Warning: mysql_num_fields() expects parameter 1 to be resource, boolean given in /home4/larawbar/public_html/wp-includes/wp-db.php on line 3096
کور / نوميالي / سلطان بهلول لودي

سلطان بهلول لودي

پښتون خورا باتور،مېړنى او وياړلى ولس دئ،پخوا بۀ يې د خپل لوى ولس پۀ مينه لۀ ساکستان(سيستان) څخه تر اگرې پوري واکمني چلوله خو نن پخپل لوى هيواد کښي کله د ملک او کله د امير او کله د خان او کله د يوه ولايت د ښاروال پۀ کچه د يوه بېواکه اقتدار پۀ محدوديت کښي ښکېل سوى دئ.

سلطان بهلول لودي

سلطان بهلول لودي د ملک کالا خان شاهوخېل زوى(٨٥٥­٨٩٤ هجري قمري/يونيز سپوږميز)او د اسلام خان لودي ورارۀ دئ چي په ٨١٤ يونيز سپوږميز(ه ق) کال د ملتان په کمانگرانو کښي زېږېدلى دئ او د لوديانو پۀ لوى ټبر پوري اړه لري.د بهلول مور هم شاهوخېله لودۍ او د ملک کالا خان ترله وه کله چي يې بهلول پۀ نس ؤ او لنگوالي تۀ نژدې وه خونه پر راونړېدله او مړۀ سوله او بلو(بهلول) يې لۀ نسه ژوندى راووت.بهلول په زلميتوب کښي سپاهي ؤ،بيا ملک سؤ، بيا يې سوداگري کوله، بيا د اسلام خان لودي زوم سؤ، او بيا په ٨٤٠ يونيز/هجري په هيند کښي د اسلام خان تر مړيني وروسته يې د سرهيند واک پۀ لاس کښي واخيست خؤ د ډهلي پاچا د بهلول ځپلؤ تۀ سکندر تحفه ورولېږئ او له بلي خوا جسرت گگهرځ پر سرهيند ورغلئ او د بې شمېره پښتنو ککرياني يې دلبار تۀ ولېږلې،بهلول بيا لښکري سره راټولي کړلې او پر سرهيند بريدونه وکړل او شاوخوا سيمي يې ونيولې او د ډهلي لښکرو ماته وکړله او پښتنو خپل غچ واخيست او بهلول تر پاني پت،سرهيند او ديپالپور پوري سيمي ونيولې او د پښتنو خپلواکه واکمني يې پکښي چلوله.

image image

image image

بهلول د ډهلي د سلطان محمد شاه سره اړيکي ښې کړلې او سلطان هم د سرهيند جاگير بهلول لودي تۀ د فتح خان پۀ لقب سرۀ وسپارئ خو کله چي د ميوات امراوو د مالوې پاچا سلطان محمود خلجى وپاراوۀ او ډهلي تۀ پۀ بريد رانژدې سؤ نو سلطان محمد شاه يې مخنيوي تۀ بهلول لودي وروغوښت او بهلول د شل زره لښکر او غښتلؤ غشي ويشتونکؤ سره يې د ډهلي پۀ شاوخوا کښي سلطان محمود خلجى سخت تاوياني کړ چي د همدې سوبي له کبله سلطان محمد شاه پر فتح خان نښمه(لقب) سربېره د خان خانان پۀ لقب بهلول سرهيند تۀ ستون کړ.پۀ ٨٤٥ هجر يې د لاهور او ديپالپور حکومت هم بهلول تۀ وسپارئ او د جسرت گگهر ځپلؤ تۀ يې وگمارئ خو جسرت د روغي پيغام د ډهلي د پاچهۍ د مبارکۍ سره بهلول تۀ ورواستاوۀ او بهلول هم ومانۀ.پۀ ٨٤٦ د ډهلي پاچا سلطان محمد شاه د ځينؤ امراوو پۀ لمسون بهلول تۀ د سختي ترټني ليک واستاوۀ او اړيکي خړي پري سوې ځکه نو بهلول پر ډهلي بريد وکړ او محمد شاه يې کلابند کړ خو بيرته سرهيند تۀ ولاړ.پۀ ٨٤٧ سلطان محمد شاه مړ سؤ او پر ځاى يې زوى علاوالدين د عالم شاه پۀ نامۀ پاچا سؤ ټوله اميران يې مبارکۍ تۀ ورغلل خو بهلول ور نۀ غلئ او پدې ورځؤ کښي د واکمنۍ خورا گډوډي وه ، لاهور،پاني پت،ملتان،ناگور حصار او هانسي د شاهوخېلو پۀ ولکه کښي ول،کول د عيسى خان او بيانه د احمد خان ميواتي او سنبهل د دريا خان لودي او چندوار د قطب خان لودي او بدايوان او د ډهلي شاوخوا د عالم شاه تر لاس لاندي وې.بهلول پر ډهلي بريد وکړ او شاه عالم يې کلابند کړ او پۀ لاهور کښي يې شاهانه جشن ونيوئ د روه او کسي غرۀ توريالي پښتانۀ هم راورسېدل،بهلول پر پښتنو ږغ وکړ چي پرته لۀ توري او سپاهيتوب څخه بۀ بل کار نه کوي.

پۀ ٨٥٢ کله چي شاه عالم له ډهلي څخه مارهري تۀ نژدې برهان آباد تۀ ولاړئ نو حميد خان وزير د شاه عالم د وژني لۀ دسيسې خبر سؤ او بيرته ډهلي تۀ راغلئ او پاچهي کورنۍ يې پۀ ډېره سپکاوي لۀ ډهلي څخه وايستله او پر ډهلي يې خپله غېږه راوگرځوله او بهلول يې د ډهلي د پاچهۍ لپاره راوغوښت خو بهلول ور ته وويل چي تۀ پاچا سۀ او زۀ بۀ د ډهلي ساتندوى او وزير سم چي همداسي هم وسول او حميد خان تش پۀ نوم پاچا ؤ او واک د بهلول پۀ لاس کښي ؤ او ډېر ژر يې حميد خان بندي کړ او د ډهلي بشپړ واک يې تر لاسه کړ او عالم شاه تۀ يې وليکل چي زۀ ستا پلار روزلى يم او زۀ ستا د لاسه وتلې پاچهي چلوم او تر اوسه خطبه او سکه ستا پۀ نامه ده او شاه عالم پۀ غبرگون کښي ور ته وليکل چي زۀ تا مشر ورور گڼم او نور نؤ د بدايوان پر جاگير پاتېږم.

٢٦ کلن فتح خان او خان خانان بهلول پۀ ٨٥٠/٨٥٥ يونيز د سلطان بهلول شاه غازي پۀ نامۀ د پاچهۍ اعلان وکړ او ټولواک سؤ،سکه يې ووهله،پاني پت،ديبالپور،لاهور،هانسي،حصار،بهړايچ،ناگور او ملتان يې ونيول. په ١٤٥١زييځ يې په هيند کښي د لودي سلطانانو واکمني جوړه کړله.کله چي عالم شاه مړ سؤ نو زوم يې سلطان محمود شرقي د جانپور پاچا غوښتل چي پر ډهلي بريد وکړي، سلطان بهلول سرهيند تۀ ولاړ او ډهلي يې خپل مشر زوى خواجه يزيد تۀ پرېښود.

د سلطان شرقي دوه لکه لښکر او يو نيم زر پيلان ډهلي تۀ راورسېدل بايزيد پۀ کلا ننوتئ او ښار کلا بند سؤ او د کلا ساتنه د بهلول خواښي مستو بي بي چي د اسلام خان لودي کونډه وه پر غاړه واخيست او ټولؤ ښځو تۀ يې د نارينوو کالي ور واغوستل او د کلا سر تۀ يې وخېژولې او پيرې يې باندي کولې او هغۀ مېړونه چي پۀ کلا کښي ول غشي ويشتلؤ تۀ يې وگمارل چي د خان جهان لودي زوم شاه سکندر شراڼى هم پۀ دې نامټؤ غشي ويشونکؤ کښي ؤ.

سلطان بهلول چي د شرقي د بريدو څخه خبر سؤ نؤ پښتنو تۀ يې ليکؤنه او جرگې ولېږلې او پر پښتنو يې ږغ وکړ چي لوى خداى پښتنو تۀ د ډهلي پاچهي ور کړې ده او دا پېرزوينه د هيندوستان نور پاچهان نسي زغملاى او غواړي چي پښتانۀ لۀ هيندوستانه ورک کړي، دا هيواد يوازي او آزات ملک دئ چي ټوله عزيزان پکښي ځايېدلاى سي کۀ تاسؤ راسئ پاچهي بۀ تش زما پۀ نامۀ وي خو تاسؤ ټولؤ تۀ بۀ خپل وېش ورسيږي، پدې ورځؤ کښي د جونپور پاچا خپلي لښکري پر ډهلي ور بهولي وې خو بهلول پښتنو تۀ وويل چي پښتنې خويندي او ميندي کلابندي گالي، راپاڅئ او د جونپور د پاچا سد سر تۀ ورولئ.کله چي د پښتنو لښکري تر بهلوله راورسېدلې او مخ پر ډهلي ورغلې پدې وخت کښي د دريا خان لودي ديرش زريز لښکر د څلوېښتو پيلانؤ سره چي سلطان شرقي د امير هراتي فتح خان تر مشرتابۀ لاندي ور سره کړي وې ورورسېدلې، جنگ ونښتئ ،قطب خان د امير هراتي پيل پۀ غشو وويشتئ او د سلطان بهلول د يوه امير پۀ لاس کښېوتئ او و يې واژۀ او د شرقي لښکري يې وتښتولې پدې مهال قطب خان پر دريا خان ږغ وکړ چي ستا د ټبر خويندي او ميندي کلابندي گالي او تۀ څنگه د پرديؤ پر سر جنگېږې.دريا خان لۀ دې پېغوره پر شا ولاړئ او سوبه د پښتنو پۀ برخه سوله.

بي بي مستو چي د شرقي لښکري وليدلې چي پخلؤ خيمو کښي کډي سره باروي نو د ښاديو او خوشاليو نغارې يې وډنگولې.دريا خان د ماتؤ لښکرؤ او د امير هراتي د وژلؤ خبر پر شرقي وکړ ځکه يې د کوچ نغاره بيرته د جونپور پر خوا وډنگوله او ډهلى يې پرېښود.

سلطان بهلول د پښتونخوا څخه راغليؤ تورياليؤ تۀ خورا درانۀ سوغاتونه ورکړل خو يوازي کالا خان لودي چي پۀ جنگ کښي ټپي سوى ؤ دا خلاتؤنه د ټپ د بيي(قيمت) پۀ پېغور و نۀ منل.کله چي د ملتان واکمن شيخ يوسف سهروردى تر ١٢ کاله پاچهۍ وروسته پۀ ٨٥٩ خپل زوم راى سهره لنکا کوم چي د سيوۍ پښتون ؤ بندي کړ د شيخ کورنۍ ډهلي تۀ راوښتېدل او سلطان بهلول تۀ يې پناه راوړله نو بهلول ونازاوۀ او خپله نازولې لور يې هم د شيخ زوى شيخ عبدالله تۀ وروادۀ کړله.پۀ ٨٦١ سلطان بهلول ميوات او دوآبې تۀ ولاړ او د ميوات خپلواک واکمن احمد خان يې اطاعت وکړ او د احمد خان اکا مبارک خان يې ډهلي تۀ يرغمل راوستئ او پۀ سنبهل کښي يې دريا خان لودي اطاعت وکړ او د راپړې پۀ نيولؤ سره يې درست ميوات،دوآبه،بهوگان او سنبهل د ډهلي پۀ پاچهۍ پوري وتړل.

سلطان شرقي غوښتل چي بيا پر بهلول بريد وکړي خو د راپړې حاکم قطب خان او د اټاوې حاکم راى پرتاب يې تر منځ روغه وکړله.سلطان بهلول پر شمشابات بريد وکړ او د جونا خان څخه يې ونيوئ خو سلطان شرقي يې پۀ اورېدلؤ خپلي لښکري شمشابات تۀ نژدې راوستلې جنگ ونښتئ خو د قطب خان آس نوک وخوړ او د شرقي لښکرؤ قطب خان ونياوۀ او د جنگي بندي پۀ نامۀ يې جونپور تۀ واستاوۀ او هلته اووۀ مياشتي بندي ؤ.سلطان بهلول د خپل اخښي پۀ بنديتوب ناآرامه سؤ او د يوه لوى لښکر سره د سلطان شرقي مقابلې تۀ ورغلئ، سلطان شرقي مړ سؤ او زوى يې بهيکن د سلطان محمد شاه پۀ نامۀ پاچا سؤ او د شرقي د مېرمني ملکې راجي پۀ مرسته جنگ وړ و نه بلل سؤ او د بهلول سره روغه وسوله خو قطب خان راخوشي نۀ سؤ.

ډهلي تۀ د بهلول بيرته راتگ بېله قطب خانه د بهلول مېرمني شمسو زياته پرېشانه کړله ځکه نو بهلول سمدستي بيرته پر جونپور وروگرځېدئ او تر سخت جنگ وروسته سلطان شرقي کنوج تۀ پر شا سؤ او ډېر غنيمتونه د بهلول لښکرؤ تۀ پۀ لاس ورغلل او تر گنگا د ډهلي لښکري پۀ پسې وې.

د سلطان محمد شاه او د دۀ د وروڼؤ تر منځ اختلافؤنه پيدا سول او پۀ امر يې خپل ورور شازى حسن ووژل سؤ او د ملکې راجي پۀ سلا د محمد شاه پر ځاى شازى حسين پاچا سؤ او سلطان محمد شاه ووژل سؤ او د ملکې راجي او نورؤ امراوو پۀ سلا ټول واک شاه حسين تۀ پۀ لاس ورغلئ او تر هر څۀ مخکښي يې قطب خان لۀ جونپوره راوغوښت خلاتونه يې ورکړل او بهلول تۀ يې ورولېږئ او سلطان بهلول هم شازى جلال الدين ډېر ونازاوۀ او د ډيرؤ خلاتو سره يې سلطان حسين شرقي تۀ ورواستاوۀ.پۀ ٨٦٣ سلطان بهلول شمشابات د شرقي واکمن جانا خان لۀ لاسه وکيښ او راى کرن يې هلته واکمن وټاکئ.

بهلول اټاوې تۀ ولاړئ او د راى پرتاب زوى نرسينگ يې سلام تۀ راغلئ او د دريا خان لودي څخه اخيستل سوى بيرغ او نغاره يې ورکړله او سلطان ونازاوۀ خو دريا خان دا د ځان پېغور وگاڼۀ او قطب خان يې د هغۀ وژني تۀ ولمساوۀ، د راى پرتاب وژني مبارک خان خوابدي کړ او د سلطان حسين شرقي خوا تۀ ورواوښتئ.پۀ ٨٢٦ سلطان بهلول ډهلي قطب خان او خان جهان وزير تۀ وسپارئ او د ملتان د حاکم ځپلؤ او د پنجاب د انتظام پۀ خاطر لۀ ډهلي څخه ووت خو د حسين شرقي د لښکرکښۍ څخه خبر سؤ او بيرته پۀ تلوار ډهلي تۀ ورستون سؤ او پۀ چندوار کښي اتۀ ورځي جنگ وسؤ او بيا امراوو د درو کالؤ لپاره د نۀ بريدکولؤ تړون وکړ او پۀ دې جنگ کښي احمد خان ميواتى او د کول حاکم رستم خان د شرقي خوا تۀ ورواوښتل او تاتار خان لودى د بهلول خوا تۀ راواوښتئ.بهلول غوښتل چي پۀ ميوات کښي احمد خان وځپي خو احمد خان د خان جهان وزير پۀ سلا ډهلي تۀ راغلئ او سلطان وباخښۀ.

درې کاله وروسته بيا سلطان حسين شرقي پر ډهلي يولک سپارۀ او زر پيلان رامخته کړل،اټاوه يې ونيوله او احمد خان ميواتى او رستم خان او د بيانې احمد خان جلوانى شرقي تۀ ورواوښتل مگر بهلول يې مخنيوى وکړ خؤ د خان جهان وزير پۀ کوښښ بيا د روغي تړون وسؤ او د شرقي لښکري بيرته جونپور تۀ ولاړې.

سلطان بهلول پۀ ٨٧٣ شيخ محمد پرملى او د گواليار د راجا زوى کپورچند د استازؤ پۀ توگه د مالوې پاچا سلطان محمود خلجي تۀ د مرستي لپاره ورولېږل او سلطان خلجي ور سره ومنله.سلطان شرقي بيا ډهلي تۀ لښکري راولېږلې خو بهلول و سلطان حسين تۀ خبر ور کړ چي خپله د جنگ ميدان تۀ يو پۀ يو رامخته سۀ خو د هغه خپل يو پهلوان چي رغبت خان نومېدئ ميدان تۀ راغلئ بهلول د حسين شرقي خيال پر وکړ د دواړؤ تر منځ يو پۀ يوه جنگ پيل سؤ کۀ څه هم بهلول د رغبت خان لۀ لاسه څو ځايه ټپي سؤ خؤ بيا يې هم رغبت خان مات کړ او و يې وواژۀ.امراوو بيا روغه وکړله او سلطان شرقي اټاوې تۀ ولاړ.

پۀ ٨٧٦ سلطان بهلول تاتار خان لودى د ملتان نيولؤ تۀ وگمارئ خو سلطان حسين شرقي د ١٠،٠٠٠ لښکرو سره پر راووت او تاتار خان ماته وخوړله.

پۀ ٨٧٧ د کاسمير فتح خان تر سرهيند پوري تالاگري وکړله.پۀ ٨٧٧ د کاسمير پاچا شاه حسن پر پنجاب بريدونه وکړل او تر سيالکوټ پوري سيمي يې تالا کړې.

پۀ ٨٨٣ سلطان حسين شرقي بدايون او سنبهل ونيول او تاتار خان او مبارک خان يې سارن تۀ بنديان واستول او د يولک او څلوېښت زره سپرو او يوز رو څلور سوو پيلانؤ سره پر ډهلي راغلئ کۀ څۀ هم بهلول سرهيند تۀ تللى ؤ د خان جهان زوى حسين خان يې د مرهټيؤ مقابلې تۀ واستاوۀ او خپله لۀ سرهينده ډهلي تۀ راغلئ .سلطان حسين د جمنا د سين پر غاړه ي واړول او پر دا بله ژۍ يې سلطان بهلول د ١٨،٠٠٠ پښتنو سره پر راووت، جنگ ونښتئ او يو څۀ لښکري يې تر يوه پاى گودر وروايستلې او د شرقي پر لښکرؤ يې ناڅاپه بريد وکړ او شرقي وتښتېدئ او ډېر آسان،پيلان او جنگي سامانؤنه يې تر شا پاته سول او ٤٠ تنه اميران يې بندي ونيول سول او د جاليسر،شمشابات،سکيت،کول،مارهره او جلالي سيمي يې هم لۀ لاسه ووتلې خو د سلطان شرقي امراوو ومنله چي د گنگا پوري غاړه دي د سلطان حسين شرقي وي او دا بله خوادې د سلطان بهلول وي او روغه وسوه او دهئوبامؤ سرحد وټاکل سؤ.خو يو کال وروسته بيا سلطان شرقي پر ډهلي لښکري راوبهولې مگر بيا يې ماته وکړله او دې وخت کښي خان جهان خان وزير مړ سؤ او بهلول يې زوى احمد خان د خان جهانۍ پۀ نښمه(لقب) د هغه پر ځاى وټاکئ او خپله يې پۀ راپړه کښي پر سلطان حسين شرقي بريد وکړ او شرقي پۀ تېښته گواليار تۀ مخه کړله او د جمنا تر سين چي وتئ ډير اميران او سپايان يې اوبو يووړل.سلطان بهلول پر اټاوه بريد وکړ د سلطان شرقي ورور ابراهيم خان او هيبت خان يې کلابند کړل او پسله درو ورځؤ يې اټاوه بهلول شاه تۀ تسليم کړ او بهلول اټاوه ابراهيم خان لواڼي تۀ وسپارله.

سلطان بهلول ورپسې کالپه هم لۀ سلطان حسين څخه ونيوله او بيا پر جونپور ورغلئ او سلطان حسين کنوج تۀ ځان ځيني وکيښ او سلطان بهلول پۀ پسې ؤ او د کنوج د رهت سين پر غاړه سره ونښتل او سلطان حسين ماته وخوړله او بهار تۀ وتښتېدئ ډېر مالونه او بنديان د پښتنو لاس تۀ ورغلل چي د سلطان حسين ملکه بي بي خونزه هم پکښې وه چي د خضر خان کړوسۍ وه خؤ سلطان بهلول پۀ ډېر عزت وساتله او پۀ ډېر احترام يې سلطان حسين تۀ ورواستوله.

جونپور يې مبارک خان لواڼي تۀ وسپارئ،قطب خان لودى او مبارز خان يې پۀ مجهوله کښي پرېښودل او خپله يې د بداون سيمي ونيولې.

پۀ ٨٨٤ سلطان حسين بيا پر جونپور لښکري راوبهولې او مبارک خان لواڼي ځان قطب خان تۀ ورساوۀ او سلطان بهلول خپل زوى باربکشاه(مبارک خان) د قطب خان مرستي تۀ ورواستاوۀ او خپله جونپور تۀ پسې ولاړ او بيا سلطان حسين جونپور پرېښود او بهار تۀ وتښتېدئ.پدغؤ ورځؤ کښي قطب خان مړ سؤ او بهلول خپل زوى مبارک خان د باربکشاه پۀ خطاب د جونپور پر تخت کښېناوۀ.د کالپې حکومت يې خپل لمسي د خواجه يزيد زوى اعظم هومايون تۀ وسپارئ.د چندوار او دهولپور راجا يې حکم ومانۀ او پنځوس منه سره زر يې بهلول تۀ ورکړل او د بارې حاکم آفتاب خان يې حکم ومانۀ او اووۀ منه سره زر يې د څپلۍ گنډ پۀ توگه بهلول تۀ ور کړل.د لهاپور او رنتهپور سيمي يې تالا کړې او بتخوني يې ړنگي کړلې او مسجدونه يې باندي جوړ کړل او بيرته ډهلي تۀ ستون سؤ او يو لوى جشن يې ونيوئ سپاهيان يې ونازول او مجبورؤ او محتاجؤ تۀ يې خزانې وغوړولې.

سلطان بهلول پۀ ٨٨٩ د مالوې د پاچهۍ پر يوه شمالي سيمه (پالنپور) باندي بريد وکړ خو بيرته يې پۀ روغه کښي ور پرېښود.

بهلول پر گواليار بريد وکړ خو د گواليار راجا دوه لکه سرې ومنلې او بيرته اټاوې تۀ ولاړئ.گوړکهپور يې ونيوئ او حکومت يې معظم خان اليزي تۀ ورپرېښود.

د سلطان بهلول لودي د سکؤ پر يوه خوا سلطان بهلول شاه بحضرت ډهلي او پر بله خوا الخليفت المؤمنين کښل سوى دئ.سلطان بهلول پۀ اتيا کلني کښي خپل لوى هيواد برخي برخي کړ:جونپور او لمرختيزي سيمي يې خپل زوى مبارک خان(باربکشاه)تۀ ورکړه،بهړايچ يې خپل خوريي کالاپهاړ،گړمانکپور يې خپل زوى عالم خان،کالپى يې خپل لمسي اعظم خان،بداون يې د خان جهان لودي زوى خان جهان ،ډهلي او دوآبه يې شازي نظام تۀ وسپارله او خپل ځاى ناستى يې هم شازى نظام وټاکئ ځکه چي مشر زوى خواجه بايزيد يوه مريي وژلى ؤ.

سلطان بهلول لۀ گواليار څخه ډهلي تۀ راروان ؤ پر لار ناروغه سؤ د اټاوې څخه د سکيت پۀ شاوخوا سيمه کښي اليگړ تۀ راورسېدئ ،ناروغي يې مرگي حاله سوله .سلطان بهلول څلور څلوېښت (٤٤) کاله پر هيندوستان باندي سلطنت وکړ او په ٨٩٤هجري/يونيز د هيندوستان د اليگړ د جلالې په قصبه کښي مړ سؤ او جنازه يې ډهلي تۀ راوړل سوه او د سېرۍ کلا د نصيرالدين څيراغ د هديرې تر څنگه ښخ سؤ.

سلطان بهلول د روه او کسې غرۀ پښتانۀ نۀ ول هېر کړي او تر کندهاره پوري بۀ يې ټبريزؤ مشرانؤ تۀ د پښتونولۍ او ټبرگلوۍ له کبله سوغاتونه او خلاتؤنه ورلېږل.

سلطان بهلول لودي د پښتو فى البديهه ريشاى(شاعر)ؤ او پخپل دلبار کښي بۀ يې د ريشيانؤ رابلنه او پالنه کوله.

محمد رسول کلاتوال هوتک پخپل بياض کښي ليکلي دي چي پۀ هيندوستان کښي د برسات موسم ؤ او خليل خان نيازي خپله څلوريځه(رباعي) وکښله او د سلطان بهلول پۀ مخکښي يې وويله:

خري اوريځي ژاړي د پاسه کويله ږغ کا بېلتؤن لۀ لاسه
يه! هغه لوني گوهر پۀ خول ستا دا مرحبا کا ستا زموږ مواسه
سلطان بهلول چي دا څلوريځه واورېدله نوسملاسي يې پۀ جواب کښي خپله څلوريځه داسي وويله:
ملک به زرغون کړم په ور کړه راسه گوره اوريځي د داد له پاسه
خول مي د عدل په درؤ رون دئ جهان به زېب مومي زما له لاسه