کور / تازه خبرونه / په زابل ولایت کې لس برمته شوي مسافر د کوچیانو او هزارګانو د یوې ډلې د کوچنۍ ستونزې له امله برمته شوي دي.

په زابل ولایت کې لس برمته شوي مسافر د کوچیانو او هزارګانو د یوې ډلې د کوچنۍ ستونزې له امله برمته شوي دي.

په زابل ولایت کې لس برمته شوي مسافر د کوچیانو او هزارګانو د یوې ډلې د کوچنۍ ستونزې له امله برمته شوي دي.

صدیق الله پوپل کندهار

د زابل محلي مقامات وايي چې پدې ولایت کې د یرغمل شویو مسافرو د خلاصون لپاره يې یو لیک تر لاسه کړی او په هغه کې د یرغمل شویو مسافرو دقیق شمېر هم په ډاګه شوی دی.

ددغه لیک پر اساس په زابل کې د یرغمل شویو مسافرو ټول شمېر ۱۰ تنه دی او د وسله والو طالبانو یو تن سیمه اییز قومندان دغه مسافر یرغمل کړي دي.

په زابل کي د ولسي مشرانو هغه جرګه چې ددغه مسافرو د خلاصون په هڅو بوخته ده وایي چې دا لس مسافر وسله والو طالبانو د کوچیانو د شکایت پر اساس بندیان کړي دي چې کوچیانو ته د ور اوښتي مالي تاوان د بیرته ور کړې غوښتنه کوي.

په زابل کي د ولسي مشرانو د هغې جرګې غړي چې د یرغمل نیونکو سره د خبرو لپاره له تیرو دوو ورځو راهیسې په خبرو بوخت دي وايي چې یرغمل نیونکو د ۱۰ واړه مسافرو بشپړ شهرت دوی ته په لیکلي بڼه ور کړی دی.

ددغو مشرانو د وینا له مخې د یرغمل شوو مسافرو اوه تنه یې د غزني او درې تنه نور یې د نورو ولایتونو اوسیدونکي دي.

د دې جرګې یوتن غړي حاجي بهلول لراوبر ته وويل چي یرغمل نیونکو د خپلو غوښتنو یو لیک ورته سپارلی او په بدل کې يې د مسافرو د خوشې کیدو خبره ورته کړې ده.

حاجي بهلول وویل چې د ملا تقوا په نوم د وسله والو طالبانو یوتن سیمه اییز قوماندان دوی ته په سپارل شوي لیک کې ويلي چي ” د جوزا په میاشت کې د غزني د ناور په ولسوالۍ کې د کوچیانو څو رمې چي شمېر يې ۴۲۰ راسه پسونه ته رسیږي د هزاره قبيلې اړوند غیرې مسئولو وسله والو له ځان سره بولي او ۲ تنه يې شپانه يې هم ور ټپیان کړي “.

نوموړي قومي مشر زیاته کړه چي یرغمل نیونکو ورته داهم ويلي چي د ستونزې د حل لپاره کوچیانو څو ځله د غزني ولایتي ادارې، پارلمان او ځینو نورو ادارو ته هم مراجعه کړې وه خو ستونزه یې چا حل نه کړه.