کور / مېرمن / جنسي ځورونه

جنسي ځورونه

نقيب الله لطيفي
کلفورنيا امريکا نومبر ۹ مه ۲۰۱۵

د نړۍ په مترقي هيوادو کي د جنسي ځوروني په باب د مکتبو او پوهنتونو څخه رانيولې بيا تر دولتي او نا دولتي ادارو پوري، هره پديده خپله واضح تګلار يا پاليسي لري چي د تخلف په صورت کي ورته جدي مجازات ټاکل سوي دي. ددې ترڅنګ، هر وګړي ته هغه که لوی دئ که کوچنی، که نر دئ که ښځه ورښوول سوي چي د جنسي ځوروني پرخلاف بايد څه وکړي.
خو له بده مرغه، په افغانستان کي دا کار نه پخوا رواج وو او نه هم اوسمهال دود لري. زموږ نجونو او هلکانو ته خپلو پلرو، مندو، وروڼو اود کورنۍ نورو غړو هيڅکله نه دي ورپام کړي او نه ئي هم ورښوولي چي که چيري معلم، د مسجد ملا، همصنفي یا ملګری مو په عضابوي، لاس در وړي، جنسي ټوکي او مسخرې درباندي کوي، نامناسبي خبري او اشارې درته کوي تاسي به ئي په مقابل کي څه کوئ او څوک به په خبروئ. زموږ نجوني او هلکان خوراکيان د شرم، حيا او ټولنيز فشار له اسيته هر راز روهي فشار او فزيکي شکنجه زغمي خو څه نه وايي.
نو ما له ځان سره لازمه وګڼله چي پردې موضوع يوه مقاله وليکم، خو ددې موضوع پر هره مسله باندي دقيق بحث په یوه لنډه ليکنه کي نه سي کېدای، بلکي کتابونه بايد پر وليکل سي. نو د نورو مسايلو څخه ئي صرفنظر کوم. په دغه اوسنۍ لنډه ليکنه کي صرف جنسي ځورونه او ډولونه ئي درپېژنم او د مخنيوي له پاره ئي لاري چاري وړاندي کوم.

image

لومړی: جنسي ځورونه هغو څرګندونو، اشارو، او عمالو ته ويل کېږي چي يوکس د توهينولو، ازارولو، زهيرولو او بيرولو په مقصد ترسره کېږي. د جنسي ځوروني تمرکز د يوه کس پرظاهري بڼې، بدني غړو، جنسي تمايل او يا جنسي فعاليت باندي وي. اضافه پردې، جنسي ځورونه عبارت له نابللي جنسي (غيراخلاقي )سرګندوني ، حرکت، اشارې او فزيکي تماس څخه دئ.

ددې سره سره، جنسي ځورونه ښايي شفايي ( د يوچا په باب څه ويل) وي، خو ضروري نه ده چي يوڅه بايد هرومرو په خوله وويل سي. خو ګاهي بيا کېدای سي چي فزيکي شکل واخلي. دا نو بيا په هغه صورت کي چي يو کس کوښښ کوي بل کس د هغه د خوښې او رضايت پرخلاف مچ يا لاس ور وړي.

دغه راز، د جنسي ځوروني قربانيان يوازي نجوني او ښځي نه بلکي هلکان او سړيان هم دي. ممکن پخپله نجوني نوري نجوني وځوروي، او يا په ځينو مواردو کي نجوني هلکان وځوروي. ښايي هلکان بيا د سړو له خوا وځورول سي. بعضي وخت، خو عموماً نه، د جنسي ځوروني مرتکب د عمر ډېروالي، سياسي او اجتماعي نفوذ، مالي امکانانو، تعليمي کچي، او کاري روابطو له کبله پر قرباني باندي برلاسی وي.

image

د جنسي ځوروني ځيني بیلګې په دې ډول دي:

• جنسي ټوکي، مسخرې، سرګندوني او اشارې يوچاته او یا د يوچا په باب کول.
• د يوچا په هکله جنسي يا غیراخلاقي افواوي و اوازې خپرول
• په تشنابونو او عامه ځايونو کي د خلکو په باره کي غير اخلاقي او جنسي پيغامونه ليکل
• يوچاته جنسي عکسونه يا غير اخلاقي وېډيو ور ښکاره کول يا ورایمېلول
• د یوچا څخه د هغه/هغې لڅ عکسونه غوښتل
• په ټولنيزه رسنۍ يا فيسبوک کي جنسي (غير اخلاقي) څرګندوني، عکسونه او ويډيوګاني نشرول.
• د مقابل جنس په توګه اينټرنټي ای ډي کارول او بيا جنسي څرګندوني او غيراخلاقي بلني خلکو ته ورکول.
• د يوه نفر پرسر،شا، اوږو لاس تيرول يا موښل (موږل)، په څنګل وهل، ډکه ورکول، نوکاره ورلګول او یا بل ډول نامناسب تماس ورسره کول.
• يوه کس ته په دوامداره توګه د دباندي وتلو بلنه ورکول پداسي حال چي هغه څو واره دغه بلنه رد کړې وي.
• يو څوک وهغه کار ته مجورول چي هغه په ناخوښه وي لکه مچه او جنسي اړيکي.
د جنسي ځوروني مخنيوي له پاره بايد څه وکړل سي

1- تعليمي، دولتي و نا دولتي ادارې او سازمانونه باید د جنسي ځوروني مخنيوي له پاره تګلاري جوړي اوپرعملي کېدو ئي ټينګار وکړي او ورسره سم خپل ټول مامورين، استادان او شاګردان په پوهوي.
2- د اعلانونو او پوسټرونو په ذريعه عامه پوهاوی زياتول.
3- دولت بايد د مرتکبينوله پاره د قانون په چوکاټ کي مجزات وټکي.
4- نجوني او هلکان بايد وپوهول سي چي څه ډول عمل جنسي ځورونه بلل کېږي. دا هم بايد ورته واضح کړل سي چي دا کار هيڅ د منلو او ګاللو وړ نه دئ او که چيري دا کار ددوی او يا کم بل چاسره کېږي، مشران بايد په خبر کړل سئ.
5- ځوانان تشويقول چي مودبانه اقدام اويا ږغ پورته کول خپل عادت وګرځوي.
6- ځوانان پوهول چي دوی ته په درنه سترګه کتل د دوی اساسي حق دئ او دوی بيا مسوليت لري چي د نورو درناوی وکړي.
7- ځوانان متوجه کول چي د رسنۍ څخه په پوره اګاهي او احتياط سره استفاده وکړي.
8- ځوانانو ته زمينه برابرول چي خپل حدود د جنسي ځوروني په دايره کي وپېژني.
9- غير اخلاقي ټوکي او مسخرې نه خپله کول او نه هم د نورو هغې ور تائيدول او پرخندل.
10- دجنسي ځوروني پر ضد پټه خوله نه نيول، او نه هم ځان ګول اچول(صرفنظرول).
11- کله چي يوڅوک ستاسي مرستي ته اړتيا ولري، ځان مه ځني سپموئ، ټول بيان ته ئي په غورسره غوږ نيسئ او پر حل لارو ورسره ږغېږئ.
12- د خپلو اولادو سره صميمانه او دوستانه اړيکه درلودل چي هغوی په ډاډه زړه سره خپل ورپيښ مشکل درسره شريک کړي.
13- ځوانان د بې ستره او نامناسبو کالو له اغوستلو څخه منع کول
14- د هغو کسانو سره روابط نه ساتل چي دوی ورسره ځان نا ارامه احساسوي او هغه کسان چي په اخلاقي فساد اخته وي ځان لېري کول.
جنسي ځناوران متاسفانه زموږ د ټولني په هره برخه کي دي. دوی صرف ددې موقع په تلاښ کي وي چي چيري يو بې وسه، بېخولې او بېزبانه په لاس ورسي او دوی ئي د خپلو ناولو او شهواتي خواهيشاتو ښکار وګرځوي. فلهذا اوس هغه وخت رارسېدلی چي د جنسي ځوروني ګاللو ته د پای ټکی کښېږدو او جنسي ځناوران پرې نه ږدو چي زموږ د نجونو او هلکانوخوږ ژوند ور تريخ او بېخوند کړي.