کور / تازه خبرونه / سراج الحق : دافغانستان دسولې منځکړيتوب ته تياريم

سراج الحق : دافغانستان دسولې منځکړيتوب ته تياريم

پېښور:دپاکستان دجماعت اسلامي مشرسراج الحق له خیبرنیوزسره په مرکه کی ووایل چې دکابل امن داسلام ابادامن دی مونږته په کاردي چې دیوگوندپرځای دټول افغان ولس ملاتړوکړو ددوی ترمنځ دسولې لپاره کاروکړوکه اشرف غني اوطالبان پرمااعتمادوکړی نوددوي ترمنځ سولې ته تیاریم افغانان باید دجمهوریت له لارې خپل مشروټاکی زماخپل هېواد (پاکستان ) ته هم مشوره ده چی دیوگوندپرځای دټول افغان ولس ملاتړوکړی که دناټواوامریکاسرتیري ووځی نوښه خبره ده په دی سره به دسولې خبره اسانه شي که له مااشرف غني وغواړی نوزه به دسولې لپاره په جهازکی نه ،په موټرکی نه ،بلکې په توره شپه په خپلوپښوکابل ته لاړشم سراج الحق له خیبرنیوزسره زیاته کړه چې دنیادې افغانستان تهدټانگ اوتوپ پرځای قلم راوړی دروسانوله ماتې وروسته مجاهدینودجهادثمره ددنیادسازش له امله ترلاسه نه کړه دنیوکی په توگه یی وویل چی مجاهدینو په منصبونوجنگ وکړدایونړیوال شازش وه دنیانه غوښتل چې افغانان یو وي