کور / تازه خبرونه / د دیني مدرسو د درسي کتابونو د تجربوي آزمیښت ورکشاپ پای ته ورسېد

د دیني مدرسو د درسي کتابونو د تجربوي آزمیښت ورکشاپ پای ته ورسېد

د دیني مدرسو د ثانوي دورې د درسي کتابونو د تجربوي آزمیښت (فیلډټیست) ورکشاپ چې لس ورځې وړاندې په کابل کې پیل شوی و ، د پوهنې د وزیر دکتور اسدالله حنیف بلخي، د اسلامي زده کړو د مرستیال دکتور محمد شفیق صمیم، د ښوونیز نصاب د مرستیال دکتور اسدالله محقق او د اسلامي زده کړو مرکزونو د یو شمېر استادانو په ګډون پای ته ورسېد.
د پوهنې وزیر دکتور اسدالله حنیف بلخي ددې ورکشاپ جوړېدل د اسلامي زده کړو د کیفیت لوړېدو لپاره مهم ګام وباله، زیاته یې کړه” د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو د پراختیا او پیاوړتیا په برخه کې تل هڅه کړې، او په دې لټه کې یو چې د دیني مدرسو او دارالعلومونو د شمېر له زیاتوالي سره د هېواد علم دوسته ځوانانو ته د اسلامي زده کړو اسانتیاوې برابرې کړو.”
د پوهنې ښاغلي وزیر زیاته کړه، چې یو شمېر اسلامي هېوادونو د دیني کتابونو د چاپ ژمنه کړې او هیله ده، چې په نژدې راتلونکي کې دغه کتابونه چاپ او د دیني مدرسو او دارالعلومونو پر زده کوونکو ووېشل شي.
د یادولو وړ ده، چې یاد کتابونه د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو مرکزونو د باتجربه استادانو او مدرسینو له لوري تالیف او تدوین شوي او د هېواد په دیني مدرسو کې یې د تدریس چارې عملاً پیل شوې دي.