کور / تازه خبرونه / حامد کرزى:هیڅ څوک هم د افغانستان خلک نه شي جلا کولی

حامد کرزى:هیڅ څوک هم د افغانستان خلک نه شي جلا کولی

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د شنبه په ورځ د افضل خان لالا په یاد غونډه کې چې د پښتونخوا د مشرانو په ګډون د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له خوا په کابل کې جوړه شوې وه ګډون وکړ.
په دغه غونډه کې حامد کرزي د افضل خان لالا د ستر شخصیت او مبارزاتو په هکله خبرې وکړې هغه یې د پښتنو مخلص او خواخوږی مشر او د سولې او عدم تشدد مخکښ مبارز وباله وې ویل؛
د افضل خان لالا په ویناوؤ کې د یوالي او ترقي غږ تل اوچت او ځلانده ؤ او تل به یې د افغانستان د خلکو او د دیورند د دواړو غاړو د ولسونو د رنځ او درد، د دوی په وړاندې د دسیسو او توطئو او د دوی د فرهنګي او کلتوري ارزښتونو د له منځه تلو اندېښنه کوله.
حامد کرزي وویل بی له شکه چې افضل خان لالا د قوم خواخوږی، مهربانه، علم پروره، صلح دوسته او ترقي غوښتونکی شخصیت ؤ او د ده یاد او خدمات به د ولسونو په زړونو کې تل پاتې او جاودانه وي.
حامد کرزي زیاته کړه د افغانستان او د دیورند د دواړو غاړو خلک د پردیو او لویو قدرتونو د اهدافو او ګټو لپاره تر پښو لاندې دي او وژل کېږي. زمونږ پر خلاف توطئه دا ده چې په قبیلو وویشل شو، نه به تعلیم کوو او نه به خپل تاریخ پېژنو.
هغه وویل با عزته او آزاد ژوند، تعلیم او ترقي مبارزه غواړي او دا مبارزه زمونږ په تاریخ کې ډېرې ځلانده څېرې لري چې بې له شکه موږ به هم د هغوی په لاره روان یو.
حامد کرزي وویل هیڅ څوک هم د افغانستان خلک نه شي جلا کولی او مطمئنا چې متحد، یوه موټي او سرلوړي به وي.