کور / تازه خبرونه / په کابل پوهنتون کي د کانديد اکاډميسن پوهاند مير حسين شاه پر ژوند او کار علمي سيمينار جوړ شو

په کابل پوهنتون کي د کانديد اکاډميسن پوهاند مير حسين شاه پر ژوند او کار علمي سيمينار جوړ شو

د کابل پوهنتون د اجتماعي علومو د پوهنځي په نوښت د کانديد اکاډميسن پوهاند ميرحسين شاه د نويمي کليزي په وياړ د هغوې د ژوند او کار په اړه علمي سيمينار جوړ کړ .

په دې علمي غونډه کي د افغانستان د جمهوري رياست استازو ، د لوړو زده کړو وزارت استازو او د کابل پوهنتون د استادانو سربيره د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت استازو هم ګډون کړې وو .

غونډه د قران کريم په مبارکو ايتونو پيل او بيا د جمهور ريس ډاکټر اشرف غني پيغام چي د پوهاند ميرحسين شاه خان د علمي کار او زيار ستاينه پکښي سوې وه ، د جمهور ريس په کلتوري چارو کي مشاور ، ښاغلي اسدالله غضنفر ولوست .

غونډي ته د درانه استاد د علمي کارونو په اړه د لوړو زده کړو وزارت ، د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت ، د کابل پوهنتون ، د کانديد اکاډميسن اعظم سيستاني ، د ډاکټر اکرم عثمان ، پيغامونه ولوستل سوه .

علمي غونډه د ښاغلي پوهاند الف شاه ځدراڼ له لوري مخ ته يوړل سوه .

علمي او تحقيقي ويناوي او مقالې د ښاغلي پوهاند پنجشيري ، ښاغلي پوهنوال رسول باوري ، څيړنوال ښاغلې عبدالغفور ليوال ، پوهندوې ښاغلې بريالې باجوړې ، د پوهنتون ځينو محصيلينو او د درانه استاد شاګردانو ، لخوا واورل سوې .

د علمي غونډي په پاې کي د علمي کنفرانس ټول ګډونوال ډوډې ته وبلل سوه او غونډه د پوهاند استاد ميرحسين شاه خان د اوږده او صحتمند ژوند په دوعايي پاې ته ورسيدل .