کور / هراړخیز / له زابله تر هلمنده

له زابله تر هلمنده

هسې خو هم ټول افغانستان د افغانانو ګډ کور دی، افغانستان وجود دی او نور ولايتونه يې غړي دي، ځينې ولايتونو د نږدې موقيعت له مخې په خپلو منځو کې ډېرې نږدې اړيکې لري، د خبريالانو، ليکوالانو، ځوانانو ترمنځ يې تګ راتګ ډېر وي، خپلو کې سره اړيکې پالي او يو بل ښې او بدې ته غواړي.
په دغه ولايتونو کې دوه ولايتونو چې تر ډېره خپلو منځو کې له نيکمرغه ښې اړيکې پالي هلمند او زابل ولايتونه دي.
زابل ولايت د کابل او هلمند پر لويه لار پروت ولايت دی، هغه د چا خبره د هلمنديانو دمه ځای دی، نو طبعاً به د هلمند ځوانانو او نورې فرهنګي هستۍ له دوی سره اړيکه لري.
هلمند کې د دولتي پوهنتون ترڅنګ شخصي پوهنتونونه هم سته، چې د زابل ډېری محصلين لوړې زده کړې پکې کوي، د اراکوزيا او وادي هلمند دوه شخصي پوهنتونونو کې تر ۵۰ ډېر د زابل داسې محصلين په لوړو زده کړو بوخت دي چې فېس نه ورڅخه اخيستل کيږي، دا خپل د زابلي ځوانانو سره د هلمنديانو د ښو اړيکو يوه نمونه ده، په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازي عبدالقادر قلاتوال د هلمند د خلکو، ځوانانو او فرهنګپالو سره ډېرې نږدې اړيکې لري، خپله د زابل محصلينو ته د هلمند په شخصي پوهنتونو کې د زده کړې زمينه قلاتوال صيب چمتو کړې ده.
دغه راز د زابل محصلين هلمند کې د ((زابل محصلين )) په نوم يوه مجله هم چاپوي دغه محصلينو يوه اتحاديه جوړه کړې ده چې د زابل پرته د نورو ولايتونو محصلين هم ګډون ورسره لري.
د دې ترڅنګ د هلمند ولايتي شورا هم د زابلي ځوانانو سره هر وخت همکاري او مرسته کړې ده، د دوی ستونزې يې حل کړي دي، منډې ترړي يې ورسره کړي او مشکل ته يې د حل لار ورته لټولې ده.
هلمند کې چې کوم فرهنګي او نورې غونډې جوړيږي د نورو ولايتونو ترڅنګ د زابل ځوانان او شاعران په ډېره مينه ورته راغوښتل کيږي دلته يې کوربتوب او مېلمه پالنه کيږي، ان چې ليکوال او شاعر عبدالقدير قلاتوال ورته د مرکز کابل څخه راغوښتل کيږي، په بېلابېلو وختونو کې قلاتوال صيب د هلمند سيند مشاعرې ته، سمينارونو ته او نورو لويو غونډو ته راغلی دی او د هلمند د خلکو سره يې خپل فکر او نظر شريک کړی دی، د قلاتوال صيب د اواز سره د مينې له برکته تېر کال نوموړي د هلمند سيند مشاعرې انانسري هم وکړه چې ګډونوالو په تودو چکچکو بدرګه کاوه.
مهمه خبره اړيکې پالنه ده، يوازې زابل او هلمند نه بلکې هر ولايت يې له بل سره بايد وپالي، په هره برخه کې چې وي، ځکه د اړيکو په واسطه فکري تبادله رامنځته کيږي، نوښتونه راځي او پرمختګونه رامخته کيږي.
هلمند کې د ګڼ شمېر ولايتونو ځوانان ژوند کوي، څوک دندې لري، څوک محصلين دي او څوک په شخصي کاروبارونو بوخت دي.
دلته ډېر داسې محصلين هم په دولتي پوهنتون کې شته چې له ډېرو ستونزو سره مخ دي، تر دې پورې چې ځينې محصلين ناروغه سي د تداوي او روغتون روپۍ هم نه لري، په دغه برخه کې د هلمند ډېری وګړو مرستې ورسره کړي دي.
زه بيا هم په هلمند کې په شتمنو خلکو او ملي سوداګرو ږغ کووم چې خپلې ډېرې مرستې دې د مسافرو محصلينو سره وکړي، دوی اړمن دي، هر ډول مرستو ته ستره اړتيا لري.
بل پلو دې ځوانان هڅه وکړي، اړيکې دې جوړې کړي، ځان ته دې کار پيدا کړي، نن سبا داسې زمانه او داسې ژوند راغلی دی چې خپله به ځان ته د هر کار زمينه برابروي، ځکه مصروفه ژوند دی، هر چا ته خپل غم او خپل کارونه ور پر سر دي، سره له دې چې محصلين په پوهنتونونو کې لوړې زده کړې کوي ورسره سم دې يوه بله دنده هم ترسره کړي، د خپلې څانګې اړوند اداره کې دې ځان ته کار پيدا کړي، دا خو له يوې خوا له دوی سره په کاري تجربه کې مرسته کوي، له بل پلو په اقتصادي برخه کې هم د دوی لپاره ګټور تماميږي.
د دندو په برخه کې د زابل د محصلينو ترڅنګ د نورو ولايتونو له محصلينو سره به زه تر خپله وسه مرسته وکړم ترڅو دوی ته په اړونده برخه کې دندې پيدا کړم، دغه راز په هلمند کې نورو فرهنګي ځوانانو سره دې اړيکې ټينګې کړي، خپله د هلمند مدني ټولنه بېلابېلو څانګې لرې، د هرې څانګې محصلين کولی سي په اړونده برخه کې کار وکړي، دغه راز د کار موندنې يو کميسون هم لرو چې بېکاره ځوانانو ته د کار موندنې هڅې کوي، نو له دغه ټولنو کميسونو او فرهنګي کړيو دې محصلين ګټه واخلي، هلمند يو پراخ ولايت دی، تقريباً د ټولو ولايتونو خلک دلته سته دی، دلته د کار کولو ښه زمينه چمتو ده، محصلين بايد د خپلو درسونو ترڅنګ کار وکړي، اړيکې دې ټينګې کړي، د محصل لپاره تر هرڅه اړيکې ډېرې مهې دي، چې له بېلابېلو فرهنګي او مدني کړيو سره بايد اړيکې ولري، کار وکړي، او خپل ژون د مخته يوسي.
د يو موټي او اباد افغانستان په هېله!