کور / تازه خبرونه / د هوايي ډګر د پيښي له قربانيانو سره عاجله مرسته کيږي

د هوايي ډګر د پيښي له قربانيانو سره عاجله مرسته کيږي

د يوناما اړوند د افغانستان د ماين پاکۍ چارو د همږغۍ د مرکز سيمه ييز مسوول عبدالسميع له مرستيال والي سره د هغه د کار په دفتر کي د تېري ورځي د پيښي له قربانيانو سره د مرستي په هکله وليدل.

مرستيال والي عبدالعلي شمسي د سرې مياشتي رئيس احمد جاويد نېکزاد او عبدالسميع ته سپارښتنه وکړه چي همدا نن هوايې ډګر ته ولاړ سي او د دې پيښي د قربانيانو سروې وکړي او له سروې سره هم مهاله په پیښه کي له زيانمنو کورنیو سره د خوراکي او غيرخوراکي توکو مرسته وکړي.

ښاغلي شمسي وویل: ولایت مقام له نورو مرستندويه ادارو سره هم په تماس کي دی ترڅو له زيانمنو سره د لازیات کومک په موخه لازم اقدامات وکړي.

په دغه مرسته کي ۳۰ قلمه خوراکي او غيرخوراکي توکي شامل دي چي د يادي موسسې د مسوول له خوا به همدا نن د پيښي پر قربانيانو توزيع سي.

همدارنګه يې د پوهني رئیس ته دنده وسپارله چي ژر تر ژره د سیدپاچا لېسې د زیان د ارزوني لپاره هیئت ولیږي او د ترمیم په برخه کي يې عاجل اجراات وکړي.

د یادوني وړ ده چي تېره ورځ د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي هم د قول اردو له نظامي روغتون لیدنه وکړه او د پیښي د زخمیانو پوښتنه يې وکړه او داراز يې له ټپيانو سره څه اندازه نقدي مرسته هم وکړه.