کور / تازه خبرونه / ډاکټر عبدالله: ننګرهار د کابل دروازه ده او نا امني یې په ټول هېواد اغېزه کوي

ډاکټر عبدالله: ننګرهار د کابل دروازه ده او نا امني یې په ټول هېواد اغېزه کوي

افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن له غرمې وروسته په سپېدار ماڼۍ کې د ننګرهار د ولسوالیو د پراختیایي شوراګانو د رئیسانو او قومي مشرانو ستونزې واورېدې.
د ننګرهار قومي مشرانو او د ولسوالیو د پراختیايي شورا رئیسانو اجرایوي رئیس ته په هغه ولایت کې شته ستونزې وویلې او له هغه یې د حل غوښتنه وکړه.
په پيل کې د اجرائیه ریاست ځانګړي استازي حاجي محمد امان خیري خبرې وکړې او ویې ویل، چې په ننګرهار کې د داعش پراخېدونکې لمن باید ټوله او په ننګرهار کې د امن راوستلو لپاره هڅې وشي. هغه د ولسونو ستونزې جدي وبللې او ویې ویل، چې حکومت باید ننګرهار په خپل لومړیتوب کې راولي.
وروسته د ننګرهار قومي مشرانو وویل: ننګرهار د کابل دروازه ده او که خدای مکړه دا دروازه ماته شي؛ نو د کابل امن هم ورسره له منځه ځي. په کار ده، چې حکومت د دې ولایت د امنیت لپاره جدي ګامونه واخلي.
په کانکور کې د ننګرهار د زده کوونکیو د سهم زیاتوالی، د ننګرهار فارغو زده کوونکیو ته د بهرنیو بورسونو برابرېدل، د ولسوالیو د درجو لوړوالی، بې کاره ځوانانو ته د کار موندل، د بنسټيزو پروژو پلي کېدل، د کابل ـ جلال اباد د دویم سړک او د بېسودو د دویم پل د جوړېدو د چارو ګړندي کېدل، د کابل ـ جلال اباد د دویمې لارې په جوړېدو کې د سیمه ییزو کسانو په کار ګومارل، د ښوونکیو د ښارګوټو د چارو ګړندي کول او د ننګرهار د برېښنا د ستونزو حل کول هغه غوښتنې وې، چې دغو قومي مشرانو له اجرایوي رئیس سره مطرح کړې.
هغو وویل، چې په ننګرهار کې یوشمېر رییسان او ولسوالان له تېرو لسو کلونو راهیسې په خپلو دندو پاتې دي، چې له امله یې وضعیت خراب شوی او په کار ده چې په دې برخه کې حکومت جدي ګامونه واخلي او نوي کسان یې پر ځای معرفي کړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رئیس له ولسونو نه د مننې ترڅنګ وویل، چې د دوی ټولې ستونزې یې یاداشت او په جدي ډول به یې د حل لپاره هڅې وکړي.
هغه وویل، په ننګرهار کې امن او نا امني په ټول افغانستان اغېز کوي او حکومت د دې ولایت د امنیت لپاره جدي امنیتي تدابیر او پلانونه تر کار لاندې نیولي دي.
ډاکټر عبدالله عبدالله زیاته کړه، چې په ننګرهار کې د ښې حکومتولۍ، اقتصادي ودې، د غصب د مخنیوي او د چارو د ښه والي لپاره به له اړوندو ادارو سره خبرې وکړي او ورته به د ښو خدماتو د عرضه کولو سپارښتنه وکړي. هغه وویل، چې حکومت د اداري فساد د مخنیوي او ورسره د مبارزې لپاره ژمن دی او هیچا به هم د دې کار اجازه ورنه کړي.