مشرکینو څخه اوس او خزرج دوو قبیلو استازي وه.

د مدیني منورې په دغه ارزښتناک تړون کې د سوله ایز ژوند تعهدات، د ظالمانو او مفسدینو مخنیوی، د انساني حیثیت او کرامت،ا نساني حقوقو ته درناوی، له بي وزلو سره مرسته، د ژوند په ټولو چارو کې عدالت ته پاملرنه، د لانجو د حل اصلي او یواځنۍ سرچینې، قرآن شریف او خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم ته رجوع کول،مدني او دیني آزادي، د ټولنې د نظم ساتنه، د یرغلګرو او تیري کوونکو پر وړاندې له اسلامي ټولنې دفاع او داسې نور مسایل شامل وو.

قرآن کریم ټول مسلمانان[دانما المؤمنون اخوة] یعني د ورور په کلمه مخاطب او د دوی ترمېنځ یې د اسلام له برکته د دوستانه اړیکو ټینګښت تاکیدوي او له اسلام څخه وړاندې، یعني د جاهلیت زمانه ور په ګوته کوي چې یوازې په دښمنۍ کې ژوند تیرېده، خو د اسلام مبارک دین له نازلیدو او منلو سره یې، د انسانانو تر مېنځ دوستۍ او الفت پيدا شو.

الله(ج) په قرآن کریم کې په دې اړه داسې فرمایې:* واذکرو نعمت الله علیکم اذ کنتم اعداءا فألف بین قلوبکم فأصبحتم بنعمته اخوانا* الآیه:

ژباړه: او یاد کړئ…! د الله(ج) هغه نعمتونه، چې په تاسو یې پیرزوینه کړي، هغه وخت چې تاسو وئ یو تربله دښمنان، نوالله(ج) د خپل نعمت د پیرزوینې له برکته ستاسو په زړونو کې الفت او مینه پیدا کړه او یو تر بله یې وروڼه او دوستان وګرځولئ.

په دې ترتیب رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: [ا یدخل الجنة من لا یأ من جاره بوایقه]

متفق علیه، ژباړه:ـ داخل به نشي جنت ته هغه څوک، چې ګاونډی یې د ده له شراو زیان څخه په امان نه وي.

همدا شان امام شعراني(رح) وایې:(و کان رسول الله صلی الله علیه وسلم یقول: من آذی جارا فقد آذاني ومن آذاني فقد آذی الله ومن حارب جاره فقد حاربنی ومن حاربنی فقد حارب الله)

رواه البخاری و ابو داؤد، ژباړه:- رسول الله صلی الله علیه وسلم به فرمایل: څوک چې ګاونډي ته ضرر رسوي په حقیقت کې ماته ضرر رسوي او چا چې ماته ضرر رسوي په حقیقت کې الله(ج) ته ضرر رسوي، که څوک له خپل ګاونډي سره جنګ وکړي په حقیقت کې یې له ماسره جګړه کړي ده، او هغه چاچې له ماسره جګړه وکړه په حقیقت کې یې له الله(ج) سره جګړه وکړه.

په ګاونډیتوب کې نيژدي او لري ګاونډیان: لکه خپلوان، ملګري، کلیوال، د سیمې اوسیدونکي، هیوادوال، ګاونډي هیوادونه او د ځمکې د مخ ټول انسانان شاملیږي.

د قرآن کـــریم په فیل او قریش سورتونو کې د مکې اوسیدونکي (قریش) یاد شوي او په عام ډول ټول انسانان او په ځانګړي ډول مسلمانان؛ مخاطب ګرځول شوي دي، چې د مړښت او پراخه رزق او له ویرې د مصؤنیت او امنیت ارزښت پکې یاد شوی.

په دې سورتونو کې ټینګار شوی، چې مسلمانان باید د شکرانې په اداء کولو سره د یوه واحد الله(ج) عبادت وکړي او د نعمت کفران او ناشکرۍ په صورت کې خبرداری ورکوي، چې پر انساني ټولنه به، دوه ستر آفـتونه نازل او د هوسا ژوندانه شرایط به ناشوني کړي چې هغه لوږه، غربت، فقراو ویره او نا امني ده.

الله(ج) خبرداری ورکوي، چې د مسلمانانو تر مېنځ د بې اتفاقئ او ناشکري له امله به ټولنیز نظام متزلزل او ټولي اقتصادي، اجتماعي، کلتوري او نوري ټولنیزي چارې په ټپه دروي، ظلم او بي عدالتي به پر ټولنه خپل تور وزر وغوړوي او هر څوک به هڅه کوي، چې د هجرت او کډوالی له لارې ځانونه امن او ډاډمن ځاي ته ورسوي، چې داشان وضعیت ټولنه له ستر ناورین او کړکیچ سره مخ کوي.

ټول اسلامي حکمونه او لارښوونې په دې دلالت کوي، چې اسلام یو سوله ایز دین دی او د سوله ئیز ژوندانه د تامین له پاره یې دوه غوره اصول او بنسټونه ټاکلي.

لومړی: د دوستانه اړیکو معنوي احساس ته ډیره پاملرنه، چې دغه اړیکه ډیره ټینګه او ارزښتمنه ده، په بشریت کې د دې احساس په پیاوړي کیدو سره د ډیرو هغو شخړو او لانجو مخنیوی کیدای شي، چې نن ورځ بشري ژوند ګواښي؛ لکه د ځینو پر دنیا مینو لیوانو په زړونو کې د سیمه ایزې بشپړتیا د پراختیا غوښتنې احساس سره د اټومي ځواک کارونې ویره او داسې نور.

دوهم: د حقونو ساتنه او رعایت، د نورو د ځان، مال او ناموس ته بشپړ درناوی چې د دغو اصولو ته په پام کې نیولو سره په ټولنه کې سوله ټینګه او د سوله ایز ژوندانه چارې ښې پرمخ تلی شي.

په دا وروستیو کې د هیواد او نړۍ په کچه، د نا امنيو او ترهګريو یوازینی لامل د انسانانو حق تر پښو لاندې کول او د بشري حقونو تر نامه لاندې شعارونو له لارې د خلکو له باور نه ناوړه ګټه کول دي.

دې پېچلیو کړیو تل د داسې سوله ایزو شعارونو ترنامه لاندي د خپلواکو هیوادونو ملي حاکمیت تر پـښو لاندي کړی او تروریزم په اصل کې، د نوي استعماراو نړۍ د ځواکمنو هیوادونو د پراختیا او ځان غوښتنې اصلي انځور او زیـږنده ده.

هغه ولسونه او ملـتونه، چې د پورتنیو دوو اساساتو او اصولو پر اساس د منطقي ستراتژۍ او پروګرامونو پر مټ وکولای شي، د خپلې ټولنې او وګړو امنیت او هوسا ژوند شرایط تضمین کړي؛ دغه ملتونه د رهبرۍ او مشرتوب وړتیا لري.

زموږ د حکومت ملي او دیني مسوولیت دی، چې د ملت او نړیوالې ټولنې په مرسته او همکارۍ، داسې منطقي ستراتژي جوړه او پلي کړي، چې د هغې پر بنسټ په افغاني ټولنه کې روانو ناخوالو ته د پای ټکی کیږدي او ډاډمن امنیت ته لاره هواره کړي.

لیکوال:قاضي اسدالله عزت