کور / هراړخیز / د هلمند فرهنګي وضعيت – پرله پسې لړۍ(٨)

د هلمند فرهنګي وضعيت – پرله پسې لړۍ(٨)

Nor Ahmad Emal

د هلمند فرهنګي وضعيت

څېړونکی: پوهنيار نور احمد اېمل

(لومړۍ برخه)

د هلمند ولايت لنډه پېژندنه
هلمند د افغانستان په سوېل لوېديځ کې يو له هغو ولايتونو څخه دى، چي د هېواد لسمه برخه جوړوي، طول البلد يې ٦٠ درجې ٦١ دقيقې او عرض البلد يې ٢٩ درجې ٣٠ دقيقې دى.
هلمند ٦١٨٢٩ کيلومتره مربع مساحت لري ، ختيځ ته يې کندهار، شمال ته يې روزګان،دايکنډي، ،غور، لوېديځ ته يې فراه او نيمروز ولايتونه دي او سوېل ته يې د١٦٢ کيلومتره په سرحد لرلو سره د ډيورنډ کرښه ده. (( هلمند مجله ـ ۲۲ ـ ۲۳ ـ ۲۴ مخونه)
شمالي برخي ته يې غرونه حلقه سوي او سوېل ته يې ريګستاني سيمې دي، هوا او اقليم يې په ژمي كي معتدل او په دوبي كې ګرم دى ، مركز يې لښكرګاه ښار دى او له پلازمېني كابل څخه ۶۷۱ كيلومتره واټن لري.
د يوې غير رسمي سروې له مخي، هلمند دا مهال يو نيم ميليونه نفوس لري.
هلمند د اداري وېش له مخې، د مرکز لښکرګاه په ګډون ١٤ اداري واحدونه لري ، چې نادعلي، مارجې، ګرمسېر، خانشين، ديشو، ناوه، ګرشک ،سنګين، کجکی ،موسى کلا،باغران،نوزاد او واشېر ولسوالۍ پکې شاملې دي.
د کابل – هرات لويه لاره له هلمند ولايت څخه تېريږي، دغه راز په لښکرګاه کي ملکي هوايي ډګر هم موقعيت لري .(۱۶ـ ۲۲مخ)
کلتور
هلمند که څه هم له پخوا زمانو راهيسې د فرهنګ ، تمدن او تاريخي ميراثونو مرکز و، خو په دې وروستيو کي يې منظمې فرهنګي چاري دبست فرهنګي ټولنې په جوړېدو سره په ١٣٨٤ لمريز کال کي پيل کړې ، تر هغه وروسته دهلمند ادبي ټولنه،پير روښان ټولنه،سنګ روخام ټولنه، محمود طرزي ټولنه، هاشم سرواني ټولنه، په نادعلي ولسوالۍ کي د نادعلي په نوم ټولنه، په ګرشک کې دشملې ادبي ټولنه ، دغه راز په ګرشک کي دسراج په نوم ټولنه، چي دا مهال د ادبي بهير ترڅنګ په لسګونو نوري ټولنې فعاليت کوي ، چي تردې مهاله شاو خوا ١٢ سوه شاعران او ليکوالان پکې وخت ناوخته ادبي بانډارونه جوړوي.
د هلمند څپانده سيند په نوم کلنۍ مشاعره هرکال په غويي مياشت کي جوړيږي، چي د هېواد د بېلابېلو ولايتونو شاعران يې ګډونوال وي.(۱۶ – ۲۲مخ)
د هلمند د اطلاعاتو اوکلتور رياست تر دې مهاله نه دى توانيدلى، چي موزيم جوړ کړي .
تاريخي ابدې
هلمند ولايت شا وخوا پنځوس تاريخي ميراثونه لري لکه بست کلا،سلطان محمود قصر، ارګ ماڼۍ، تنور کلا،مسجد،اتو کلا،سفار کلا، بولان کلا، مخترکلا، دپيرسوز کلا ،د بشران د خواجه بيدار کلا ،شهزاده بابا کلا ،د سپوږمۍ کلا،دخواجه علي کلا، دخواجه غيب کلا، دامير بلند بابا کلا، ددروېشانو کلاوې ،دشملان کلا، د ګرشک کلا، دکلايې سبز کلا، کلاى نو،خانشين کلا،ديشو کلا،جلج کلا،اتو کلا . داور کلا ،موسى کلا، فتح خان کلا،کرم خان کلا، ،شاحسين زيارت،ساروان کلا، دلويې ادې کلا،نوزاد سره کلا، دنوزاد مروت کلا، دباغران حرم کلا ګاني، بغني کلا ،برنګ غونډۍ، اسد سوري زيارت، نادعلي کلا،سرخودوز کلا، مومن کلا،پنجاو کلا، بيوبي جاني کلا، شاه اسماعيل اغا کلا، او داسي نوري چي د ټولو شمېره يې تر پنځوس اوړي ، چې ډيرى يې اوس مهال دنه پاملرنې له امله د له منځه تلو په حال کي دي.
د هېواد نورو ولايتونو په څېر د هلمند د خلکو هم ملي نڅا ډول ته اټن دى ، چې ځوانان يې د خوشحاليو په پروګرامو کې کوي.(۱۶ – ۲۳مخ)
رسنۍ
په هلمند کي لومړى په ګرشک ولسوالۍ کي د نيمروز په نوم يوه اونيزه د لږ وخت لپاره چاپ سوې،خو تر هغه وروسته په ١٣٣٣ لمريز کال کي دهلمند جريدې په نوم اونيزي په فعاليت پيل وکړ ، چي تر دې مهاله له چاپه راوځي.
د هلمند دولتي راډيو په ١٣٦٢ لمريز کال کي تاسيس سوه او دهلمند تلوېزيون بيا په ١٣٦٥ کال کي په خپرونو پيل وکړ ، دسباون خپلواکي راډيو په ٢٠٠٣ ميلادي کال کي په خپرونو پيل کړى ، چي دا مهال په هلمندکي پر دولتي او سباوون سربېره ، بست ، سمون، مسکا، ږغ، تعلیم السلام سيمه يزه،لښکرګاه راډيوګاني پر ايف،ايم څپو خپروني لري او د دولتي تلوېزيون ترڅنګ دسباوون په نوم يو ازاد تلوېزويون هم له نږدې يوه کال راهيسې خپرونې لري.
دغه را ز په هلمندکي دبګړۍ مجلې تر څنګ ، چي په لومړي ځل په ١٣٨٤ لمريز کال کي چاپ سوه ، ورپسې ،شمله ،پويا،لښکرګاه،سفار،نن، د روغتيا پلوشې ازادۍ مجلي دي او ترڅنګ يې د هلمند دولتي مجله او دامنيه قوماندانۍ مجله ده، چي يواځي پويا،لښکرګاه،بست پوهنتون او د ولايت مجلې پر وخت چاپيږي، پاتې نور يې تر يو، يا دوه ځله چاپ وروسته له چاپ څخه پاتې سوې دي.
د سيستان ،بست، هلمند، هېله،پايله، دځوانانو، سجستان،کجکي، ښاروالۍ اوونيزه،مياشتنۍ او مهالنۍ جريدې دي، چي يوازي يوه يا دوه ځله چاپ سوي دي .
په هلمندکي ملي تلوېزيون، سباوون،باختر، خاور، اريانا،شمشاد، لمر، طلوع،يک تلوېزيونونه خپرونې هم بروډکاسټ کوي.
ازادۍ راډيو، بي بي سي، ستا، ارمان اراکوزيا ،اريانا،شمشاد او ملي راډيوګانې په اېف اېم څپو کي خپروني کوي.

د هلمند فرهنګي وضعيت (دويمه برخه)

څېړونکی: پوهنيار نور احمد اېمل
پوهنه
هلمند دا مهال ٣٤١ ښونځي لري، چي ٢٠٤ يې پرانيستي دي ، پرانيستو ښوونځيو کي ټول ١٣٠ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي ، چي له ډلې يې ٣٠ زره نجونې دي او د ٢٩٠٠ ښوونکو له خوا تدريس ورته کيږي .
هلمند یو یو دولتي او درې خصوصي پوهنتونونو لري ( هلمند پوهنتون، وادي هلمند، اراکوزیا او بست پوهنتون او یو دارالمعلمين لري، دارالمعلمين ٥٥٨ زده کوونکي لري، چي ٢٧٩ يې نارينه او په همدې شمېر يې ښځينه دي ، د ٢١ استادانو له لوري تدريس ورته کيږي ، چي ٤ يې ښځينه دي.
د هلمند پوهنتون، په ١٣٨۶ لمريز کال کي تاسيس سوى، چي اوس مهال څلور پوهنځي لري: ((کرنه،ښوونه او روزنه،انجينري او وترنري)
په هلمندکي درې خصوصي پوهنتونه وادي هلمند،اراکوزيا او بست هم فعاليت کوي ، چي د طب ترڅنګ، حقوق اواقتصاد پوهنځي لري .ددې ترڅنګ درې انسيټيټونه هم فعاليت کوي.
په دې ولايت کي شپږ خصوصي لېسې دي، چې د لېسو د زده کوونکو شمېر ١٤٢٨ دی ، چي ١٩٥ يې نجوني دي.
دغه راز په دې ولايت کي ١٨ ديني مدرسې دپوهني له رياست سره ثبت دي ، چي پکي٢٠٠٠ طالب العلمان په زده کړو بوخت دي .
لاسي صنايع
هلمند کي لاسي صنايعو هم پوره وده کړې، په دې وروستيو کي ځينو مرستندويه موسسو د خپلو بېلابېلو پروګرامو په مرسته دغلته لاسي صنايعو ته نوره وده هم ورکړه. د هلمند ډيری لاسي صنايع له وړيو، پوستکو او لوخو څخه جوړيږي لکه کوڅۍ،ليمڅي، قاليني، پټوګان «څادر»، خولۍ، جامې، غاړې،پردې،کمپلې، دسترخوانونه،غلبيل،چغل ،ميده بيز،د لمانځه جاى نماز، پړي، چپرکټونه، لاسي د سکولونه، داسونو او اوښانو لپاره د ښکلا او د بارولو وسايل، ګلدانۍ او نور د ښکلا توکي، چي ډېر يې د ښځو او په ځانګړي توګه دکوچيانو له خوا جوړيږي ، چي له ډېرو څخه يې په ورځني ژوند کي ګټه پورته کېږي.(۱۶ – ۲۲مخ)
ورزش «لوبې»
ورزش او لوبي له پخوا زمانونو څخه په هلمندکي دود دي، لکه ، خوسى، ډبره اچول، کبډي،دوره،کيلک دومبک، پټپټانى، مردکي، بوجلي (يابيډۍ )، غېږ نيول،کچه کول، کتار،درې خطى،پچز دغه ډول نوري … چي ډيرى يې په کليو کي دود دي او اوس مهال په ښارونو او کليو کي واليبال ،فوټبال، کرېکټ، باسکيټبال لوبو هم ډېر مينه وال پيدا کړي دي.
په دې ولايت کي دا مهال دوه لوى لوبغالي کرزى او غازي محمد ايوب خان فعال دي، چي دفوټبال ترڅنګ پکي واليبال او کرېکټ لوبې هم کيږي، دغه راز ١٣ کلبونه شته او ٢١ ورزشي څانګي پکي شتون لري، په دغو ټولو اړونده څانګو کي يوازي په مرکزلښکرګاه کي ٥٨٤٩ لوبغاړي ثبت او راجستر دي او تر دې ډېر شمېر په ولسواليو کي پرته له دې ، چي راجستر سوي، په لوبو بوخت دي.

د هلمند فرهنګي وضعيت (درېيمه برخه)

څېړونکی: پوهنيار نور احمد اېمل
رسنۍ
الف: چاپي رسنۍ
په هلمند کي د چاپي رسنیو تاریخ د رواني پيړۍ له لومړیو سره پیل سوی دی، د چاپي رسنیو لومړی فعالیت ددې ولایت په ګرشک ولسوالۍ کي د نیمروز په نوم یوې اونیزي له چاپ څخه را پیل سوی دی، دا اونیزه د ډېري لنډي مودې لپاره فعاله وه، خو اوس له فعالیته لوېدلې ده، خو تر دې لومړنۍ اونیزي وروسته په ۱۳۳۳ ل کال د هلمند د جریدې په نوم یوې بلې اونیزي په فعالیت پیل وکړ، چي له نیکه مرغه تر اوسه فعاله او له چاپه راوځي. په یاده اونیزه کي د دولتي ادارو د پرمختګونو، د امنیت د ټينګښت، سولي او دې ته ورته نور موضوعات یې منځپانګه ده.
(۶ – ۱۹۶مخ)
له ۱۳۸۲ ل ل. کال راوروسته یو ځل بیا د چاپي رسنیو بې ساری فعالیت پیل سو. په دې دوره کي لومړۍ فرهنګي او علمي مجله د بګړۍ په نامه له چاپه راووتله او وروسته ـ وروسته دا لړۍ چټکه سوه او اوس مهال په هلمند کي تر لسو زیاتي مجلې او اونیزي فعالیت کوي او وخت په وخت له چاپه راوځي. اوس به د هلمند هره چاپي رسنۍ په لنډ لنډو ډول معرفي کړو:
بګړۍ مجله
بګړۍ په هلمند کي لومړنۍ ادبي، فرهنګي او ټولنیزه خپرونه ده. یاده مجله د نوي حکومت(۱۳۸۲ل.) کال له پيل سره په هلمند ولایت کي لومړي چاپۍ رسنۍ ده د یادې مجلې لومړۍ ګڼه په ۱۳۸۳ل. کي په کوئټه کي په صحاف نشراتي چاپځای کي د بست فرهنګي ټولني له لوري چاپ او په هلمند، کندهار او نورو بېلابېلو سیمو کي خپره او وېشل سوې ده. بګړۍ مجلې د امتیاز څښتن د بست فرهنګي ټولني مشر بریالی هلمند دی، مسول چلوونکی يې راز محمد نظامي دی او مرستیال يې شاه محمد دروېش دی. د بګړۍ لومړۍ څو ګڼي په ټيټ کاغذ کي چاپ سوي، خو د پیل مجلې موضوعات يې ښکلي، علمي او د خلکو د خوښۍ وړ وه، په یاده مجله کي ډېری مطالب د هلمندي لیکوالو دي او منځپانګه يې تر ډېره ادبي او فرهنګي موضوعاتو ته ځانګړې ده، د بګړۍ مجلې د دوهمي ګڼي د سرمقالې لپاره (بګړۍ که پکړۍ) سرلیک غوره سوی دی د لومړۍ ګڼي تر چاپ وروسته ددې نوم په اړه د هېواد د ځينو لیکوالو په منځ کي نظري اختلاف راغلی و، چا بګړۍ معیاري بڼه بلله او چا پګړۍ خو وروسته د بست فرهنګي ټولني ادارې د پښتو ژبي له درنو ادیبانو او فرهنګپالو سره سلا مشورې وکړې او ددې سرلیک لاندي د هغوی نظریات لیکلي دي، چي زه به يې ددې سرمقالي څو کرښي دلته کټ مټ ولیکم: (بګړۍ مجله ـ ۱ مخ)
( د بګړۍ مجلې لپاره د نورو فرهنګپالو تر څنګ د بست فرهنګي ټولني، فرهنګي ځوانانو هوډ وکړ،چي د پښتو د خپرنیز لیکنو د بډایه کېدو په موخه د یوې درې میاشتنۍ مجلې د خپروني بهیر پیل کړي دا خپرنیز بهیر له نیکه مرغه د بګړۍ تر سپېڅلي نوم لاندي پیل سو، کېدای سي چي د بګړۍ د توري په هکله به لکه چي څنګه موږ ته هم رارسېدلي دي خلکو ته پوښتني پیدا وي، چي دا توری (پګړۍ) ده او که (بګړۍ)؟ په دې هکله موږ ډېري څېړني کړي دي، په دې خاطر چي ژبه ولسي لاسته راوړنه ده په هغه پښتني اولس کي چي موږ ژوند کوو دا توری په بګړۍ ویل کیږي موږ هم د پګړۍ پر ځای بګړۍ توری غوره کړ. د کندهار په ولایت کي د هېواد د ادبي ټولني محترم مشرتابه هم د بګړۍ له توري څخه خپله خوښي څرګنده کړې ده، همدا راز د پیاوړي شاعر عبدالباري جهاني سره مو د صلاح مشورې لپاره دغه موضوع شریکه کړه، محترم جهاني صاحب د سیمي او اولس د ګړنو د مرعات په اختیارولو د بګړۍ توري ته د لومړیتوب حق ورکړ.همداراز مو د لوی استاد اکاډمیسن علامه عبدالشکور رشاد صاحب سره مشوره کړې ده هغه بست فرهنګي ټولني ته یو لیک رالیږلی دی چي د لیک سرلیک يې (بګړۍ که پګړۍ) دی، د پوهاند علامه رشاد صاحب لیک په کندهارۍ ګړنود (بګړۍ) توری تائیدوي او محترم جهاني صاحب د هېواد د ادبي ټولني محترم رئیس هم د بګړۍ د توري پر انتخاب ټينګار کوي، نو بست فرهنګي ټولنه هم د (بګړۍ) ویاړمن نوم ته د انتخاب لپاره د لومړیتوب حق ورکړ) (بګړۍ مجله ـ ۱مخ)

د بګړۍ مجلې منځپاڼګه او بڼه
د بګړۍ مجلې پښتۍ رنګه بڼه لري او پر دوهمه ګڼه يې د علامه رشاد انځور راغلی دی او د بګړۍ نوم د مجلې پر پښتۍ په ژړ رنګ د بګړۍ نوم لیکل سوی او ددې نوم په منځ کي د هلمند نوم په تور رنګ لیکل سوی دی او د رشاد بابا تر عکس لاندي د هلمند د عالي دارالمعلمین د ودانۍ عکس راغلی او وړاندي ورته دا جمله (بیا دي هلمند په خروښېدو راغلی) لیکل سوې ده او د مجلې پر اخره پښتۍ په انګلیسي ژبه په غټ لیک د بګړۍ نوم لیکل سوی او په لښکرګاه ښار کي د کرزي لوبغالي ښکلی انځور له ورزشکارانو سره یو ځای چاپ سوی دی. یاده ګڼه ټول ۷۲ مخه لري او ډېر موضوعات يې ادبي او فرهنګي بڼه لري او ټول مطالب یې ۳۲ دي د مجلې پيل د بګړۍ مجلې د ادارې له سرمقالې سره چي عنوان يې (بګړۍ که پګړۍ) شروع سوې ده د همدې مخ پر بل اړخ د رشاد بابا رالیږل سوی لیک، چي د علامه په خپل لاس لیکل سوی دی راغلی دی په یاده مجله کي د محمد اسماعیل شریعتیار له لوري یوه تاریخي لړۍ، چي عنوان يې (هلمند د تاریخ په اوږدو کي) را پیل سوې ده چي ددې لړۍ په هره کړۍ کي هلمند له بېلابېلو لیدلورو څخه په تاریخي ډول ترمطالعه لاندي نیول سوی ، څېړنيزي مقالې ورباندي لیکل سوي چې بيا په بګړۍ کي چاپ سوي دي او دا لړۍ د بګړۍ د چاپ تر ډېره روانه وه، د شعر او نظم برخه يې د مجلې په وروستیو پاڼو کي قرار لري ددې برخي لپاره د (د لونګو امېل) نوم غوره سوی او تر ۱۵ زیاتي غزلي او ازاد نظمونه راغلي دي او نور بېلابېل ادبي او هنري کیسې او لنډي ادبي ټوټې يې محتوا جوړوي. د بګړۍ د دوهمي ګڼي د ځینو مطالبو عنوانونه په دې ډول دي:
۱: سرلیکه ( اداره)
۲: بګړۍ که پګړۍ ( علامه رشاد)
۳: هلمند د تاریخ په اوږدو کي ( محمد اسماعیل شریعتیار)
۴: داسي بریښي چي قلم ( محمد اصف خواتئ)
۵: مینه او ګل (پیرمحمد کاروان)
۶: په کومه خوله به؟ (بریالی هلمند)
۷: په ملي هنداره کي (حبیب الله رفیع)
۸: د تصوف تاریخچه (هدایت الله سلطاني)
۹: بیا دي هلمند په… (صالح محمد صالح)
۱۰: نن معاشونه راوړي (عبدالنافع همت)
۱۱: ولي به نه ژاړم(طنز) (درویش خوندي)
۱۲: د ماشومانو لپاره (محمد خان واصفي)
۱۳: د پرون مشر (شریف الله دوست)
۱۴: د بسوګۍ واده (مرسل احمدزۍ)
۱۵: د ژمي سړه شپه (عبدالصمد روحاني)
۱۶:ځواني (علاوالدین سلطاني)
۱۷: هنرمندي (رازمحمد نظامي)
۱۸: د لونګو امېل ( بېلابېل شاعران)

د هلمند فرهنګي وضعيت «څلورمه برخه»

څېړونکی: پوهنيار نور احمد اېمل
د روغتیا پلوشې مجله
د روغتیا پلوشې د هلمند ولایت د عامي روغتیا ریاست درې میاشتنۍ علمي او روغتیايي مجله ده، ددې مجلې لومړۍ ګڼه په ۱۳۸۶ل. کال د (تلي، لړم او لیندۍ) په میاشتو کي چاپ او خپره سوه، د یادي مجلې امتیاز د هلمند ولایت د عامي روغتیا د ریاست دی، مسول چلوونکی يې ډاکټر رحمت الله محمدي دی، مرستیالان يې قاسم جعفري او ډاکټر راز محمد سید دی، د کمپوز چاري يې د پویا فرهنګي مرکز کولې او د تحریر په برخه کي ډاکټر نثاراحمد بارک، داکټر محمد اکبر بارک، محمد حسین کاظمي، عبدالمنان مفتي زاده، ډاکټرشکران او ډاکټر محمد خان داوري وه او د کره کتني په برخه کي ډاکټر سیدجان حیدري، قاسم جعفري او محمد حسین احمدي همکاره دي. د روغتیا پلوشې مجله ټوله روغتیا ته ځانګړې ده په یاده مجله کي ټول علمي او روغتیايي مطالب ځای پر ځای سوي دي، ددې مجلې لومړۍ ګڼه پرته له پښتۍ ۴۷ مخه لري او له ټولو مطالبو سره يې اړوند روغتیايي انځورونه راغلي دي. د نوموړې مجلې پښتۍ رنګه ده د ماشومانو ښکلي انځورونه ورباندي راغلي دي چي د ځينو مطالبو نومونه يې په پښتۍ ذکر سوي دي . په دې مجله کي تر ډېره ولسي او عامو وګړو ته د ښې روغتیا په اړه اړیني مشورې ورکړل سوي دي ، هر مقاله يې له ځانګړي ارزښته ډکه ده دلته لازمه ګڼم، چي ددې مجلې ځیني سرليکونه راړم:
د روغتیا پلوشې لړلیک
۱: د مور د شیدو ګټي
۲: د مغز د تحریک یا آرامش لپاره مکمل خوراکي توکي (ډاکتر رحمت الله محمدي)
۳: کډوال ځوانان او مخدره توکي
۴: د خولې پالنه
۵: اپنډکس او پنډيسیت
۶: روغتیا او ژوند
۷: طبي اخلاق څه شی دی؟ ( داکتر میرویس حمیدي)
روغتيا مجله کي دې ورته نور ګڼ شمېر روغتيايي ليکنې او انځورونه راغلي دي.

داور مجله
د داور مجلې لومړۍ ګڼه د ۱۳۸۷ل. کال د وږي د میاشتي پر ۲۲مه نېټه خپره سوه، یاده مجله علمي، کلتوري او ټولنیزه مهالنۍ خپرونه ده، دغه مجله چي ما ته يې لومړۍ ګڼه په لاس راغلې، د لومړۍ پښتۍ پر شا یې بنسټګر او د امتیازخاوند د هلمند د محصلانو او زده کوونکو ټولنه، مسول مدیر یې انجینرمحمد داود فرهنګ، مرستیال يې اجمل سوله مل او کتنپلاوي يې انجینر عبدالحکیم حکیمي، قاضي عبدالحلیم مسلم، عبدالرازق سنجر، جاهد احمد درانی او محمد ابراهیم بدر لیکل سوي دي.د داور مجلې د لومړنۍ ګڼي کمپوز عبدالودود هجران او ډيزاین يې اسدالله دانش کړی دی. داور مهالنۍ مجله وه، دوې ګني يې پر له پسې چاپ سوې، خو نوري ګڼي د مالي امکاناتو او څنګه چي مي مخکي یادونه وکړه، چي د محصلانو او زده کوونکو له لوري چاپېدله ددوی په وینا چي د یوې دورې تر فراغت وروسته نور محصلانو او زده کوونکو ورته د پخوا په څېر پاملرنه نه کوله ځکه له چاپه پاتي سوې ده. یاده مجله له پښتۍ پرته په ۵۲ مخونو کي چاپ او خپره سوې ده. داور مجلې لومړۍ ګڼه د ۲۱* ۲۸ سانتي مترو په کچه په ننګرهار کي د مشرق خپرندويي ادارې په مطبعه کي چاپ سوې ده، دا مجله نه یوازي په هلمند کي خپرېدله بلکي په هېواد کي د ننه او بهر په ډېرو ځایونه کي وېشل کېده او خلکو يې مطالب لوستل، چي د مجلې په لومړۍ ګڼه يې د هغه استازو نومونه، چي په هېواد کي د ننه او بهر کي د یادي مجلې استازيتوب کوي لیکلی سوي دي، چي دلته يې د ځینو استازو یادونه ښه ګڼو:
( کابل ـ سیدمحمد ګل هاشمي) ( هلمند – احسام الدین بارکزی) (کندهار ـ انجینر عاشق الله) ( ارزګان ـ صدیق الله آڅکزی) ( زابل ـ محمد ابراهیم مسیح) ( فراه ـ عبدالرازق علیزی) ( هرات ـ ډاکټر جاوید احمد زیری) ( پکتیا ـ انجینر میرویس اخلاص) (خوست ـ سید احمد اسحاقزی) (ننګرهار ـ غلام فاروق هلمند) (لغمان ـ انجینر اکرام الله عابد)
او له هېواد څخه بهر استازي یې ( کوټه ـ سید احمد علیزی) (پيښور ـ ډاکټر خالد پول) ( ګردي جنګل ـ عبدالله خان سنجراني) (هندوستان ـ عابد نورزی) (جرمني ـ توریالی) (هالینډ ـ اکمل همدرد) (مسکو ـ میرویس نورزی) (لندن ـ اولیا) ( ترکیه ـ ادریس نورزی) او ( تاجکستان ـ نجیب الله بارک ) لیکل سوي دي.
د داور د لومړۍ ګڼي په سرلیکنه کي د داور د خپریدا د موخي او ارزښت په اړه راغلي دي چي( د خوښۍ ځای دی، چي د هلمند هغه ځوانان کوم چي د هيواد په بېلابېلو پوهنتونونو کي د امهال په لوړو زده کړو بوخت دي د کلتوري حالت د لا ښه کولو په منظور يې د زده کړو تر څنګ په پلازمېنه کابل کي د داور په نوم یوه علمي او فرهنګي مجله پیل کړه.
داور مجله ټولو هلمندوالو ته د خپرنیز بهیر په پراخېدلو کي د یوه بل مثبت ګام او ښه زیری دی. ستاسي په لاس کي داور مجله به وکولای سي، چي دکلتوري پرمختیا د مخ پر ودي حرکت ته به لا نوره چټګتیا ورکړي. د داور مجلې اداره د ټولو هلمندوالو او ټولو افغانانو علمي، فرهنګي، دیني او ټولنیزو مضامینو ته اړتیا لري او د ور رسېدلو لاري يې څاري)
د داور مجلې متن او منځپانګه
لکه مخکي چي مو وویل د داور مجلې پښتۍ رنګه وي او د لومړۍ پښتي پر لومړي مخ او د وروستي پښتۍ پر داوړو مخونو د هلمند ولایت د تاریخي کلاو، په هلمند کي د عالي دارالمعلین او هلمند سیند ښکلي انځورونه راغلي دي. لومړۍ ګڼه يې په سره رنګ او د (داور) کلمه يې په شنه رنګ لیکل سوې ده، د مجلې پر پښتي د بست د نړېدلي کلا انځور راغلی او لاندي ورته لیکل سوي دي( بست تاریخي کلاوې وروستۍ سلګۍ وهي) او تر دې عنوان لاندي د لوړ مهمو مطالبو نور عنوانونه هم راغلي دي او په لاندي برخه کي د پښتو ولسي او حماسي سندرغاړي عبدالله مقوري عکس راغلی دی. په یاده مجله کي ډيری مطالب د محصلانو او زده کوونکو له لوري ورکړل سوي دي او ډېره برخه يې علمي موضوعاتو ته ځانګړې سوې ده او څه اندازه مطالب يې د هلمند ولایت فرهنګي او ادبي موضوعاتو ته ځانګړي سوي دي او نور ملي، اسلامي او نړیوال موضوعات هم په منعکس سوي دي. د داور مجلې د لومړۍ ګڼي ټول موضوعات په پښتو ژبه دي.
د داور د لومړۍ ګڼي د موضوعاتو ځيني سرلیکونه په لاندي ډول دي:
۱: سرلیکنه ( اداره)
۲: د هلمند د محصلینو د علمي او کلتوري ټولني ایجاد ( قاضي عبدالحلیم مسلم)
۳: حضرت محمد(ص) د نړۍ مهربانه لارښود ( دکتور نجیب الله صالحي)
۴: په اسلام کي د ښځو حقوق ( سراج الدین احساس)
۵: زمینداور، زینداور او زونداور ( اجمل سوله مل)
۶: دا نا امنۍ د چا ډالۍ ده ( حبیب الله غمخور)
۷: د بست تاريخي کلاوي وروستۍ سلګۍ وهي ( صالح محمد صالح)
۸: په ټولنه کي د ځوانانو مسولیت ( سید اکرم هاشمي)
۹: د مطالعې سره د کوچنیانو د علاقې غوره لاري ( محمد حسن میرزادي)
۱۰: تور زړی ( اسدالله دانش)
۱۱: په هلمند کي د ناامنیو د حل لاري چاري( امیرمحمد اخندزاده)
۱۲: غوړېدلي ګلونه ( د شعر او شاعرۍ برخه)
۱۳: ټلوېزون ( صدیق منصور انصار)
۱۴: د ټلیفون ناسمه کارونه او د هغه ناوړي پایلي ( جاهد احمد دورانی)
۱۵: په زړه پوري معلومات( میرویس خلاص)
۱۶: ستړی مسافر ( حبیب الرحمند (واکمل)
۱۷: زه اوس مینه کوم ( عزیز تسل)
۱۸: د سفر ملګري ( بلقیس ریاض)
۱۹: له عبدالله مقري سره مرکه ( مرکه کوونکی محمد داود فرهنګ)
۲۰: د ناول یادونه ( احمد شاه پاڅون)
۲۱: توري بلاګاني هجرت الله اختیار

د هلمند فرهنګي وضعيت / پنځمه برخه
څېړونکی: پوهنيار نور احمد اېمل
پویا مجله
پویا یوه خپلواکه، خبري، ټولنیزه،فرهنګي، سیاسي او ادبي مجله ده، چي لومړۍ ګڼه يې په ۱۳۸۷ل. کال د چنګاښ میاشتي پر ۱۳ نېټه چاپ سوې ده، ددې مجلې مسول مدیر او د امتیاز څښتن قاسم جعفري دی دا په هلمند کي لومړنۍ مجله ده، چي ډېری مطالب يې په دري ژبه دي او ددې مجلې په لومړۍ ګڼه کي د پښتو لیکنو چاري د انجینر اشرف واحدي پر غاړه وې. په یاده ګڼه کي محمد تقي اخلاص، نویداحمد نظري، عزیزاحمد شفیع، صفت الله زاهدي، احمدشاه پاڅون او د عکاسۍ په برخه کي ښاغلی صافی ملګري وه.پویا میاشتنۍ ده، تر (۱۰۰) زیاتي ګڼي پر له پسې چاپ سوي دي د دې مجلې لومړۍ ګڼه پرته له پښتۍ نوره په تور او سپین رنګ کي چاپ سوې ده نسبتآ نورو راتلونکو ګڼو ته د بڼي او شکل له مخي کمزورې ده، خو وروسته وروسته ګڼي يې په ډېر لوړ کاغذ او ښکلي صحافت چاپ او خپرې سوي دي. د پویا لومړۍ ګڼه ۲۸ مخه لري او نوري ګڼي يې تر ۴۰ او ۶۰ مخونو پوري چاپ سوې ده، دغه راز د يادې مجلې موخه د افغان کلتور او ادب پیاوړتیا ده او تر څنګ يې په لومړۍ او نورو ګڼو کي علمي او تحقیقي مقالي نشر او خپرې سوې دي، پویا مجله د ۲۱* ۲۸ سانتي مترو په کچه په هرات کي د بصیر اسلمي خپروندويې ادارې په مطبعه کي په لوړ کیفت او ښکلې بڼه چاپیږي، د لومړۍ ګڼي پر لومړۍ پاڼي يې د پلورلو قیمت لس افغانۍ لیکل سوی دی، خو پر وروسته ګڼو يې قیمت ۲۰ افغانۍ راغلی دی.
د پویا بڼه او محتوا
د پویا مجلې د پیل ګڼي د بڼي له مخي لږ کمزوري وې، خو وروسته يې ګڼي يې په لوړ کاغذ او ښکلي ډيزاین چاپېدلې، پر پښتۍ يې د بست کلا انځور راغلی او په هره ګڼه کي د وخت او حالاتو ښکلي انځورونه پر پښتۍ باندې په رنګه او ښکلي ډول ځای پر ځای سوي دي، د پويا د لومړۍ ګڼي پښتۍ په ژړ رنګ کي راغلې ده پر پښتۍ يې د ژمني موسم یو ښکلی انځوریز عکس راغلی دی د مجلې نوم(پویا) په ډبل ژړ رنګ راغلی تر څنګ يې د بست کلا شیشک په ژړ رنګ او د لومړۍ ګڼي پر لومړۍ پښتۍ د مجلې د ځينو مهمو سرليکونو نومونه لیکل سوي دي، پر بله پښتۍ يې د لوی اختر مبارکي ورکړل سوې ده او د قربانۍ اختر په مناسبت يې پر یاده پښتۍ یو لنډ علمي او ديني مطلب لیکلی دی. په یاده مجله کي د هر مطلب او موضوع اړوند مناسب انځورونه غوره سوي دي دلته اړینه ګڼم، چي دلومړۍ ګڼي د مطالبو لړ ولیکم:
د لومړۍ ګڼي لړلیک
۱: تحولات مثبت و منفي در این دور
۲: دولت مصمم است برنابودی خشخاش
۳:حامدکرزی او دده ورکړل سوي ژمني
۴: نمونه هايي از فضایل و سیره فردی رسول اکرم (ص) (قاسم جعفري)
۵: اول شغل سپس ازدواج ( حلال)
۶: عزت نفس و کودکان
۷: جوانی و ارزش آن از دیدګاه اسلام (محمد تقي اخلاصي)
۸: پولها و دولتها (بصیر احمد حسین زاده)
۹: لاله های پژمرده ( قاسم جعفري)
۱۰: یاد یار مهربان آید همی ( به مناسبت ۱۱۵۰ سال تولد رودکی)
۱۱: نکات ظریف ( سلطان محمود و ایاز)
۱۲: ولي د مالوچو کرل په هلمند کي مخ پر کمېدو دي؟ (محمد اشرف واحدي)
۱۳: په هلمند کي د ژمي یخي ورځي او د سپورټ ګرمه لړۍ( صفت الله زاهدي)

د هلمند فرهنګي وضعيت / شپږمه برخه
څېړونکی: پوهنيار نور احمد اېمل
نن افغانستان مجله
نن افغانستان مجله ښوونیزه، ادبي، تفریحي، مالوماتي او فرهنګي مهالنۍ خپرونه ده. د نن افغانستان لومړۍ ګڼه په ۱۳۸۸ ل ل د غبرګولي میاشتي پر ۲۵ نېټه له چا په را ووته او خپره سوه. د لومړۍ ګڼي مسول مدیر يې نوراحمد اېمل او د امتیاز خاوند يې سید حبیب شاه تړون دی. وروسته یاده مجله د نن ټولني له لوري چاپېدله او په راوروستو ګڼو کي يې امتیاز د نوموړې ټولني وو، د نوموړي ټولني مشر سید حبیب شاه تړون او مرستیال يې نوراحمد اېمل و، نن افغانستان لومړۍ ګڼه د مشعل خپروندیه ټولني له لوري چاپ شوه،خو لومړۍ ګڼه يې د چاپ او بڼي له مخي کمزورې وه او یو لړ چاپي ستونزي یې هم درلودې، خو وروسته یې نوري ګڼي د دانش خپرندیه ټولني له لوري په ښه کیفیت او لوړ صحافت چاپ سوې ده، د لومړۍ ګڼي کتنپلاوی عنایت الله مایار او حبیب الله عظمي دي ، د ډایزین چاري ښاغلي سید محمد شاه مشفق سمبالي کړي ، کمپوز يې ذکي محمد واصف کړی او لګښت ورکوونکی يې حاجي ولی محمد واصف دی. یاده مجله پر له پسې څلور ګڼي چاپ سوې، خو تر ۱۳۹۰ ل ل کال را وروسته یاده مجله له چاپه نه ده راوتلې، د مجلې پر لومړی مخ مهالنۍ لیکل سوې امکان لري، چي دا مجله بیا خپل فعالیت د پخوا په څېر پیل کړي، یاده مجله لومړی خپلواکه او بیا د نن ټولني له لوري د چاپ له ډګره راوتله.
د نن افغانستان متن او بڼه
د نن افغانستان لومړۍ ګڼه د رنګه تورې پښتۍ پرته نور په تور او سپینه بڼه او په منځني کاغذ کي ۲۱،۵ سانتي سور او ۲۸ سانتي مترو جګوالي په کچه چاپ سوې ده، د یادي مجلې د (نن) کلیمه په سره رنګ ډبل خط لیکل سوې او د مجلې په منځ پانګه کي د هري موضوع اړوند بېلابېل انځورونه راغلي دي، د پښتۍ پر مخ يې د پنځو کلیدي موضوعګانو سرلیکونه لیکل سوی دي، د پښتۍ پر چپه اړخ د الفت صاحب یوه ښکلې څلوریزه لیکل سوې ده، چي لیکل يې دلته اړین بولو.
د نن فخر د پرون ورځي پېغور دی
د پخوا وختو بینا نن کر او کور دی
د پرون میرمن وه سل پردو کي پټه
نن يې نیمه تنه پټه سر یې تور دی
د یاد مجلې د پښتۍ پر شا په انګليسي ژبه د (نن) کلمه غټه لیکل سوې او د ښوونځیو د دوه ماشومانو ښکلی انځور هم ورباندي چاپ سوی او تر انځور لاندي لیکل سوي دي(په مورنۍ ژبه زده کړه د هر وګړي حق دی). د مجلې په دوهمه مخ کي د نن مجلې د همکارنو لست د مبايل له شمېرو سره یو ځای راغلی دی، د نن مجلې د موضوعاتو لړلیک يې د سرمقالې تر څنګ لیکل سوی او د مجلې پیل په یوه اسلامي لیکنه سوی دی(ایا اسلام د عصري زده کړو سره په ټکر کي دی؟). د نن افغانستان په منځپانګه کي نوري دیني،سیاسي، اقتصاي، هنري، فرهنګي، ټولینزي او ادبي مقالې تر سترګو کیږي، د ادب او شعر برخه يې (ستا یادونه) تر عنوان لاندي چاپ سوې د لومړۍ ګڼي په دې برخه کي درې غزلي، یو چهاربیته، چي عنوان يې (د شپېتو پړیڅو ورځ په ورځ کمی دی) شاعر يې نذیراحمد نذیر دی راغلی، شپږ د بېلابېلو شاعرانو څلوريزي هم په نوموړې برخه کي ځای پر ځای سوی دي، د نوموړي مجلې په ۲۰ م مخ کي یوه ډېره جالبه برخه د (لنډه پوښتنه لنډ ځواب) تر سرلیک لاندي راغلی دا برخه طنزیه بڼه لري خو په اصل کي یو ډول مثبته نیوکه ده او د ټولنیزو او سیاسي چارو د اصلاح لپاره دا برخه د ډېرو لوستونکو خوښه سوې، په دې برخه کي لنډه پوښتنه کیږي او ځواب يې په طنزیه ډول ورکول کیږي، چی یوه بېلګه يې دلته ذکر کوم( د ملي یووالي لپاره تر ټولو ښه مشوره له کومه ځایه اخستل کیږي؟؟ ځواب: د ایران له سفارته څخه.) د یادي مجلې په وروستي مخ کي د افغانستان د کرکيټ د ملي لوبډلي د لوبغاړو پېژندګلوي له انځورونو سره راغلي دي او ددې برخي عنوان د سپورت نړۍ ده، همدا رنګه د مجلې په پای کي د ازبکو وروڼو پيغام نورو قومونه ته راغلی او هتله د ملي یووالي او یو او بل ته د درنښت درانه الفاظ ذکر سوي دي.
په دې مجله کي پرته له پنځو کرښو، چي د ازبکو وروڼو یو پیغام دی نوره ټوله محتوا په پښتو ژبه ده او د لومړۍ ګڼي د موضوعاتو او مقالو سرلیکونه يې په لاندي ډول دي:
ا: سریزه (سرمقاله)
۲: ایا اسلام د عصري زده کړو سره په ټکر کي دی؟
۳: اصلي ګواښ چپ افراط او سکټریزم دی (دستګیرخروټی)
۴: د ښکلا د ملکې مسابقې ( محمد داود منصوري)
۵: په هېواد کي د بهرنیو پيسو د چلښت لاملونه ( عزیرالرحمند عمر)
۶: ځيني په زړه پوري، خو شرمونکی حقایق(لر او بر ویباڼه)
۷: هنري څېرې ( واصف)
۸: کمپیوټر ( ژباړه سید حبیب شاه تړون)
۹: په ماشومان کي د درواغو ویلو اصلاح ( نوراحمد اېمل)
۱۰: پښتنو پښتو بډایه کړئ! (سید محمد شاه مشفق)
۱۱: لنډه پوښتنه لنډ ځواب ( بی بی اسما )
۱۲: ستایادونه ( شاعران)
۱۳: خپله زیرکتیا وازمایاست
۱۴: افغان ماشوم
۱۵: د سپورټ نړۍ
۱۶: د ازبکو وروڼو پیغام
۱۷: راغلي لیکونه
یاده دي وي، چي د نن افغانستان مجلې څلور ګڼي تر دې دمه چاپ سوي او په درې نورو ګڼو کي يې مسول مدیر ذکي محمد واصف او د نن ټولني مشر تړون او مرستیال يې اېمل دی او پر درو نورو ګڼو د کال د غور لوبغاړي انځور راوړل سوي دی.

 

د هلمند فرهنګي وضعيت / اوومه برخه
څېړونکی: پوهنيار نور احمد اېمل
لوی کندهار مجله
د لوی کندهار مجلې لومړنۍ ګڼه زما سره له ډېره وخته خوندي وه او تر نوم لاندي يې (خپلواکه،علمي، کلتوري او ټولنیز مهالنۍ خپرونه) لیکل سوي دي.د لوی کندهار دغه ګڼه د ۱۳۸۸ل. کال د چنګاښ په میاشت کي چاپ او خپره سوې ده.
د یادې مجلې امتیاز د لوی کندهار د محصلینو د ټولني دی، مسول مدیر يې محمد هاشم نوراني او د کتني په برخه کي انجینر محمد داود فرهنګ، نعمت الله ځار، انجینر عصمت الله سلطاني، څارنوال غلام فاروق او ډاکټر بریالی میوندوال همکاره دي. د لوی کندهار مجله درې ګڼي پر له پسې چاپ سوې ده او وروسته د مالي او ځینو نور ستونزو له امله له چاپه پاتي سوې ده، خو د یادي مجلې مسولین بیاځلي د چاپ او نشر خبرداری ورکوي. د لوی کندهار د لومړۍ ګڼي لګښت او مالي مصرف د هلمند پخواني والي او د مشرانو جرګې اوسني سناتور الحاج شیرمحمد اخندزاده ورکړی دی او د مجلې په پای کي يې له نوموړي څخه مننه هم کړې ده.
نوموړې مجله پر هلمند سربیره د افغانستان او له هېواده بهر په ډېرو نورو هېوادونه ته رسېدلې او په هر ټاکلي هېواد کي يې خپل استازی درلوده. لوی کندهار د مشرق مطبعې له لوري چاپ سوې ده.
د لوی کندهار بڼه او متن
د لوی کندهار مجلې لومړۍ ګڼه د رنګه پښتیو پرته د ۴۲ مخونو په درلودلو په ټيټه درجه کاغذ کي چاپ سوې ده. د وقايي لومړي او څلورم مخونه رنګه او یو شمېر عکسونه ورباندي راغلي دي. د يادې مجلې پر لومړۍ پښتۍ د مجلې نوم په زرغون رنګ ښکلی لیکل سوی دی او لاندي يې د پښتو ژبي د نوموتي لیکوال عبدالروف بېنوا عکس راغلی، بل څنګ ته يې د خرقې مباري عکس ځای پر ځای سوی دی او لاندي یې د امریکا د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش کوچنی راغلی چې لاندي يې دا جمله لیکل سوې ده ( د امریکا تر ټولو پیکه ولسمشر) او همدا رنګه د مجلې له منځپانګې څخه د یو شمېر مهمو سرلیکونو یادونه هم راغلې ده او په دوهم مخ کي د مجلې ځانګړني ، د مطالبو لړلیک راغلی او د مجلې د شمېرو د پیل په لومړي مخ کي د ( د ځوانانو تاریخي مسولیت) تر نامه لاندي د ادارې له لوري سرلیکنه لیکل سوې ده. په نوموړې مجله کي ټول ۲۱ بېلابېل ادبي، فرهنګي، اسلامي او ټولنیزي مقالې او لیکني راغلي دي. په دې مجله کي د شعر او شاعري برخي ته په ۲۳ پاڼه کي ځای ورکړل سوی او څلور بېلابېلې غزلې پکې راغلي دي، د غزلو برخه يې د جهاني صاحب په مشهور شعر چي عنوان يې ( زما کندهاره) دی پیل سوې ،درې نوري بېلابېلی غزلي په دې برخه کي راغلي دي.
ددې مجلې ټول مطالب په پښتو ژبه دي او د لومړۍ ګڼي د محتوا سرلیکونه يې په لاندي ډول دي:
۱: سرلیکنه ( اداره)
۲: د لوی کندهار علمي، فرهنګي، او کلتوري ټولنه ( نعمت الله زهیر)
۳: په اسلام کي د اخلاقو مقام ( پوهنمل شیرزاد عزیزي)
۴: خپله ژبه هم کلا ده هم بلا ( عبدالروف ځلاند
۵: سیاست د اسلام له نظره ( سلطان شاه صفاري)
۶: د روسي تیري پر مهال د افغانستان نړیوال حقوقي شخصیت (امان الله ایمان)
۷: د ټاکنو ویروس طالبان که کاندیدان؟ (حبیب الله عزیز فرمان)
۸: د امریکا تر ټولو پیکه اولسمشر(غمی)
۹: ملي جبهه د ماتي پر کنډو (لقمان)
۱۰: یوه چوکۍ او څلویښت کاندیدان ( ګل اغا احمد وردګ)
۱۱: استاد عبدالروف بېنوا (عبدالودود هجران)
۱۲: نن مي د یار سترګي یادیږي ( شعرونه)
۱۳: د پښتو یاګاني ( محمد اسماعیل یون)
۱۴: اوسني پښتو شعر کي د ښځینه وو ونډه ( هارون حکیمي)
۱۵: خوږې خبري (عبدالظاهر یارمل)
۱۶: یووالی او اتقاق ( عبدالصمد توخی)
۱۷: موړ د وږي په حال څه خبر دی (انجینر سید فرید آغا)
۱۸: اها! خپله ځلا مي کړه کړه ( لنډه کیسه ډاکټر محمد صابر)
۱۹: خوب یعني څه؟ ( ژباړه احمد شاه پاڅون)
۲۰: پس له مرګه ژړا ( نبي الله امېل)
۲۱: نشه یي توکي او د هغوی ضررونه (عبدالرازق علیزی)

——————

د هلمند فرهنګي وضعيت / اتمه برخه
څېړونکی: پوهنيار نور احمد اېمل
بست پوهنتون مجله
بست پوهنتون مهالنۍ مجلې لومړۍ ګڼه د ۱۳۹۳ ل ل. کال د مرغومي پر دوهمه نېټه خپره سوه.دا مجله په هلمند ولایت کي د یوه خصوصي پوهنتون له لوري په ډېر لوړ کیفیت اورنګه بڼي چاپیږي، د امتیاز څښتن یې بست د لوړو زده کړو موسسه ده، مسول مدیر يې دهلمند پوهنتون د ارواپوهنې استاد پوهیالی عبدالمناف فردین دی او د کتني په برخه کي نوراحمد اېمل اوع فردین مسولیت لري، د یادي مجلې ډیزاین په کابل کي ښاغلي احمد شاه امیري کړی دی د مجلې مالي لګښت ورکونکې د بست پوهنتون اداره ده.
بست پوهنتون مجله د لوړو زده کړو وزارت له لوري د( ۴۴ ثبت په۴/۲/۹۱ ۱۳ ل. )نېټه جواز تر لاسه کړی او له دولت سره ثبت سوې او همدا رنګه يې د ايسیا له دفتر څخه د (۴۱۲۷۴-D) شمېره خپل د فعالیت جواز تر لاسه کړی دی.
بست پوهنتون مجله په هلمند کي یوازنۍ مجله ده، چي په ډېر لوړ لګښت او قوي صحافت سره له چاپه راوځي. یاده مجله تر دې دمه دوې ګڼي چاپ سوې، چي لومړۍ ګڼه يې د (۶۲) مخونو په درلودلو چاپ اوخپره سوې او دوهمه ګڼه يې د(۸۵) مخونو په لرلو په ۱۳۹۳ل. کال د سلواغې پر ۲۵ چاپ او خپره سوې. بست پوهنتون مجله په وړیا ډول ویشل کیږي، چي ديری مجلې يې ښوونځیو، پوهنتونونو او نورو علمي مرکزونو ته ورکول کیږي.
په دې مجله کي د پوهنتونونو د استادانو، د هېواد مشهورو لیکوالانو، محصلانو او هلمندي فرهنګیانو علمي، ټولنیزي او فرهنګي مقالې خپريږي. یاده مجله په ډېر لوړ کاغذ ټوله رنګه چاپیږي او د هر موضوع او لیکني اړوند ښکلي دوه یا درې انځورونه لري، د مجلې د مسول په وینا دوی هڅه کوي دا مجله په ډېرو لوړو علمي او فرهنګي مقالو ښکلې او رنګینه وساتي او د هېواد په کچه يې سیالۍ ته وړاندي کړي، تر کومه چي ما د مجلې منځپانګه کتلې د عبدالغفور لېوال، اسدالله غضنفر، اجمل ښکلي، ګل رحمن رحماني، شریف الله دوست، بصيرالحق عادل او نورو ډېرو استادانو، محصلانو، او فرهنګیانو علمي، ادبي، فرهنګي، اقتصادي، ټولنیزي او سیاسي لیکني راغلي دي. یاده مجله د هېواد بېلابېلو پوهنتونونو ته لیږل کيږي او ډېره برخه یې په هلمند کي ویشل کیږي. د عبدالمناف فردین په وینا:(د لومړۍ ګڼي تر چاپ څو ورځي وروسته د مجلې د لاښه والي په موخه یوه د مخکتني غونډه جوړه سوه، چي د هلمند په کچه تکړه لیکوالانو، فرهنګیانو، د بېلابېلو پوهنتونو استادانو او د مختلفو مجلو چلونکو پکي برخه درلودله، په یاده غونډه کي د مجلې پر ځينو برخو بحث وسو او په دوهمه ګڼه کي تېري تیروني اصلاح او په لوړ کیفیت له چاپه را ووتل)
د بست پوهنتون متن او محتوا
لکه مخکي چي مو وویل، بست پوهنتون مجله د بڼي له مخي په ډېر لوړ کیفیت او ښکلي ډيزاین چاپ سوې، یاده مجله له پښتیه نیولې تر وروستۍ پاڼي په ډېر لوړ کاغذ او رنګه ډول چمتو او ډيزاین سوې ده. د مجلې پر ښی اړخ د مجلې نوم په ښکلي نستعلیق لیک لیکلی سوی او تر نوم لاندي ( د بست پوهنتون مهالنۍ مجله او لاندي يې د چاپ او خپرېدو ټاکلې نېټه لیکل سوې ده) د لومړۍ ګڼي پر پښتۍ د پوهنتون د پرانستېدو یو ښکلی انځور راغلی او تر هغه لاندي د مجلې د ځينو اړینو موضوعاتو سرلیکونه لیکل سوي دي، د مجلې په لومړۍ ګڼه کي لږ موضوعات هلمند ته ځانګړي سوي وه، مګر په دوهمه ګڼه کي تر ۵۰ سلني زیات موضوعات د هلمندي لیکوالانو لیکنو او هلمند ته ځانګړي سوي دي. د بست مجلې پیل د بست پوهنتون د رئیس په پيغام سره کیږي او وروسته د مسول مدیرله لوري ورباندي یوه سرمقاله لیکل سوې او مجلې اصلي پیل په یوه اسلامي لیکنه( انتخابات د اسلام له نظره) کیږي په مجله کي ټول موضوعات په دې ډول ځای پر ځاي سوي دي( اسلامي، سیاسي، اقتصادي، روانپوهنه، ادبیات، ټولنیزي، نړۍ او پرمختګ او سپورت) ددې مجلې ۹۰ سلنه لیکني په پښتو ژبه دي او تر ځنګ يې یو شمېر مقالې او د ادبیاتو په برخه کي یو شمېر شعرونه په دري ژبه دي. ددې مجلې علمي پانګه درنه ښکاري او ځيني ځيني څېړنيزي او فرهنګي قوي لیکني هم لري په یاده مجله کي د پښتو ژبي د فيلسوف شاعر خان غني خان ژوند او هڅي دده د تلین د نېټې سره سم چاپ سوي دي. په یاده مجله کي د شعر او ادب برخه هم ځانګړې سوې ده، چي په هغه کي د بېلابېلو شاعرانو او ادبي نثر لیکونکو کلامي بېلګي راغلي دي، چي دا برخه د لومړي ګڼي په ۳۹ مخ کي او په دوهمه ګڼه کي د (شعر او ادب) تر ځانګړي عنوان لاندي په ۵۳ مخ کي راغلې ده. د لومړۍ ګڼي د پښتۍ پر شا د نوي کال مبارکي د هېواد په دواړو رسمي ژبو لیکل سوې ده او د شا پښتۍ پر بل اړخ د ځينو ولسي ځوانانو نظریات دټاکنو په اړه راخستل سوي او ددوی له انځورونو سره یو ځای چاپ سوي دي.
دا چي یاده مجله تر دې دمه دوې ګڼي چاپ سوې نو دا لازمه بولو، چي په مسلسل ډول د دواړو ګڼو موضوعات د لیکوالانو له نوم سره لاندی ذکر کړو:
۱: د بست مجلې د خپرولو په مناسبت پیغام( احمدجان پوپل)
۲: سرمقاله ( پوهیالی عبدالمناف فردین)
۳: بست د لوړو زده کړو موسسه ( لنډه پېژندنه)
۴: انتخابات د اسلام له نظره ( صالح محمد)
۵: قران او روانپوهنه ( پوهیالی عبدالمناف فردین)
۶: اسلامي ورورولي( محمد یوسف ساحو)
۷: اسلامي بانکوالي ( شفیع الله غوثي)
۸: اسلامي حجاب ( بشیراحمد صافی)
۹: اسلامي میتودلوژي: (مولوي عبدالحمید هلمندی)
۱۰: نشنلیزم څه شی دی؟ ( اباسیند نظرزی)
۱۱: زما ټاټوبی ( شاولي سلطان)
۱۲: د افغانستان پولي واحد(افغانۍ) راتلونکی (لعل جان صافی)
۱۳: سود ( فرید احمد نورزی)
۱۴: شعور څه شی دی…( پوهیالی نوراحمد اېمل)
۱۵: د ځان رسولو هنر( خلیل تسل)
۱۶: زموږ د شعر اوسنۍ کره کتنه ( اسدالله غضنفر)
۱۷: خوشحال او پسرلی ( ګل رحمن رحماني)
۱۸: غني خان او شاعري ( بصیرالحق عادل)
۱۹: منظمه مطالعه ( اجمل ښکلی)
۲۰: څلور ښکلي غزلي( بېلابېل شاعران)
۲۱: ابوریحان البیروني ( حمیدالله حمیدي)
۲۲: فکري ازادي ( حضرت شاه احمدزی)
۲۳: څوک دی؟ (حشمت الله ننګ)
۲۴: ځوانانو ته ۱۲ مشورې ( رحمت الله الفت)
۲۵: غوره ویناوي ( حزب الله محمدي)
۲۶: د کمپیوټر د ډيټا او معلوماتو د ساتلو لپاره اوه په زړه پوري حل لاري ( انجینر حبیب شاه تړون)
۲۷: ګوګل ۱۸ کلن سو( فریداحمد درانی)
۲۸: د ۲۰۱۳م کال د درجه بندۍ له مخي د نړۍ ستر پوهنتونونه(پرمختګ ویپاڼه)
۲۹: سمسونګ، ایپل او نو … په یوه ثانیه کي څومره ګټه لري ( پرمختګ ویپاڼه)
۳۰: سپینه ماڼۍ سپینه نه وه ( //)
۳۱: په ۲۰۱۳م کال کي په نړۍ کي تر ټولو شتمن کسان
۳۲: د محصلانو لپاره په نړۍ کي ښه ښارونه
۳۳: د کابل او نړۍ د سترو ښارونو تر منځ واټن
۳۴: په افغانستان کي د کرکيټ چټګه وده او دې هېواد ته د نړیوالو پاملرنه
۳۵: انتخابات د خلکو له نظره
د ددوهمي ګڼي سرلیکونه:
بست پوهنتون مجله دوهمه ګڼه لومړی کال، دوهمه ګڼه د ۱۳۹۳ ل. کال د لوي میاشت
۱:سرمقاله ( پوهیالی عبدالمناف فردین)
۲:د ملي وحدت د لاري خنډونه(اسدالله غضنفر)
۳: د ډيورنډ معاهده ( شاولی سلطان)
۴:د قندي نباتاتو خوړنیز غذايي او اقتصادي ارزښت(څېړنپوه محمد قسیم مراد)
۵: بانک: (ناظم احمد نومیالی)
۶: د هلمند د رود هایدرولوجي( پوهیالی غلام یحیي څرګند)
۷: د هلمند د ماشومانو رواني حالت ته یوه لنډه کتنه( عبدالمناف فردین)
۸: د ښوونکي پيداکوژیکي مهارتونه ( پوهیالی بشیراحمد بابازوی)
۹: ګويته او د اسلام سپېڅلی دین ( نوراحمد عایل)
۱۰: د اسلامي ښووني او روزني د نظريې حقیقت ( مولوي عبدالحمید هلمندی)
۱۱: د اسلامي تفکر له مخي د اقتصاد علم ځیني بنسټيزو برخو ته یوه ځغلنده کتنه(معراج الدین متوسیم)
۱۲: علت افزایش بلاها( طبیه جعفري)
۱۳: نړۍ او موږ( وارث ب، ف)
۱۴: د خوشحالۍ راز( عاقله داوري)
۱۵: فیثاغورث دانشمند بزرګ در عرصه ریاضیات
۱۶: د کتاب نړیواله ورځ (الحاج عبدالعزیز فراهي)
۱۷: منشور کوروش( انتون چخوف)
۱۸: ټولینزي رسنۍ( ګربت ویب پاڼه)
۱۹: ادبیات او اروايي سوله ( عبدالغفور لېوال)
۲۰: په ادبي اثر کي د فکر او پیغام مسله ( ګل رحمن رحماني)
۲۱: یو علمي او څېړنيز اثر څنګه ولیکو؟ ( نوراحمد اېمل)
۲۲: لابراتواري معاینات لنډه کیسه ( اغا محمد قریشي)
۲۳: اوس د خپل کلي په کوڅو کي لنډه کیسه ( جاوید خان امیري)
۲۴: شعر او ادب ( د بېلابېلو شاعرانو شعرونه)​
۲۵: د غرب ښخي له عصري ارايش څخه لاس اخلي ( صدیقه داوري)
۲۶: زموږ هم خدای شته (بصیرالحق عادل)
۲۷: تیاره کوټه ( احمدشاه پاڅون)
۲۸: انټرنیټ از موبایل به لپ تاپ
۲۹: هغه عادتونه چي مغزو ته زیان رسوي( خوشحال تایب)
۳۰: چګونه فیسبوک را خصوصي بسازیم؟
۳۱: نقش مبایل در دنیای کودکان
۳۲: په نړۍ کي د پولیسو تر ټولو قیمتي موټران
۳۳: د هلمند بست له (۳۴۰۰) کاله مخیني سره (شریف الله دوست)
۳۴: د هلمند لو ادې مهذبه ښځه مهذب زامن زېږوي ( محمد شفیق ژمن)
۳۵: ځيني سپورټي لوبي لنډي ـ لنډي معرفي سوي
۳۶: سالم او مضر نیشنلیزم ( رحماني)

نور په بله برخه کي. . .