کور / تازه خبرونه / عزيزي: که ولس د کندهار امن غواړي، نو د امنيتي ځواکونو ملاتړ دي وکړي

عزيزي: که ولس د کندهار امن غواړي، نو د امنيتي ځواکونو ملاتړ دي وکړي

د کندهار والي وايي که ولس غواړي چي دغه ولايت په امن کي سي، نو د افغان ځواکونو ملاتړ دي وکړي.

د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي دا څرګندوني نن سهار په امنيتي غونډه کي چي په ولايت مقام کي جوړه سوې وه، وکړې. په غونډه کي د والي تر څنګ د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان داودشاه وفادار، د ملي امنيت رئيس قدرمحمد خان او د افغان ځواکونو يو شمېر نورو مشرانو ګډون کړی وو.

Kandahar madad khan chowk

د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي وويل که د کندهار اوسېدونکي د امن غوښتنه کوي، نو د افغان ځواکونو ملاتړ دي وکړي او د دښمن په وړاندي دي ورسره يو موټی سي. هغه زياته کړه چي د افغان ځواکونو له تقويې او ملاتړ سره د کندهار امنيت خوندي کېدای سي او که ولس له خپلو ځواکونو سره همکاري ونه کړي، نو امنيت ناممکن دی.

نوموړی وايي ترهګر يوازي له افغان دولت سره دښمني نه کوي، بلکي له ټول ولس سره يې دښمنۍ ته ملا تړلې ده، ځکه نو په کار ده چي ولس او افغان ځواکونه په ګډه د دښمن د شومو اهدافو مخه ونيسي. هغه د کندهار پر اوسېدونکو ږغ وکړ چي د خپلو امنيتي سرتېرو د قربانيو ستاينه وکړي او تر شا يې ودريږي تر څو د کندهار خلک په ارامه فضاء کي ژوند وکړي.