کور / علمي / د پښتو هممانيزونو قاموس آنلاين سو

د پښتو هممانيزونو قاموس آنلاين سو

ahmad_wali_achakzai_pashto_synonyms_dictionary

د قاموسونه ټکی کام www.qamosona.com وېبپاڼي «د پښتو هممانيزونو او ورته لغتونو قاموس» آنلاين کړ. دغه قاموس چي پکښي د ۱۸۰۰۰ څخه د زياتو پښتو لغتونو هممانيزونه يا مترادف پښتو معناوي ليکل سوي، په ۷۴۵ پاڼو کي د ۲۰۱۵م کال د اکتوبر په مياشت کي په کوټه کي د پښتو نړۍ وال سيمينار په ترڅ کي چاپ سوی ؤ. دغه کتاب ما ناچيز (احمدولي اڅکزي) څو کاله تر مخه بشپړه کړی ؤ خو چاپ سوی لا نه ؤ.

ورته لغتونه څه مانا؟

د هممانيزونو تر څنګ ما (احمدولي اڅکزی) تر يوې اندازې کوښښ کړی دی چي د پښتو لغتونو سره داسي لغتونه هم وليکم چي په معنی کي ورسره په مستقيمه توګه شريک نه وي، خو د معنی په ساحه يا Symantic Domain کي ورسره دخيل وي. د مثال په توګه ليکوال او سريزه دوه بېل څيزونه دي او معناوي يې جلا دي. خو د معنا ساحه يې سره ګډه ده چي د مثال په توګه کتاب دی. يو بل مثال د بورقعې يا بوغرې راوستلای سو چي د څادر او ټکري څخه بېل شی دی، خو د معنا ساحه يې سره شريکه ده.

په ټوليزه توګه په دغه قاموس کي تر ۱۸۰۰۰ څخه زياتو پښتو لغتونو ته د هغوی هممانيزونه او د معنا په ساحه کي شريک پښتو لغتونه، املايي او لهجوي واريانتونه ليکل سوي دي.

مننه

د کوټي د پښتو اکاډمۍ د صدر سيد خير محمد عارف صاحب او جنرل سيکرتر ډاکټر عبدالرؤف رفيقي صاحب او نورو ټولو درنو غړو او مرستندويانو څخه مننه کوم چي زما دغه قاموس يې چاپ ته وسپاره او زه ناچيز يې دومره زيات ونازولم.د پښتو اکېډمۍ کوټي تکړه کمپوزر ګران خليل الله تصميم هم په دې لړ کي په زړۀ پوري خواري ايستلې ده چي مننه ځني کوم. ورسره د پښتو د ټولو مخکني او اوسني قاموس ليکونکو څخه مننه کوم او د څښتن تعالی څخه ورته د اجرعظيم دعا کوم. ما د خپل کار په جريان کي د دغو مخکنيو قاموسونو څخه ګټه اخيستې ده او زما کار په آسانه سوی دی. بېله د مخکنيو ليکوالانو د ستړياؤ څخه به زما کار د لا زياتو ستونزو سره مخامخ سوی وای.

په زياته بيا د ښاغلي ډاکټر محمد اکبر وردګ څخه مننه کوم چي د دغه قاموس په ليکلو کي ما د هغه د پخواني پښتو فرانسوي قاموس څخه زياته ګټه اخيستې ده.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د احمدولي اڅکزي د وېبلاګ څخه په مننه