کور / تازه خبرونه / د آسیا زړه په کنفرانس کي د هند خارجه وزیره هم ګډون کوي

د آسیا زړه په کنفرانس کي د هند خارجه وزیره هم ګډون کوي

د هندوستان حکومت منلې چي د هیواد خارجه وزیره سوشما سورج به اسلام آباد ته په دوه ورځني سفر ولاړه سي.
آغلې سورج د آسیا زړه په کنفرانس کي د ګډون په پلمه اسلام آباد ته ځي، چي تر څنګ به ئې له خپل پاکستاني سیال سرتاج عزیز سره د دواړو هیوادونو پر دوه اړخیزه مسایلو، د کشمیر پر موضوع او د تروریزم ضد مبارزه باندي خبري وکړي. تر ۲۰۱۲ وروسته دا لومړی ځل دئ چي د هند خارجه وزیر پاکستان ته سفر کوي.
هند په داسي حال کي د آسیا زړه کنفرانس ته د خپل خارجه وزیري د ورتګ اعلان کوي، چي پرون د ټایلنډ په مرکز بنکاک کي د پاکستان او هندوستان د ملي امنیت مشاورینو هم له یو بل سره ولیدل.
د آسیا زړه کنفرانس چي هر کال جوړېږي سږ ئې پنځمه غونډه ده، چي د ډسمبر پر نهمه جوړېږي او د بحث موضوع ئې افغانستان دئ.