کور / تازه خبرونه / مالیې وزیر په افغانستان کې د نړیوال بانک له رئیس سره په اقتصادي مسایلو خبرې وکړې

مالیې وزیر په افغانستان کې د نړیوال بانک له رئیس سره په اقتصادي مسایلو خبرې وکړې

د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي د لړم د میاشتې په ۳۰ مه د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د نړیوال بانک له رئیس ښاغلی روبرټ باب سام سره وکتل او له هغه سره یې په دوه اړخیزه مسایلو بحث او خبرې وکړې. دواړو لوریو د مرکزي آسیا څخه جنوبي آسیا ته د بریښنا د لیږد د پروژې په پلې کیدو، د پایلو له پاره د وړتیاؤ د لوړولو پروګرام او کار د سولې له پاره د هغه پروګرام په اړه چې د ولسمشر په نوښت رامنځ ته شوی دی، ګټورې خبرې وکړې.
نړیوال بانک او د افغانستان د بیا رغاونې له پاره د وجهي صندوق مرسته کوونکي د افغانستان د کار له پروګرام سره د افغان دولت د هڅو ملاتړ کوي.
د مالیې وزیر او د افغانستان له پاره د نړیوال بانک رئیس د هغو لارو چارو په اړه خبرې وکړې چې کار د سولې له پاره پروګرام ډیر ژر په بریالیتوب سره عملي شي.