کور / تازه خبرونه / کندهارښاروال د غوره خدمتونو پر وړاندي کولو ټينګار کوي

کندهارښاروال د غوره خدمتونو پر وړاندي کولو ټينګار کوي

دکندهارښاروالۍ اووه نیزه ا داري غونډه نن دکندهارښاروال انجنیر روښان ولسمل  ترمشرۍ لاندي جوړه سوه چي پکښي دښاریانو دغوښتنو ترڅنګ نور مهم موضوعات بحث سول .
اداري مجلس پرلاندي موضوعاتو فیصلې وکړې.

اول:ـ لومړي کندهار ښاروال دکندهار ښاروالۍ لخوا په ښار کي پر پیل سوو پروژو لنډ بحث وکړ چي له جملي یي داحمدشاهي جادې لویه پروژه چي کارونه دښاروال په وینا سم روان دي دوهمه لویه پروژه دښار بای پاس دسړک اساسي ترمیم وه دریمه پروژه دښار دحمیدي ښارګوټي وه چي دښاروال په ویناپه دې لنډو ورځو کښي به یي دتوزیع چاري پیل سي او بله پروژه دلنډي بازار دسړک وه چي کندهار ښاروالۍ یي اساسي جوړوي وروسته ټولو دناحیو مدیریتونوته ګډه دنده وسپارل سول چي دکندهارښاروالۍ د۱۳۹۵کال لپاره په بودیجه کي خپل ضرورتونه په ګوته کړي ترڅو وروسته په یاده بودیجه کي اساسي ستونزو ځای پکښي ورکړل سي .

دوهم:ـ مجلس تصمیم ونیوی چي هره ناحیه به خپل باقیات تر ټاکلي مودې مخکي پوره کوي .

دریم:ـ کندهار ښاروال دښاروالۍ داداري مجلس پر مهال دنظارت او ارزیابۍ مدیریت ته دنده وسپارل چي پروخت دښاروالۍ دټولو شعباتوڅخه جدي نظارت وکړي .
څلوروم:ـ دمجلس مشرتابه ټولو دناحیو مدیریتونوته سپارښتنه وکړه چي دخپلو مربوطه ناحیو په ټولو حدودو کي داوبو بندونه معلوم کړي ترڅو دقیقه سروې یي وسې .
پنځم:ـ وروسته دمجلس په وروستیو شیبو کي دمجلس مشرتابه دتنظیف ، سرسبزی اوساختمانۍ مدیریتونو ته یو شمیر لازمي سپارښتني وکړي او وروسته ددعایي په ویلو سره اداري غونډه پای ته ورسیدل .