کور / نثر / پښتو دېواني شعرونه او قلمي نسخې

پښتو دېواني شعرونه او قلمي نسخې

د پښتو ادبياتو په لومړي پېر کې، يو شمېر داسې شعرونه وویل شول، چې له بابته يې د پښتو شعر دېواني (دويم ادبي) پېر ته لاره پرانستل شوه.
د دغه ادبي پېر لومړی پړاو چې د پيرروښان مهال دی د منځپانګې له مخې د پام وړ دی.
که څه هم پيرروښان (۹۸۵ّـ ل ل مړ) په خپل کتاب کې د قرانکريم د الرحمن سورت په پيروۍ د پښتو ژبې يو ځانګړی مسجع نثر رامنځته کړ، چې اخون دروېزه دغه مسجع نثر ته شعر ووايه او ده هم د خيرالبيان په څېر يو کتاب چې مخزن الاسلام نومېږي وکېښ.
ما (ليکوال) د مخزن الاسلام په څېر د برېتانيا له بېلابېلو کتابتونونو نه (په سر کې له برټش کتابتون څخه) (۱۶۹) يو سلو نه شپېته پښتو دېوانونه چې د قلمي نسخو په ډول خوندي دي راټولې کړې چې په دغه لړ کې د مخزن الاسلام يو ویشت قلمي نسخې هم پکې موجودې دي.
په دغه ادبي پېر کې د پير روښان او اخوند دروېزه پلويانو او پيروانو پښتو دېواني شعر وپاله او يوه نوې ساه يې ورکړه او د ليکلو شعرونو دېوانونه يې وکښل، چې يو شمېر ليکوال دغه دېواني شعرونه عروضي شعرونه ګڼي، خو ماته د تامل وړ ده. د دغو عروضي ډوله شعرونو مخکښ د پيرروښان يو باوري ملګری ارزاني دی، چې د دېوان څښتن شاعر يې ګڼلی شو، ولې پښتو شعر په طبعي ډول له عربي عروضو سره سر نه خوري، او ځان ته څپيز او خجيز ارزښت لري.
ما د ارزاني يوه قلمي نسخه په برټش کتابتون کې ترلاسه کړه، چې اوس دغه قلمي نسخه په (۴۴۹۶) پرلپسې شمېره کې خوندي ده. دغه لاسي نسخه نه شپېته (۶۹) شعرونه لري چې د الفبا په ترتيب ليکل شوي دي او دېواني بڼه لري.
ميجرراورټي ددې دېوان د پنځونکي په اړه ليکلي دي، چې په ژبنيو چارو کې د بايزيد انصاري مرستيال و. اخوند دروېزه هم د ده په باب داسې ليکلي دي:
((شاعر ارزاني د پښتنو د خويشکي ټبر د هغو درې وروڼو (ارزاني، عمر او علي) څخه يو و)).
همدغه د شعرونو دېوان لرل دا په خپله د کلاسيکې ادبي دورې د پېر يو پرمخللی بهير دی:
د يوه وحدت له اصله
د کثرت شول ډېر فروغ
يو دېوان په پښتو ژبې
پر دېرش حرفه کړم بنا
د دوهم ادبي پېر په لومړي پړاو يا په ټول کلاسيک پېر کې يو شمېر شاعرانو په بېلابېلو بڼو قافيه وال شعرونه ليکلي دي چې ما د ګڼ شمېر شاعرانو دېوانونه چې (۱۶۹) قلمي نسخي دي په برټش او د بريتانيا په نورو کتابتونو کې تر لاسه کړي دي.
د همدغو دېوانونو له مخې ګورو چې په درېيمې لېږدي پېړۍ کې پښتو څلوريځه (قطعه) په پنځمې لېږدي پېړۍ کې پښتو بولله (قصيده) په اتمه پېړۍ کې پښتو مثنوي او غزل او همدارنګه په دغو قلمي دېوانونو کې دويزه، پېنځيزه، پاړکۍ، ترجيع، بند او نور داسې ډولونه چې له عربي ژبې پښتو ژبې خپل کړي د پښتو ادب ډګر ته راننوتل.

په دغو دېواني شعرونو کې داسې بېلګې شته چې هره مسره يې په لومړۍ خجنه څپه پيليږي، خو که مونږ په ټوله کې د بېلابېلو دېوانونو سيلابوتونيک ((خجيز، څپيز)) جوړښت ته پام واړو داسې شعرونه تر ګوتو کولی شو، چې په لومړۍ، دويمه، درېيمه او په څلورمه خجنه څپه باندې پيل شوي دي.
د استاد زیار خبره “مسرې لنډترين بريد يې له پنځو (۵) څخه تر دوه څپيزو رسېدلي او اوږدترين هغه يې له شپاړس څخه تر څلوېښت پنځه څلوېښت څپو پورې.”

که مونږ د پېر روښان د مهال نه راواخلو، کوم دېواني شعرونه چې په هغه وخت کې ويل شوي دي او اوس يې قلمي نسخې په واک کې لرو يوه بېلګه هم د ميرزاخان انصاري ده. نوموړی نه يوازې د پېر روښان لمسی دی، بلکې د ده د لارې پلوی هم دی.
په برټيش کتابتون کې د نوموړي د شعرونو يو دېوان چې (۱۳۹) پاڼې لري موجود دی. د دغه دېوان اوه قلمي نسخې چې لومړۍ نسخه يې په (۴۲۲۸) پرلپسې شمېره کې خوندي ده په (۱۶۸۹) کال خطاطي شوی دی، ليکدود يې نستعليق دی.
يو شعر يې د بېلګې په توګه راخلو، چې د څپو شمېر يې د لومړۍ مسرې (۱۲) ته رسېږي او د دويمې مسرې يې يوولسو ته.
په وحدت له هره جوده بېګانه يم
په کثرت د ميرزا په خوله ویېږم
علي محمد مخلص د پير روښان يو بل مريد او پيرو دی، چې نوموړی هم د دېوان څښتن شاعر دی، چې ما د ده د دیوان يوه قلمي نسخه په برټش کتابتون کې لوستې چې اوس (۶۷۵۶) پرلپسې ګڼه کې خوندي دی.
د پيرروښان نور لارویان او پلويان چې د هغه مهال نامتو شاعران دي:
ملا عمر، دولت لواڼي، واصل روښان، خواجه محمد روښاني، کريمداد، عبدالله، قادرداد، روښاني اوکرزی، ملا الف کندهاری، شيخ ادم روښاني، ميرخان روښاني او نور يادولای شو.
همدارنګه د اخوند دروېزه د زوی کريمداد د نظمونو يو دېوان د برټش کتابتون په قلمي نسخو کې په (۲۸۱۶) پرلپسې ګڼه کې خوندي دی.
د دغه ادبي پېر په دغه پړاو کې د څومره والي له مخې ډېر پښتو دېوانونه کښل شوي دي، ولې د شعر څرنګوالي له مخې د پيرروښان د مريدانو او پلويانو شعرونه ذهني او مذهبي رنګ او خوند لري.
د پښتو په کلاسيک ادبي پېر کې يو بل پرمختللی پړاو او بهير چې نه يوازې د شعر څومره والی یې د پام وړ دی بلکې د شعر څرنګوالي کې هنري ارزښت هم د ډېر پام وړ دی، چې هغه د خوشال خان خټک د مهال شعري بهير دی.
ولې پخوا تر دې چې د نوموړي شعر ته تم شو، غوره به وي چې د پيرروښان د مهال او له هغه وروسته چې کوم لارويانو او مريدانو کوم دېوانونه ليکلي دي د شعرونو څو نمونې يې د بېلګې په توګه راوړو:
په څلور لفظه يې جوړ خيرالبيان کړ
موافق شته په ايات په حديثونه
افغاني لفظ مشکل و لوست ښکوي نشو
ورته اوشوه کننده ديارلس حرفونه
((دولت لواڼی))
که توفيق مې حق نصيب که
زه به کښم د حق وينا
يو دېوان په پښتو ژبې
پر دېرش حرفه کړمه بنا
هېڅ افغان، ده غوندې شعر کړی نه دی
په خپل عصر کې تر هر شاعر بهتر
ميرزاګنج راته خپل کور او ښود غني شوم
بېهوده محنت به ولې د بل چا کړم
((دولت لواڼی))
د ګمان خمار مې لرې شه له سره
چې ساقي شه میا روښان غمخوار زما
((علي محمد مخلص))
ای واصله د ګمان له اصله مشه
د پيالې ګمان به اوبخښي غفور دی
((واصل روښاني))
د وحدت ونه يوه ده يو يې اصل
په کثرت باندې خوره شوه يو څو ښاخه
((کريمداد))
مجلس کړه د صالحينو
ناستی مکړه د بې دينو
د دوبي قلعه به کړم پرې دړې وړې
برکت مې په اواز کې د کامل شته
((شيخ ادم روښاني))
همدارنګه د روښاني سبک پلويان ځينې نور شاعران هم لرو، چې اخوند مياداد، شيخ فريد، اخون مصري، ادين، ازاد، سعيد او احمد د بېلګې په توګه يادولای شو.
په لومړنیو دوه پېرونو کې د پښتو شعر پرتله
د دېوانونو څرنګوالی:

د پښتو د لرغوني ادبي پېر شاعران که څه هم د شمېر له مخې لږ نه دي، ولې شعرونه يې د څومره والي له مخې نه له لږونه لږ دي، ښايي ددې لامل دا وي چې تر مونږه د ټولو شاعرانو ټول شعرونه نه دي رارسېدلي، ولې بيا هم کوم شعرونه يې د بېلګې په توګه په وړاندې سرليک کې مونږ له پامه تېر کړی، د څرنګوالي له مخې يې په څو برخو وېشلای شو:
۱) يو شمېر داسې نظمونه ګورو، چې د لرغونو اريايانو له سرودونو او ترانو سره د بڼې له مخې د پرتلې وړ دي او يا د پښتو ملي اوزانو ته ورته دي، د منځپانګې له مخې عرفاني رنګ او اخلاقي خوند لري. ديني سپارښتنې، اخلاقي ښودنې هم پکې تر سترګو کېږي او د رزم او بزم بڼدارونه هم، خو هنري تومنه پکې يا خو نشته او که وي هم له لږو نه لږ ده.
۲) د لرغوني ادبي پېر يو شمېر شاعران د ستاينې وړ دي او د شعر بڼه او منځپانګه يې هم د پام وړ ده، هنري او ښکلاييز ارزښت او نوښت يې د شعر دب دبه د نورو په پرتله زياته کړې ده، له وياړنو سربېره د شعر مانيزه پانګه يې هم په زړه پورې ده.
۳). په دغه ادبي پېر کې يو شمېر د عروضو په تول برابر ډوله شعرونه هم کښل شوي دي، ولې د شعر نوښت او پايښت ته يې زيان رسولی دی.
په درېيمې لېږدي پېړۍ کې د شعر يو ډول چې په عربي کې قطعه (پاړکۍ) پښتو شاعرۍ ته راننوتلې ده. په پنځمې پېړۍ کې عربي قصيده (بولـله) په شپږمه پېړۍ کې پښتو چاربيتې، د لېږدې کال په اتمه پېړۍ کې غزل، په نهمه (۹) هجري پېړۍ کې رباعي او ښآيي نور شعري صنفونه هم يو د بل پسې پښتو شاعرۍ خپل کړي وي.
د يادولو وړ ده چې ووايو په اتم (۸) لېږديز کال کې د اکبر زمينداور د شعر يو دېوان هم تر لاسه شو، چې په دغه ادبي بهير کې غزل، مثنوي او رباعي د پښتو شعر لمنه رنګينه او زرغونه کړه.
په همدغه موده کې پښتو شاعرۍ د بڼې له مخې يو شمېر عروضي شعرونه وکښل، چې وروسته به يې يادونه وشي ولې د شعر د وړتيا له مخې د يو شمېر نورو ژبو په پرتله د پښتو ژبې رغبت او ځانګړی غږيز جوړښت څپيز، خجيز او سېلابوتونيک دی.
د دويم ادبي پېر په لومړي پړاو کې بيا پښتو شعر د څومره والي له مخې دې کچې ته ورسېد چې د پښتو نظم څو دېوانونه د پښتو ادب ډګر ته راووتل چې مونږ يې دمخه يادونه وکړه.
ما د برټش په کتابتون کې چې کومې نسخې او قلمي دېوانونه تر ګوتو کړل ټول مې يو د بل پسې ولوستل چې د ميرزا د دېوان اوه (۷) قلمي نسخې او په ټوله کې د ټولو قلمي نسخو (شعر او نثر) شمېر (۱۶۹) ټوکو ته رسېږي.
په دغه ادبي پېر کې د ځينو شعرونو څرنګوالی د تېر په څېر عرفاني رنګ لري او له دې سربېره د الفنامو دود هم وپالل شو. د دغه مهال شاعرانو د دېوانو له مخې ويلای شو چې د مخمس په بڼه هم شعرونه وليکل شول خو د يو شمېر شاعرانو شعرونه هنري ارزښت نه لري ولې د يو شمېر دېواني شعرونو له مخې ګورو چې د يو شمېر شاعرانو شعرونه چې بېلګې يې په تېر سرليک کې راخیستل شوي دي د هنري نوښت څرګ پکې ليدلای شو، چې مونږ دولت لواڼی، واصل روښاني او له دوی نه وروسته نور د ساري په توګه يادولای شو.