کور / تازه خبرونه / پر ٥٥ مهاجرو كورنيو مرسته وويشله سوه

پر ٥٥ مهاجرو كورنيو مرسته وويشله سوه

ننه ورځ دبلوچستان دپښين سيمي ته څيرمه دافغان کډوالوپنډغالي نوي سرانانو په دوولسم نمبر ښوونځې کې د۵۵ کورنيو سره د دورجو،بوري ، غوړيو اودکاليودصابون مرسته په برمنګم ښار کې د يوه افغان ورور چي انجينر قدرت الله ابراهيم خيل د ميدان وردګ ولايت اوسيدونکې دی په بلوچستان کې د افغان کډوالو د ځوانانو او ښوونکو د ټولنې د مشر ښاغلې ظاهر پښتون سره نغده مالي مرسته کړې وه.

ښاغلي ظاهر پښتون دا مرسته د پاکستاني رسنيو په وړاندي د نوي سرانانواو ازبک بازار سيمي هغه يتيمو او بې سرپرستو او معيوبو خلکو ته وويشله .

ښاغلی پښتون رسنيو ته زياته کړه چې له کوچني اختر څخه را وروسته ما د ځينو وطن پالو افغانانو چې په اروپا او امريکا کې ميشت دي اوخوصآ د انجينرصيب ابراهيم خيل په مالې مرسته او دلته په بلوچستان کې د اومه ويلفر او ازاد ژورنالست ښاغلي جمال خان ترکې په واسطه ۳۰۰ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده .

خو بيا هم په څلورو پنډغالو کې ۸۹۶ داسي کورنی موجودي دي چې د روزګار يې څوک نسته يواڅی د لوی الله (ج) دربار ته شپې او ورځي سبا کوي .

او که داسي خيريه اداره او يابل کوم څوک مهرباني کوي زه يې هري قربانۍ ته اماده يم

د دې مرستو په توزيع کې د ښوونځيو سرښوونکو ،ښوونکې او قومي مشران هم موجود وو.