کور / کیسه / په بروکسل کي د ترهگرۍ بېره او دغه ښار ته زما سفر

په بروکسل کي د ترهگرۍ بېره او دغه ښار ته زما سفر

نجيب الله زيارمل

نژدې اووه مياشتي دمخه لا خبر وم چي د ۲۰۱۵م کال د ډسمبر مياشتي پر لومړۍ نېټه د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کي د افغانستان په اړه د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو کنفرانس رابلل کيږي، خو خبر نه وم چي دې غونډي ته به زه ورځم. د غونډي تر پيل دوې اوونۍ دمخه د ناټو د مطبوعاتي دفتر له خوا د دويچه ويله د افغانستان برخي ته بريښناليک راغلی او موږ ته ئې پکښې د ګډون بلنه راکړې وه. د دفتر له خوا لارښوونه وسوه چي زه (زيارمل) او د دري برخي يو همکار عارف فرهمند بايد دې غونډي ته د راپور جوړولو او ژوندي راپورونو ورکولو له پاره ولاړ سو. د ناټو له خوا د هغه هوټل چي پکښې اوسېږو به او د اورګاډي ټکټونه په بريښناليک کي راولېږل سول. دا نو هغه ورځي دي چي په پاريس کي (۲۰۱۵م کال د نوامبر ۱۳مه) تر ترهګرو بريدونو وروسته چي نژدې ۱۳۰ انسانان پکښې ووژل سول، په بروکسل کي د ترهګرو بريدونو د ويري په سبب تر ټولو لوړ د خطر زنګ وهل سوی وو او په دغه ستر ښار کي يو بل ډول فضا وه. په تلويزيوني راپورونو کي د بروکسل په ځينو ناحيو کي يوازي زغروال موټر ښکارېدل او هري خوا ته پوليس او عسکر کښته پورته کېدل.

په دغه ښار کي د ترهګرۍ په تور په داسي کسانو پسې لټون روان وو چي بڼې ئې موږ اسيايانو ته سوي دي! خير خو په اروپا کي په دغو ورځو کي دغه «له خطره ډک» ښار ته مي د کاري سفر ورځ راورسېده او د سفر موزې مي په پښو کړې. د سفر په ورځ (۲۰۱۵م کال د نوامبر ۲۹مه) مي له خپل همکار سره چي د سفر ملګری مي دئ د آلمان د بون ښار (چي پکښې اوسېږم) د اورګاډو په تم ځای کي د ماښام پر ۶ بجو او دېرشو دقيقو وعده ايښې وه. له معمول سره سم تر ټاکلي وخت لس دقيقې دمخه تمځای ته ورسېدم. دلته ډېرو نورو مسافرو هم اورګاډي ته انتظار کاوه. په دغه ورځ هوا لږ سړه وه او ما هم ځان ټينګ پېچلی وو. په تمځای کي ځينو مسافرو ماته نه زما بکس ته ئې د سترګو تر کنجو کتل. په اروپا کي اوس داسي يو حالت دی چي هرڅوک له خپلي سايې بيريږي! ملګری مي لږ وځنډېد خو د اورګاډي د حرکت وخت ته راورسېد. اورګاډی مو راساً بروکسل ته نه تلی او موږ بايد د آلمان په کولن ښار کي يو بل اورګاډي ته پورته سوي وای. د کولن ښار د اورګاډو په تمځای کي تر پنځلسو دقيقو دمي وروسته د بروکسل پر لور يو بل ګړندي اورګاډي ته پورته سوو.

پر ټاکلي وخت د شپې پر ۹ بجو او پنځه دېرش دقيقو د بروکسل «ميدي» تمځای ته ورسېدو. دلته تر کښته کېدو وروسته مي سمدلاسه وليدل چي هري خوا ته پوليس ولاړ دي او د هر مسافر حرکات جلا جلا څارل کيږي. په دغه ماښام په بروکسل کي داسي په شرپ باران اورېدی چي ما په اروپا کي ډېر لږ ليدلی دئ. مخکي تر دې چي تر هوټله پوري يو ټکسي ونيسو د سفر ملګري مي د سګرېټ څکولو د دمي غوښتنه وکړه او ما ورسره ومنل. د اورګاډي د تمځای په دروازه کي د سګرېټ څکولو پرمهال له يوه کجګره دوه ځوانان راووتل، کوچنۍ کوچنۍ پلنډي ئې هم په شا وې موږ ته ئې نه کتل سروينه ئې کښته ځړولي ول او کرار راغلل زموږ بغل ته ودرېدل. ما په دوی پسې سترګي وړلې چي څه کوي يو ئې زما همکار ته ور نژدې سو او ډېر کرار ئې وپوښتل:

-تاسي افغانان ياست؟

وروسته معلومه سوه چي دواړه له افغانستانه را مهاجر سوي ول او دلته د خپل ورور په لټه کي ول. خو موږ تر دوی لا په بروکسل کي نابلده وو او د ښار وضعيت ته په کتو سره چي زموږ په څو مترۍ کي زغروال موټر ولاړ ول، ژر مو غوښتل ټکسي ته وخېژو او هوټل ته ولاړ سو. له دوی سره مو له بده مرغه مرسته ونسوای کولای. تر هوټله پوري پر لاري مو څو ځايه په ښار کي زغروال موټر او د عسکرو ګزمې وليدلي. بروکسل داسي بڼه غوره کړې وه لکه يوه جنګي ښار ته چي سړی داخل سي. د شپې ښار ډېر خړ او بې نظمه راښکاره سو. فکر مي نه کاوه چي زه په اروپا کي يم. هوټل ته تر رسېدو وروسته خپلو کوټو ته ولاړو او د سبا سهار له پاره مو د ناټو کنفرانس ته تياری ونيو.
د نوامبر مياشتي پر ۳۰ نېټه سهار پر اتو بجو او ۴۵ دقيقو مو له پلان سره سم ځانونه د ناټو د عمومي مقر دروازې ته ورسول. دلته نو د نورو نړيوالو رسنيو ژورناليستان هم راورسېدل او بېروبار وار په وار زياتېدی. تر لږ ځنډ وروسته يوه مېرمن راغله او ږغ کړل چي افغانان دي رامخته سي. په دغه حال کي د آزادۍ راډيو دوه همکاران، نوري او صديقي هم راورسېدل او سره وموپېژندل. موږ ورمخته سولو تلاښۍ شروع سوې او موږ ته د داخلېدو کارتونه راکړل سول. د ناټو د مطبوعاتي دفتر د کارکوونکو وضعیت، په کندهارۍ اصطلاح وګټلو. هرڅه ئې راته برابر کړي ول او هرګړی به راباندي راګرځېدل او د احوال پوښتنه به ئې کوله. په دوی کي تر ټولو مهربانه بيا دانيل وو. دغه ورځ ښه په ځغاستو راباندي تيره سوه. هر دوه ساعته وروسته به يو کنفرانس وو او موږ به ئې په اړه راپور جوړاوه. ماښام پر شپږ بجې چي د ناټو له مقره راووتلو او تر هوټله پوري تللو باران لانده خشته کړو. هوټل له دغه ځايه د پښو په تګ لس دقيقې ليري وو. د هوټل په رستورانت کي د ډوډۍ مزه نه وه هغه تيره شپه ئې هم ډوډۍ نه لرله. همکار مي راته وويل چي د ډوډۍ خوړلو له پاره به ښار ته ولاړ سو او ما هم ورسره ښه کړه.

په هوټل کي د جامو تر بدلولو وروسته مو يو ټکسي راوغوښت او ښار ته ولاړو. ټکسيوان ته مو وختي لا وويل چي يوه افغاني، ترکي يا عربي رستورانت ته مو بوزي. له هوټله تر ښار په نيم ساعت کي ورسېدو. په ښار کي د کريسمس په رارسېدو سره هرځای د جشن څيراغان لګېدل، خو سړه سنا وه په بازار کي يوازي پوليس ښکارېده او عام خلک د ګوتو په شمار ول. موږ يو ګړی په يوه ښه رستورانت پسې وګرځېدو خو پيدا مو نه کړ باران هم اورېدی او د خلکو چپه چپه کتلو نور هم په تکليف کړو او يوه رستورانت چي د ښار په منځ کي د يوې غټي کليسا و مخ ته وو ننوتلو. کليسا داسي ښکارېده لکه ډېره تاريخي چي وي. په رستورانت کي هم ډېر خلک نه ول، خو هغه يو څو تنه چي له خپلو مېرمنو يا انډيوالانو سره ناست ول زموږ په ورتګ سره ناراحته سول، خبري او خنداوي لنډي سوې او تر هغو پوري چي د رستورانت مېلمه پال موږ ته ځای راټاکه د دوی سترګي په موږ کي پاته وې. مېلمه پال دروازې ته نژدې ځای راکړ او د خوړو ليست تر کتلو څو دقيقې وروسته مو د ډوډۍ فرمايش هم ورکړ. د پسه او چرګ د غوښو کباب ئې ښه په مغز پوخ کړی وو خو په خوند ئې ځکه نه سوم پوه چي د څنګ مېز ته مو ناستو مېلمنو څخه يوې ښځي چي شنې سترګي اوږده ژړبخونه وېښتان ئې پر يوه اوږه پر ځيګر رايله کړي سور نازک کميس ئې اغوستی او بدن ئې ترې معلومېدی، ډوډۍ ئې په حول حول خوړل او له هري ګولې سره ئې د سترګو تر کنجو راته کتل. کله چي زه له ځايه لږ وښورېدم له هغې څخه کاچوغه هم ولوېده.

په بروکسل کي د حکومت له خوا د ترهګرۍ خطر په اعلان سره له خلکو څخه عادي ژوند ورک سوی او يو عجبه حالت وو. تر ډوډۍ خوړلو وروسته له رستورانته په وتلو سره داسي احساس سوه لکه په مېلمنو کي چي له سره سا وچوڼېده. زموږ ورتګ پر دوی او د دوی حرکاتو پر موږ ډوډۍ زار کړه. باران ډېر توند وو بيرته مو ژر يو ټکسي ونيو او د هوټل ادرس مو ورکړ. دغه ټکسيوان د نورو ټکسيوانانو په شان نه وو، ده د چين يا کوريا د وګړو په شان څېره لرله، خو له هغو نورو سره چي موږ ورسره تللي وو، څېرې ئې هغو کسانو ته سوي وې لکه په تلويزيونونو کي چي اعلانونه کيږي او د ترهګرۍ په تور ورپسې لټون روان وو. (سرونه خريلي او نازيکي ږيري). خو ټول په انګرېزي ږغېدل او پرخپل وخت ئې هم خپل ځای ته رسولو. دې ټکسيوان چي ټيټ قد ئې لاره عينکي پر سترګو او مغزی ئې نه سوای ګرځوالی، تر نيم ساعت سفر وروسته داسي ځای ته بوتلو چي نور سړک نه وو شاوخوا ځنګل وو. موږ دواړه وارخطاسوو چي دا ئې چيري راوستلو او يو له بل سره مو خبري شروع کړې. دی بېچاره هم واښ و غوزی سو او سمدلاسه ئې راته وويل چي وارخطا نه سئ ما ادرس غلط کړی بيا ئې هغه د لارښووني آلې (نويګېشن) ته ادرس ورکړ او لس دقيقې وروسته ئې هوټل ته ورسولو.

د هوټل په کوټه کي يوازي وم. موږ دواړو ته ئې جلا جلا کوټې راکړي وې. پر کټ کښېناستم لاس مي تر زني لاندي کړ او چرت يووړم. – دا حالت خو سړی زهيروي هري خوا ته ځې خلک ځان درڅخه ليري کوي، يو بل ډول درته ګوري، خپل کار ځني پاته وي او بکس ته دي ګوري په موږ نو څه سوي دي؟ نو هرڅوک چي تور وېښتان لري ترهګر خو نه دي. خو په اروپا کي وروستيو بريدونو په خلکو کي بېره دومره ډېره کړې ده چي عادي حالت ته راگرځېدل به ئې ډېر وخت وغواړي. دا خلک ملامت هم نه دي. موږ ته ورته څېرو څو واري په اروپا کي پر عامه ځايونو بريدونه کړي او بې گناه انسانان ئې وژلي دي. دوه ساعته په همدې چرت کي راباندي تېر سول. د سبا له پاره کنفرانس ته د سهار پر نهه نيمو بجو ورغوښتل سوي وو خو ايميل راغلی چي سهار پر اته بجې بايد هلته ياست. شپه ښه توده وه خو خوب مي لږ وکړ. سهار پر خپل وخت د ناټو مقر ته ورسېدو.

په دغه ورځ (۲۰۱۵م کال د دسمبر۱) د افغانستان په اړه بحث کېدی او زموږ له پاره نو تر ټولو ستړې ورځ وه. د هر هيواد استازی يا د بهرنيو چارو وزير چي به خبري غونډي ته راغلی پر وينا به ډېر غښتلی وو او له ژورناليستانو سره به ئې ټانټې چيچلې او جوابونه به ئې هم معقول ول. زموږ ډېره تلوسه وه چي د افغانستان د بهرنيو چارو وزير هم راسي. د کنفرانسونو سالون ته پنځلس دقيقې دمخه لا داخل سوم او په دريم کتار چوکيو کي مي ځای ونيو. لپټاپ مي پر زنګنو پروت او راپور مي ليکی چي دروازه خلاصه سوه او يو ميانه قته اسکېرلی «ډيپلومات» چي توره دريشي ئې کړې او سره نېکټايي تړلې ده او دوه نور کسان چي تر ده جګ نه ول په پسې ول. سالون ته په راتګ سره ډېر وارخطا ښکاره سو ستګري چي ئې په سالون کي پر ناستو ژورناليستانو ولګېدې دريځ ته په ورتګ سرئې پښې لنډي لنډي کېدلې. داسي ښکارېدی لکه په زور چي ئې راوستلی وو. د کاغذ له مخي ئې دوې دقيقې وينا وکړه او څلور واري پکښې بند سو. د پوښتنو وخت چي راورسېد د مخ بڼه ئې واوښته. له هري پوښتني سره به ئې يوار خپل وياند ته په نااميدۍ وکتل ناړي به ئې تيري کړې او په ګوډه و ړنده انګريزي به ئې پوښتنه داسي جواب کړه چي هيڅ سره به ئې نه سره خواړه. د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني درو پوښتنو ته جوابونه وويل او وياند ئې کنفرانس ختم اعلان کړ. نژدې ټول ژوناليستان په خندا له سالونه راووتل.

په دغه ورځ په څلور واري راپور ليکلو او خپرولو کي بريالي سوو او زموږ کاري دنده پای ته ورسېده. په دغه شپه مو وپتېيله چي نن به ښار ته نه ځو او په هوټل کي به پاتيږو. ملګري ته مي وويل چي سهار پر نهو بجو به ښار ته ځو چي وروسته بيا د کور پر لور حرکت دئ او ښار به د ورځي ووينو دا دوې شپې خو مو ښار سم نه وليد. زه تر اوسه بروکسل ته داخل سوی نه وم د بلجيم د يارانو او دوستانو غم دي خدای نه راکوي دوه درې واري ورته راغلی يم خو د بروکسل مرکز ته ننوتلی نه وم. د کنفرانس په ورځو کي هم ښاغلي انجينر صاحب او هم جهاني پيغامونه راولېږل چي راپسې راځي او بانډار ته مي بيايي. د دوی ئې کور ودان، خو زما کاري مهال وېش داسي وو چي له دوی سره مي د ليدلو وخت پيدا نه کړ. که ژوند وو زه به د دوی احترام ته ورځم.

د دسمبر مياشتي پر دوهمه نېټه سهار پر نهو بجو له هوټله د ښار او له هغه ځايه مو د کور پر لور حرکت وکړ. په ښار کي د تيرېدو پرمهال بروکسل داسي يو انځور راکړ لکه زه چي په اروپا کي نه يم. پر سړکانو هري خوا ته خالي کارتنونه او خلطې پرتې وې، د سړک په ژيانو کي حتي لوشي وې، ترافيکي نظم هم داسي وو لکه د کندهار په ښکاپر بازار کي چي موټران سره بند سي او آرنونه پيل سي. کيدای سي زه پر داسي لارو برابر سوی يم چي هغه کنډ و کپر وې. ښار ډېر غټ دی کيدای سي هره ورځ د ښاروالۍ د تنظيفاتو اداره ئې په پاکېدو و نه رسيږي. خو د اورګاډو عمومي تمځای ئې د اروپا له سترو ښارونو سره برابر جوړ او هرڅه پکښې منظم ول. ما تر اوسه په اروپا کي د اورګاډو په تمځای کي داسي تلاښي او کنترول نه ليدلی او نه هم اورېدلی وو لکه په بروکسل کي. د همدې ورځي پر لس بجې او پنځه ويشت دقيقې مو له بروکسله په ګړندي اورګاډي کي د آلمان پر لور حرکت وکړ او تر درې ساعته سفر وروسته خپل ښار (بون) ته بيرته ورسېدم او سفر مي پای ته ورسېد.