کور / تازه خبرونه / په اسلام اباد کې د اسيا زړه کنفرانس پيل شو

په اسلام اباد کې د اسيا زړه کنفرانس پيل شو

اسلام اباد :په اسلام اباد کې د اسيا زړه کنفرانس پيل شوکنفرانس ته صدراعظم نوازشريف څرگنده کړه په سيمه کې د امنيت لپاره د افغانستان امنيت اړين دى ،د افغانستان دوښمن د پاکستان دوښمن دى، علامه اقبال افغانستان د اسيا زړه گڼلى دى، افغانستان خپلواک هېواد دى ،نړيوال بايد د افغانستان د خپلواکۍ درناوى وکړي ،پاکستان په سيمه کې له ټولو هېوادونو سره غوره اړيکي غواړي ولسمشر غني په خپلو خبرو کې له هغو هېوادونو مننه وکړه، چې له افغانستان سره د سولې او ټيکاو په راوستو کې مرسته کوي او دغه راز نوموړي وویل ستونزې مشترکې دي او باید په شریکه یې د حل لپاره په سیستماتیک ډول هلې ځلې وشي.افغان ولسمشر د پنځو هېوادونو تر منځ د اورګاډي پټلیو، ګازو نل لیکې او د برېښنا سیمه ییز لېږد پروژو پیل ته په اشارې سره وویل، چې افغانستان په چټکۍ سره د مرکزي، ختیځې او سویلي اسیا د هېوادونو تر منځ د اړیکو پر نقطې د بدلیدو پر لور د خوځښت په حال کې دی، چې په وینا یې ټرانزیتي همکارۍ د هېوادونو تر منځ د لا پراخو اړیکو سبب کېږي.د نوموړي په خبره دی هیله مند دی، چې دغه کنفرانس به دې لړ کې اغیزمن رول ولري.غني له هغو مرستندویانو هم مننه وکړه، چې له افغانستان سره د بیا رغونې په چارو کې مرستې کوي.ولسمشر غني په خپلو خبرو کې هیله مندي وښوده، چې راتلونکی کال به په سیمه کې د سولې او ثبات په تړاو له سږني کاله غوره وي غني زياته کړه چې طالبان دى وسله وغورځوي او د سولې له بهير سره دې يوځاى شي په کفرانس کې د١٤ غړيو هېوادونوغړي ١٧ مرستيال هېوادونو استازي ،١٢ نړيوالو او سيمه ايزو ټولنو استازي برخه لري په غړيوهېوادونو کې يې افغانستان ،روسيه ،چين ،هند،سعودي عربستان ،ايران ،ازربايجان،قازقستان ،کرغزستان ،تاجکستان،ترکيه ،ترکمانستان ،دعربومتحده امارت گډون لري په دې کنفرانس کې ١٧ مرستندويه هېوادونه امريکا،بريتانيه ،سوېډن ،اسپانيا،پولېنډ،ناروى ،جاپان ،ايټاليا،المان ،عراق ،فنلينډ،پرانسه،اروپايي ټولنه ،مصر،ډنمارک ،او کاناډا او اسټراليا برخه لري