کور / رسنۍ / بلخ: لټون دويمه ګڼه له چاپه را ووته

بلخ: لټون دويمه ګڼه له چاپه را ووته

ليکوال: جاويد همت، مزارشريف ښار
له شماله خپرېدونکې پوهنيزه، فرهنګي، سياسي او ټولنيزه مهالنۍ مجله په يو ځانګړي نوښت ښې پښتۍ سره په (۵۲) مخونو کې له چاپه راو ووته، چې پکې د هېواد پر سياسي، فرهنګې او ټولنيزو حالاتو د لېکوالو لېکنې او شننې خپرې شوي دي.
د دې ګڼې پر لومړۍ پښتۍ ( بلخ؛ د ملي يوالي طرحه او ستر لاريون ) انځور او ياد سر ليک لېکل شوی دی.
همدارنګه په همدې پښتۍ په لټون مجله کې د مهمو لېکنو سرليکونه او تصويرونه راغلې دې.

په مجله کې خپرې شوې ليکنې په دې ډول دي.
هېواد او ستر ناورين
بلخ؛ د ملي يوالي طرحه او ستر لاريون
د کندوز ښاريان د غم پر ټغر
انسانی فرهنګ که اجتهادي نظر؟
بي مخه پاکستان او بي کسه افغانان
جهاد که د افغان ولس بربادې؟
د اوښکو او وينو هېواد
له خپلو وطنونو ولې تښتو؟
مليتونه او که قومونه
په بلخ کې باختر ادبي بهير، يوه نوې لاسته
په پښتو ادب کې مهمی تاريخې پېښې
په بلخ کې ادبي بهيرونو او چاپي مجلو ته
نظمونه او غزلونه
د ښو اړيکو جوړولو او دوستانو مندلو لاري چاري
را ځئ د کال يوه ورځ رښتيا ووايو!
لنډ او په زړه پورې مطلبونه
شعر او عادی خبرې او داسې نور…
د مجلې په ورستۍ پښتۍ ( په بلخ کې باختر ادبي بهير يوه نوی لاسته راوړنه) انځور او د ليکنې لنډيز راغلی دی.
هيواد او ستر ناورين په نوم سرليکنه کې د مجلې مسؤول مدير ليکلنه ده
لټون مجله له نورو مجلو څخه ځنې تفاوتونه لري د بيلګي په توګه: سياسي ليکني د ننۍ سياست تر نامه لاندې برخه کې، فرهنګي موضوعات ( نظمونه، لنډي کېسي فرهنګي راپورونه …) د ګلرنګو په لټون برخه او ټولنيز موضوعات هم په ځانګړې برخه کې ځای په ځای شوي دي.
دا مجله د خيبر اميري په مسؤل مديريت او فضل الدين نژند په مرستيالۍ له بلخه په کندهار، کندز، کابل، بغلان، ننګرهار، خوست، پکتيا، فراه او هرات ولايتونو کې خپرېږي.
دا چې په هيواد كې اوس هم د مطالعې كلتور د نورې نړۍ په څېر نه دى عام شوى، نو له ټولو هيوادوالو هيله كېږي، چې د دې كلتور د عامونې په موخه لټون او بله هره پښتو مجله په پيسو واخلي او هغه څوك چې د مطالعې په ګټه خبر دي يوازې دا نه چې د مجلو او كتاب اخيستنې ته خلك وهڅوي، بلكې په دې برخه كې دې هم د وس برابر تبليغ وكړي چې لوست د انسان د بينايې لامل دى او د نړۍ پرمختللې ټولنې له همدې كتابه د اسمان كنارو ته ختلې دي، راځئ خپلې لوېدلې ټولنې ته د كتاب پاڼې وزرونه كړو او په نورو پسې د الوت چلونه زده كړو.
که غواړئ خپلې سياسي ، فرهنګي او ټولنيزي ليکنې مو د لوستونکو تر لاسو ورسيږې لېکنې او شنني مو په لټون مجله کې خپرې کړئ اداره ستاسو ليکنو ته ستر ګې په لار ده.