کور / سياسي / سوله په هيله نه؛ په جديت او قاطعيت کيږي

سوله په هيله نه؛ په جديت او قاطعيت کيږي

په وروستيو کې د کابل ــ اسلام اباد اړيکو د خړپړتیا وروسته يو ځل بيا پاکستان هڅه کوي څو د کابل باور تر لاسه کړي. د پاکستان حکومت پرله پسې دافغانستان حکومت ته وړاندیزونه کوي چې که تیار وي اسلام اباد حاضر دی طالبان د افغان سولې اړوند د مذاکرو میز ته ورسره کینوي. خو افغان حکومت چې د پاکستان له دوه مخۍ تر پوزې راغلی؛ د پاکستان غوښتنو د شک په سترګه ګوري او ورته کوم مثبت غبرګون نه ښيي. ځکه پاکستان له افغانستان سره تل ژمنې کړي او افغانستان یې په ظاهره خپل دوست ګڼلی دی، خو د پردې شاته يي تل خپل منحوسه څېره پټه ساتلې او هميشه يي د افغانانو لپاره کندې کيندلې دي. پاکستان تل ژمنه کوي، تل د همکارۍ خبرې کوي، خو تل نه یوازې هغه عملي کوي نه، بلکې پر خلاف یې ګامونه اخلي.
د وروستيو راپورونو له مخې د افغانستان د سولې عالي شورا په پاریس کې د جوړېدونکې غونډې نتایجو ته هیله منه ده او وايي حالات، منطق او اسلامي غوښتنې د دې تقاضا کوي چې ټولې خواوې د سولې د مذاکراتو لپاره سره یوه خوله شي. د افغانستان د سولې عالي شورا سرپرست عبدالحکيم مجاهد ويلي چې هيله مند دی چې پاکستان به دغه ځل د سولې په خبرو کې رښتينولي وښيي. ولسمشر محمد اشرف غني اروپايي هېوادونو ته په شپږ ورځني رسمي سفر تللی دی، چې تېر ماښام د فرانسې مرکز پاریس ته ورسيد. ويل کيږی ولسمشر به په پاریس کې په درې اړخیزه او دوه اړخیزه غونډه کې د پاکستان له لومړي وزیر سره هم لیده کاته وکړي.
له وروستيو راپورونو داسې ښکاري چې افغان دولت يو ځل بیا د پاکستان په مکر تيروتی دی او په پاريس کې به له پاکستانيو چارواکو سره وګوري. اوس چې د سولې عالي شورا پاکستان ته یو ځل بیا شين څراغ ښکاره کوي او ترې د خير هيله کوي، دلته پوښتنه پیدا کيږي چې له پاکستانه په کوم ښه نيت ليدلو سره د سولې عالي شورا بیا هم له دغه هيواده د خير تمه کوي؟ د سولې عالي شورا ولي په پاکستان بيا هم باور کوي؟
که په پاکستان باور کيدلای شوای نو افغان حکومت خو له لومړۍ ورځې د تیرو وختونو په هیرولو سره پاکستان ته د دوستۍ لاس اوږد کړ، چې پاکستان هم په پیل کې په تاوده هرکلي کولو سره نوې ژمنې ورکړې. پاکستان ژمنه کړې وه چې طالبان به د کابل له حکومت سره د سولې د مذاکرو ميز ته کينوي چې لومړی پړاو يي په مري کې ترسره شو خو کله چې بیا د سولې خبرې یو اندازه د پرمختګ په حال کې وې نو بیا پاکستان د دغو خبرو د ځنډولو لپاره د طالب وسله والو مشر ملا عمر د مړينې خبر رسنيز کړ. د سولې عالي شورا بايد دا په یاد ولري چې پاکستان هيڅکله له افغان دولت سره ريښتونی نه دی پاتې شوی او تل يي په تکراري ژمنو افغان دولت دوکه کړی دی. پاکستان دلته په افغانستان کې په سوله کې نه؛ بلکه په جنګ و جګړه کې خپلې ګټې ويني. پاکستان له جګړې ګټه اخلي. دغه هيواد دلته په افغانستان کې د جګړې له ګرمې ساتلو نه هم ګټه اخلي او د سولې په نامه له نمايشي کارونو او تکراري ژمنو هم پوره ګټه اخلي. پاکستان د جګړې د ډګر د ګرم ساتلو سره له هغه چا امتياز اخلي چې دلته په افغانستان کې اوږدمهال ستراتيژيک اهداف لري. د نړۍ بل لوی قدرت دلته استخباراتي جګړه روانه کړې ده او پاکستان يي زمينه سازي کوی. همداشان پاکستان د افغان سولې پروګرام سره د نمايشي کړنو او تکراري ژمنو پر سر هم له نړۍ امتياز اخلي. دغه هيواد له وروستيو پنځو کلونو راهيسې؛ د تروريزم سره د مبارزې په نوم هر کال له امريکا يو ميليارد ډالره ترلاسه کوي.
افغان سوله له پاکستانه په هيله مندۍ نشي راتلای بلکه د سولې لپاره باید له پاکستان سره په قاطعيت او جديت خبرې وشي. افغان دولت دې یوازې د پاکستان ژمنو ته انتظار نه کوي، بلکه خپل ځان دې هغه حالت ته برابر کړي چې پاکستان ته ځواب وویلی شي. دلته سوله په هغه صورت کې راتلای شي چې د افغانستان ګاونډي هيوادونه په دې قانع کړلی شي چې نور دلته د جګړې په اور تيل ونه پاشي او د افغانستان په کورونيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي. دلته سوله هغه وخت ممکنه ده چې د روانې جګړې اصلي طراحان او لوبغاړي وپيژندلی شي او په مقابل کې يي مناسب غبرګون وښودلی شي. په افغانستان کې به سوله هغه وخت راشي چې دلته د پردۍ استخباراتي جګړې اصلي لوبغاړي له پښو وغورځولی شي. له پاکستانه هم هغه وخت د خير تمه په کار ده چې د افغان جګړې لوی لاسونه چې د پاکستان پر مټ دلته يي جګړې ډګر ګرم ساتلی؛ لانډه شي او نور پاکستان ته د جګړې د تودې ساتلو لارښوونه ونه کړي.