کور / تازه خبرونه / سعودي په ننگرهار او مزارشريف کې کتابتونونه جوړوي

سعودي په ننگرهار او مزارشريف کې کتابتونونه جوړوي

د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کمېټه د دوه لکه پنځه نوي زره ډالرو په ارزښت په جلال آباد او مزارشريف کې دوه دار العلومو ته د کتابتونو ودانۍ جوړوي
نوموړي کمېټه لروبرته په راليږلې خبرپاڼه کې وايي د ۲۰۰۲ کال راهيسې پاکستان کې د افغاني مهاجرينو او د افغانستان په ټولو ولايتونو کې افغان ولس سره د همکارۍ په خاطر په مختلفو برخو کې پروژې پلي کوي، او هر کال ترې په ډېر زيات شمېر وګړي برخه اخلي. د نوموړو پروژو په لړ کې د جلال آباد نجم المدارس او د مزار شريف اسديه دارالعلومونو لپاره د دوه لکه پنځه نوي زره ډالرو په ارزښت دکتابتونونو ودانۍ جوړې او پر کتابونو او نورو پرمختللي وسايلو مجهزې کړي، چې د نجم المدارس د کتابتون جوړېدل په آخري پړاو کې دي او ټول لګښت به يې يولک او دېرش زره ډالرو ته ورسيږي، اود اسديه دار العلوم د کتابتون د اساس ډبره تېره اونۍ د يو پروګرام په ترڅ کې کېښودل شوه چې پکې ګڼو دولتي مسئولينو او مشرانو برخه اخيستې وه چې ټول لګښت به يې يولک پنځه شپېته زره ډالرو ته ورسيږي.
ياده دې وي چې د کتابتونو ودانول د هغه تړون دوهمه برخه ده چې نوموړې کمېټې تېر کال د پوهنې وزارت سره د يو مليون ډالرو په ارزښت لاسليک کړې وه چې په لومړۍ برخه کې د دغه وزارت اړونده ديني مدرسې په زرګونو منهجي کتابونو سمبال او همدا راز دوزارت په زرګونو طالب العلمانو قرطاسيه او بکسې او قرآنکريمونه وويشل. د اسديه دار العلوم د اساس ډبرې د کېښودلو پر مهال د مرستندويه کمېټې د تعليمي څانګې استازي عبدالظاهر اثري د خپلو ويناو په ترڅ کې څرګنده کړه چې د سعودي عربستان ولس د افغانانو سره له کلونو راهيسې هر ډول مرستې کوي او دې مرستو ته به دوام ورکوي او په هره برخه کې د افغانستان مظلوم ولس ته ګټورې پروژې پلي کوي.